close

په ښار کې ځړول شوي جسدونه

د ټولنیزې ډارونې کچې ته د انساني حیثیت راښکته کول

صائمه فتحي

د جمعې په سهار (۳۱ د زمري) د هرات ښاریان د وېرې په زنګ راویښ شول. د پښتون زرغون ولسوالۍ د ۳۴ کلن محمد داوود بې ساه مړی د هرات ښار د «کندهار دروازې» په سیمه کې د پخواني شوروي اتحاد په یوه ټانک راځړېږي. د طالبانو غړي جسد پر سر او مخ وهي او یوه پاڼه پرې نښلول شوې: «د افغانستان د ازادۍ غورځنګ پر ډلې دې مرګ وي». دا د طالبانو د ډار خپرونې یوه بېلګه ده او له دې ابزار څخه یې د تېرو څلورو کلونو پر مهال په هرات او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ځلونو کار اخیستی دی. 

د ۲۰۲۱ له اګست څخه بیا تر ۲۰۲۵ پورې چې طالبانو په هرات کې لږ تر لږه ۱۴ جسدونه نندارې ته ایښي، رسنیز شوي دي. د ۲۰۲۲ کال د می پر ۳۱مه هرات ښار د یوې زړه بوږنوونکې پېښې شاهد و. د «موبایل په غلا» یو تورن کس د طالبانو له خوا وویشتل شو او وروسته یې مړی پر «چوک ګل‌ها» نندارې ته کېښودل شو. پر دې جسد هم یوه پاڼه ایښوول شوې وه چې پرې لیکلي و: «که هر څوک غلا کوي، سزا یې همدا ده.» دې صحنې ډېر لارویان وډارول او دا پوښتنه یې کوله چې د عدالت پرېکړې ولې په محکمه کې نه کېږي او پر ځای یې تاوتریخوالی نندارې ته وړاندې کېږي. 

۲۳ کلن فرید چې په هغه ورځ د چوک ګل ها پر مسیر تېرېده، نه شي کولای چې دا خاطره هېره کړي؛ «کله چې چوک ګل ها ته ورسېدم، نو اول مې فکر کاوه چې دا هسې اوازه ده خو وروسته مې ولیدل چې جسد همالته ځړېدلی. وینې لا هم تازه وې او څڅیدې. له جسد سره یې لوبې کولې. شعارونه یې ورکول. ما په ټول ژوند داسې څه نه و لیدلي او سر مې پر لپسې وګرځېد. ټولو دې نندارې ته کتل خو ما احساس کاوه چې له پښو مې ځمکه تښتیدلې ده ځکه زما په څېر یو ځوان وژل شوی و او فکر مې کاوه چې که یوه ورځ پر ما او یا بل چا دغسې حالت راشي، بیا؟ ساه مې رالنډه شوه.» 

فرید په لړزاند غږ پسې وایي: «دا صحنه یو وېروونکی خوب و. کله چې مې دا ولیدل نو ټولې هیلې مې مړې شوې. هیڅ قانون نه و او یوازې تاوتریخوالی و. دشپې هیڅ ویده نه شوم، کله چې له پوهنتون څخه فارغ شوم نو سمدستي له هراته ووتم او بیا نه یم ورغلی. تر دې پېښې وروسته ښار وېروونکی شوی. تر اوسه مې لا هم د سترګو پر وړاندې د تازه وینو او جسد انځور دی. احساس مې کاوه او لا هم احساس کوم چې امنیت، عدالت او حتا انسانیت زموږ له ښاره کوچېدلي. نه پوهېږم چې سبا د چا نوبت دی.» 

انځور: خواله رسنۍ

دا پېښې یوازې د ګڼو پېښو یو څو بېلګې دي چې ترې په ډاګه کېږي چې طالبانو څرنګه عدالت له قانوني مسیر او محکمو بهر کړی او د ځپنې او کوڅییزې ډارونې په ابزار یې بدل کړی دی. پر میدانونو د جسدونو راځړول او پر هغو د ګواښونکو شعارونو لګول د محکمې او د عدالت د نشتون خبر ورکوي. دا «غیر قضایي او غیر قانوني» موارد ګڼل کېږي او په داسې حالاتو کې نه شکایت کوونکی او نه هم تورن د اوریدنې حق لري، نه هم کومه خپلواکه محکمه شته او نه هم د عدالت کوم معیار چې رعایت کړل شي. 

