close

کونړ کې د زلزلې ناورین؛ زلزله ځپلي پر رواني ستونزو اخته شوي

کونړکې د تېرې اوونۍ یکشنبې د شپې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه انسانان مړه او تپیان او نږدې اووه زره استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ شول.

دې زلزلې د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار درې او د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې په نږدې هرې کورنۍ کې له پنځو تر ۱۰ او آن تر پنځلس غړي مړه او ټپیان کړي چې له امله یې اوس ژوندي پاتې کسان پر سختو رواني ناروغیو اخته شوي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې د تېرې اوونۍ په زلزله کې یوازې په کونړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۰۵ تنه مړه او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي او نږدې ۷ زره استوګنیز کورونه یې په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د ودیرو کلي اوسېدونکی امین ګل چې د تېرې اوونۍ په مرګونې زلزله کې یې د خپلې کورنۍ نهه غړي مړه او شپږ نور ټپیان شوي، وايي د کورنۍ د غړیو په له لاسه ورکولو یې رواني ستونزې پیدا کړي.

دی وايي، خپله په ننګرهار کې و چې خبر ورغی او په نیمه شپه کې مزار درې ته حرکت وکړ؛ خو لار پرې بنده وه او نه یې شول کولی چې سیمې ته ځان ورسوي او په خبره یې د خپلې کورنۍ غړیو ته د ژغورنې په موخه د نه ور رسېدو له امله هره شېبه ځورېږي.

نوموړی زیاتوي، هره دقیقه یې د کورنۍ غړي سترګو ته ودرېږي چې دې حالت یې رواني اړخ تر دې کچې ځپلی چې د شپږو ورځو په تېرېدو روغتون ته د خپلې کورنۍ د ټپي شویو غړیو پوښتنې ته هم نه دی ورغلی.

امین ګل له اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل: «دوه مې لورګانې، دوه مې زامن، دوه مې لمسي، یوه مې پېغله خور، مېرمن مې او یو مې ورور په دې زلزله کې شهیدان شوي او شپږ نفره نور مې زخمیان شوي، د دوی مرګ او د زخمیانو درد مې هره شېبه ځوروروي، زه خپله ننګرهار کې وم، چې خبر شوم زلزله کې مزار دره ټوله نړېدلې ځان مې ورساوه؛ خو غر را ښویېدلی و، لار بنده وه او د ورتګ هېڅ امکان نه و، چې ما د خپلې کورنۍ غړیو سره هېڅ همکاري ونه شوه کولی او اوس هره شېبه مې دا حالت ځوروي او عصبي تکلیفونه یې راته پیدا کړي، داسې فکر مې ذهن ته راځي چې باید زه هم خپل ځان ووژنم، زه په دې دنیا څه وکړم.»

د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزار دره چې د تېرې اوونۍ یکشنبې شپې زورورې زلزلې نږدې په بشپړ ډول له منځه وړې او د سلګونه انسانانو ژوند یې اخېستی/ خواله رسنۍ

په همدې حال کې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې د اندرلچک سیمې اوسېدونکی سلطان محمد چې د خپلې کورنۍ اووه غړي یې مړه او د هغه په ګډون دوه نور ورونه یې ټپیان او کور یې په بشپړ ډول له منځه تللی، وايي هر شېبه یې د کورنۍ د غړیو خاطرې ور په یادېږي چې دې چارې له رواني اړخه له سخت ځور سره مخ کړی دی.

‎دغه راز اختر محمد چې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ دېوه ګل درې د بادینزو د څپرو کلي اوسېدونکی دی د تېرې اوونۍ یکشنبې شپې مرګونې زلزله کې یې د کورنۍ اوولس غړي مړه او دده په ګډون دوه ورونه یې ټپیان شوي. 

نوموړي ته هره شېبه د کورنۍ مړو شویو غړیو خاطرې ور یادېږي چې له رواني اړخه له سخت ځور سره مخ دی.

اختر محمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «زما دوه زامن، یوه لور، یو مې لمسی، دوه مې ورېرونه او یوه مې ورېره په دې پېښه کې شهیدان شوي، هم خپله او هم مې یو ورور زخمیان شوي یو، دقیقه په دقیقه مې د هغوی خبرې او خاطر غوږونو او ذهن ته راځي چې دا حالت مې مرګ ته رسوي او په شپږو ورځو کې د لېونتوب تر حده رسولی یم، سخت رواني تکلیف یې راته پیدا کړی.»

بل پلو د ختیځ د مرګونې زلزلې د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم په کونړ کې د زلزلې ټکانونه نه دي درېدلي او په هرو ۲۴ ساعتونو کې په منځني ډول ۷ ځلي د زلزلې ټکانونه کېږي چې خلک یې له رواني اړخه ځپلي دي.

ځايي خلک وايي، د زلزلې د ټکانونو له امله په کرنیزو ځمکو او شنه اسمان لاندې ورځې شپې تېروي چې له جدي ننګونو سره مخ دي.

دوی وايي، که څه هم نړۍوالو مرستندویه بنسټونو خېمې ور وړي؛ خو په خبره یې اغېزمن شوي ډېر دي او غوښتنه کوي چې باید لومړنۍ مرستې تر هرڅه زر ور ورسېږي.

د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ګل باز خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «اوس هم د زلزلې ټکانونه شته دي او دا صحنه چې مونږ ته را په یاد شي زه په خپله چې ناست اوسم یو ناڅاپه داسې احساس راشي چې بېرته همغه د زلزلې شېبې مې ذهن ته راشي او ډېر په مشکل کې واقع کېږم چې رواني مشکل یې راته پیدا کړی او رواني حالات مې هېڅ ښه نه دی.»

زلزله ځپلي وايي، لا هم سیمه کې د زلزلې ټکانونه دي او دوی تر شنه اسمان لاندې پراته دي چې د دوی پر روان یې منفي اغېز کړی دی/ خواله رسنۍ

بل لور ته کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د زلزله ځپلو د ژغورنې او پلټنې بهیر پای ته رسېدلی او خلکو ته د مرستندویه بنسټونو پرمټ د مرستو رسونې چارې روانې دي.

طالب چارواکي زیاتوي، چې اغېزمنو شویو کورنیو سره د مرستو رسونې په موخه ځانګړې کمېټې جوړې شوي چې تر ارزونې وروسته به بنسټیزې مرستې ور ورسېږي.

د کونړ لپاره د طالبانو امنیې قومندان او د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې د ژغورنې او رمستو رسونې بهیر مشر ضیاءالحق حامد وايي: «د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د ژغورنې عملیات بشپړ شوي، د ټپیانو لېږد شوی، شهیدان ټول خاورو ته وسپارل شول، د زلزلې د درېیمې ورځې له اول سهار څخه د لومړنیو مرستو رسولو لړۍ روانه وه، د مرستو رسولو کمېټه مو ورته جوړه کړې، په دېوه ګل دره کې یوه مرکزي کمېټه ده او څلور نورې کمېټې جوړې شوې دي چې د دوی تر سروې وروسته به اغېزمنو شویو سره اساسي مرستې وشي.»

د یادونې ده چې د تېرې اوونۍ یکشبنې د شپې مرګونې زلزلې سربېره پر کونړ په ننګرهار او لغمان کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان کړي او سلګونه استوګنیز کورونه یې وېجاړ کړي دي.