close

د تورخم پر لار سوداګریز خنډونه؛ افغان سوداګر د بدیلو لارو غوښتنه کوي

اطلاعات روز: په تورخم کې د افغانستان له تازه مېوو بار موټرو کې د توکو د خوسا کېدو په غبرګون کې افغان سوداګر وایي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د دوه مخي سیاست پاللو ترڅنګ هڅه کړې چې په سوداګریزه برخه کې هم اړیکې کړکیچنې او یوازې د خپلې خوا ګټې په پام کې ونیسي.

افغان سوداګر صادق مومند وایي، د افغانستان د تازه مېوو د سېزن په پېل کېدو سره پاکستان په تورخم، غلام خان بندر، سپین بولدک او ځېنې نورې سوداګرېزې لارې د افغانستان د توکو د صادراتو په برخه کې سختې کړې دي.

د هغه په خبره له تېرې یوې اوونۍ راهېسې په تورخم کې له تازه مېوې او سبزیجاتو بار سلګونه لارۍ د پاکستان له لوري درول شوي او د اوښتو اجازه نه ورکوي، چې له امله یې په موټرو کې بار توکي خوسا شوي دي.

مومند وویل: «پاکستان تل سوداګرۍ او سیاست د خپلې ګټې لپاره کارولی دی، هر کال چې د تازه مېوې وخت رارسېږي نو دوی تورخم، غلام خان، سپین بولدک او نورې لارې په یوه او بله پلمه تړي چې زیان یې سوداګرو او بڼوالو ته رسېږي غوښتنه کوو چې نورو هیوادونو سره بدلې لارې ومومو.»

یو بل سوداګر غوث الدین بهار وایي، چې د پاکستان حکومت په تورخم دروازه کې د باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ویزو غوښتنه کوي او دغه چارې پاکستان ته د تازه مېوو بار لاریو د ور اوښتلو لړۍ له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.

نوموړی زیاتوي له دې وړاندې به هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم له لارې لسګونه لارۍ تګ‌راتګ کاوه، خو اوس دا لړۍ یوازې څو موټرو ته راټېټه شوې.

بهار زیاته کړه: «په تورخم کې له یوې اوونۍ راهېسې له تازه مېوې او سبزیجاتو ډکې لارۍ ولاړې دي ټول توکي یې خوسا شوي او سوداګرو ته لوی مالي زیانونه اوښتي دي، که د هر موټر پر سر له ۶۰ تر ۷۰ زره کلدارو پاکستاني پولیس رشوت غواړي؛ که رشوت ورکړې نو بیا دا ستونزه نه وي غوښتنه کوو چې دواړو لورو چارواکو چې په سوداګرېزه برخه کې اسانتېاوې برابرې کړې.»

په تورخم کې د تازه مېوې سوداګر غلام جیلاني د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې له پاکستان سره دې هر ډول سوداګرېزې اړېکې پرې کړي او د دې پر ځای دې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره سوداګري پراخه کړي.

د هغه په خبره څو پرله‌پسې ورځې پر مېوو بار موټرو ته له تورخم بند څخه د ژر اوښتو اجازه نه ورکول کېږي چې په دې سره ډیری موټرو کې بار تازه میوې خرابې شوې او د پلورلو وړ نه دي.

غلام جیلاني وویل: «که چېرې د طالبانو حکومت د پاکستان پر ځای له نورو هیوادونو سره خپله سوداګري زیاته کړي، نو دا به هم افغان سوداګرو ته ګټه وي او هم به با کېفیته توکي هیواد ته راوارد شي؛ ځکه پاکستان د افغانانو په بربادۍ کې خپلې ګټې لټوي او همدا لامل دی چې سوداګري د پخوا په څېر مخ په کمېدو ده او مالي زیان تر ډېره سوداګرو ته اوړي.»

بلخوا د سوداګرۍ خونې مسوولین هم ورته خبره کوي او وایي، پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې رېښتینی نه دی او همدا لامل دی چې افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر خانجان الکوزی وايي، پاکستان تل هڅه کړې له افغانستان سره په سوداګریزه برخه ستونزې جوړې او وخت ناوخت په بېلا بېلو بهانو دغه هېواد ته د افغاني صادراتو مخه ونیسي.

الکوزی زیاتوي: «پاکستان په صادقانه ډول پر خپلو ژمنو عمل نه کوي تل یې افغان سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې ستونزې جوړې کړې دي، د غلام خان بندر نږدې له دوه میاشتو تړل کېدو وروسته خلاص شو او دغه راز په یوه او بله پلمه کله یوه لاره او کله بله لاره د سوداګرو پرمخ تړي چې دا د افغان سوداګرو لپاره یو لوی سرخوږی دی او باید چې دې ستونزې دایمي حل پېدا شي.»

افغان سوداګر غوښتنه کوي چې افغانستان باید د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته د خپلو صادارتو لېږد لپاره بدیلې لارې پیدا کړي او په خبره یې تر ټولو غوره لاره هوایي دهلېزونه دي.

د یادونې ده چې پاکستان له افغانستان سره د ډیورنډ پر فرضې کرښې د تورخم، سپین‌بولدک، ډنډپټان، غلام‌خان بندر او انګور اډې دروازې لري او دواړو خواوو ته له همدغو لارو تګ‌راتګ او ټرانزیټ کېږي.