انځور: خواله رسنۍ

د طالبانو قانون؛ عدالت که ځپنه؟

د هرات پر سړکونو او میدانونو چې څه نندارې ته وړاندې شوي دي، یوازې د طالباني عدالت یو اړخ دی. د دې کیسې یو بل اړخ د طالبانو په قضایي جوړښت کې پټ طالباني قانون او قضا ده. د بشري حقونو د سازمانونو په وینا دا جوړښت «تاوتریخجن، سپکوونکي او غیر انساني سزاوې» پلي کوي. د طالبانو د قضایي جوړښت د قضاوت څو بېلګي: 

• د «زنا»، «له واده دباندې اړیکې»، «له کوره د تېښتي»، «الکولو د څښاک» او یا حتا «له محرم پرته د ښځو د حضور» په تور په عام محضر کې په درو وهل؛ 

• له واده دباندې اړیکې د مجازاتو په توګه سنګسار؛ 

• د غلا په صورت کې د بدن د غړو پرې کول؛ 
• په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې اعدام، د محکمې له کومې عادلانه ارزونې پرته؛ 

• د همجنسپالنې د تور په قضیه کې له لوړ ځایه د تورن راغورځول او یا یې هم تر دېوال لاندې کول؛ 

• بېلابېلې شکنجې لکه وهل ټکول، په جبري ډول د وېښتانو کمول، د خلکو پر وړاندې تړل او یا هم عمومي تحقیر. 

تقریباً یو کال مخکې د طالبانو مشر د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» قانون په رسمي ډول توشیح کړ. دا قانون د رسمي قضایي نظام تر څنګ یو موازي جوړښت رامنځته کوي او د طالبانو د چارواکو په وینا، موخه یې په ټولنه کې د «دیني او اخلاقي اصولو د رعایت څارنه» ده. د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت اړوند ادارې د اجرایوي بنسټونو په توګه د قضایي محاکمو ترڅنګ کار کوي او د وګړو پر چلند، د جامو پر ډول، په عامه ځایونو او اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو حضور څاري.

درې میاشتې مخکې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کارکوونکو په پکتیکا کې عبدالعلیم خاموش «مقدساتو ته د سپکاوي» په تور ونیوه. څه موده وروسته، د روان کال د چنګاښ پر ۲۶مه طالبانو هغه د «شریعت، مقدساتو او د اسلام د پیغمبر د سپکاوي» په تور په اعدام محکوم کړ. دا حکم د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت اعلان کړ او د دې وزارت ویاند عبدالعلیم خاموش یو تورن کس معرفي کړ او ویې ویل چې هغه په خپل «جرم» اعتراف کړی دی.

د نیول کېدو جزییات، د محکمې بهیر او د محاکمې د ترسره کېدو وخت نه دی وړاندې شوی. ځایي سرچینو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو راپور ورکړی چې عبدالعلیم خاموش د جاني خېلو ولسوالۍ د «جلالزو» په کلي کې د یوه ښوونځي ښوونکی و. ویل کېږي د هغه د نیول کېدو لامل دا جمله وه چې «دیني زده‌کړې اړینې دي، خو عصري زده‌کړې تر هغو مهمې دي».

څو ورځې وړاندې تر دې، د چنګاښ په لسمه د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کارکوونکو په کابل کې د «نمارسانه» فرهنګي ـ مذهبي بنسټ دوه کارکوونکي ونیول. دا کسان «الحاد، عیسویت او فمینیزم ته د خلکو د تبلیغ او بلنې» په تور نیول شوي دي. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر پر خپل ایکس‌پاڼه اعلان وکړ چې نیول شویو کارکوونکو په خپل جرم اعتراف کړی دی. دا بېلګې ښيي چې طالبان د عامه فضا او خپل قضایي جوړښت په دواړو کچو کې د مجازاتو او کړنلارو له ټولګې څخه د ټولنیز کنټرول لپاره کار اخلي. د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» په څېر قوانین او د څارنې اقدامات، په ښارونو کې صحرايي او غیر قضایي محاکمې، علني اعدامونه او ټولنیز محدودیتونه د وګړو د چلند د څارنې لپاره د دې ډلې د رسمي میکانیزم یوه برخه ده. 

طالبان او تاوتریخوالی 

 کله چې د دې سزاوو د دلیل پوښتنه کېږي، د طالبانو ډله تل ځان داسې معرفي کوي چې د دیني احکامو په پلي کولو مکلف دي او خپلې ډېرې سزاوې، محدودیتونه او تاوتریخجن اقدامات په دیني استناد توجیه کوي. مګر د کارپوهانو او څېړونکو په اند، طالبان یوه هغه افراطي ډله ده چې له دین څخه څخه سختدریځی تعبیر لري او د خپلو همدې محدودو او اقتدارغوښتونکو تفسیرونو پر اساس خپل سیاستونه او چلندونه جوړوي. دې فکري چوکاټ د هغوی سیاسي، ټولنیزو او قضایي پرېکړو ته بنسټ برابر کړی او له همدې امله یې څېړونکي یوه افراطي ډله ګڼي. 

څېړونکي اسلامي افراطي ډلې پر څلورو نسلونو ویشي. د دوی لومړی نسل د عباسي خلافت د زوال پر مهال د ابن تیمیه د ښوونو پر اساس رامنځته شو؛ هغه نسل چې له دین څخه د سختدریځو برداشتونو په وسیله یې د وروسته راتلونکې افراطیت لپاره فکري بنسټونه کېښودل. دویم نسل د سید جمال‌الدین اسد ابادي او شاه عبدالله دهلوي په افکارو وده وکړه او ورو-ورو یې د اسلامي نړۍ په سیاسي او ټولنیزې فضا کې د اخوان‌المسلمین په څېر ډلو له لارې ریښې وکړې. په درېیم پړاو کې د دې جریان ایډیالوژۍ د سید قطب، ابوالاعلی مودودي، عبدالله عزام، عبدالسلام فرج او نورو څېرو له خوا نوی شکل وموند او د القاعدې، جیش‌الاسلام، طالبان او لشکر طیبه په څېر د تکفیري سازمانونو په بڼه په عملي ډګر کې راڅرګند شو او اخر هم څلورم نسل یا داعش په خپلو ښوونو سره د ابوبکر ناجي او ابومصعب سوری په څېر افراد وزېږول چې تر خپلو پخوانیو نور هم تاوتریخجن دي. 

د مذهبي افراطي جریانونو بېلابېل نسلونه پر تاوتریخوالي ټینګار کوي او په پراخه کچه یې عملي کوي هم. له لومړي نسله تر څلورمه پورې، دې ډلو تل له سختو سزاوو، ځپنې او وژنې څخه د خپلو موخو د پلي کولو لپاره د وسیلې په توګه کار اخیستی دی.

د څېړونکو له نظره، طالبان د مذهبي افراطي جریانونو د درېیم نسل یوه بېلګه ګڼل کېدای شي. دې ډلې د همدې افراطي افکارو په چوکاټ کې وده کړې او په افغانستان کې واک ته رسېدلې ده او د څو لسیزو د اوږدو دیني جګړو په ښوونې سره له اوږدو جګړو او ټولنیزو شرایطو سره یو ځای شوي او یو سازماني او وسله وال جوړښت یې رامنځ ته کړی دی. طالبانو که څه هم خپل فعالیتونه تر ډېره تر افغانستانه محدود کړي، خو د حکومتولۍ او د قوانینو د پلي کولو په میتودونو کې د دې جریان د پخوانیو نسلونو له ښوونو او کړنلارو اغېزمن دي. 

د وېرې له لارې د خلکو مهار

د حقوقو په څانګه کې د ارشد کارشناسۍ زده کړیال د طالبانو د تاوتریخوالي او سختو سزاوو د علت په اړه وايي: «طالبان یوازې یوه سیاسي او یا پوځي ډله نه ده، بلکې د یوې محدودې او اقتدار غوښتونکې تمدني پروژې مخته وړونکي دي چې دین د مشروعیت او قدرت تر لاسه کولو لپاره د وسیلې په توګه کاروي. د دوی ښوونې په دیني مدرسو کې د شریعت سختدریځي  برداشتونه بیا را ژوندي کوي او په عین حال کې له کم عمرۍ څخه په راتلونکو نسلونو کې وېره او ټولنیز انقیاد بنسټیز کوي.

د دوی له رسمي لیدلوري سره هر ډول مخالفت نه یوازې سیاسي جرم ګڼل کېږي، بلکې ديني انحراف هم بلل کېږي او همدا منطق د غیر قضایي محاکمو او تاوتریجنو سزاوو بنسټ دی.»

هغه زیاتوي: «د طالبانو تاوتریخوالی که پر سړکونو او میدانونو وي او که د دوی د قضایي نظام په چوکاټ کې وي، د ټولنې د کنټرولولو وسیله ده. د مړو ځړول، علني درې وهل، شکنجه او سپکوونکې سزاوې، نه یوازې مخنیوونکي ګامونه دي بلکې عمومي وېره او ټولنیز ډار هم خپروي. دا وېره طالبانو ته زمینه برابروي چې ټولنیز نظم په ډېر لږ مقاومت سره وساتي او هر ډول احتمالي مخالفت تر رامنځته کېدو مخکې له منځه یوسي.»

ل. حمید د افغانستان د قبیلوي جوړښت پر رول هم ټینګار کوي؛ «د افغانستان د ختیځ او سویل قبیلوي جوړښت چې د طالبانو د راڅرګندېدو سرچینه ده، دې ډلې ته دا وړتیا ورکوي چې رسمي حقوقي بهیرونو ته له جدي اړتیا پرته ځایي کنټرول تر لاسه کړي. د دیني واک، د مدرسو د ښوونو او قبیلوي شبکو ترکیب لامل شوی چې د دوی قضایي او انتظامي پرېکړې په یوه وخت کې  دیني برداشتونه، قبیلوي منطق او سیاسي موخې انعکاس کړي. په ځانګړي ډول دا ترکیب د ښځو په اړه اغېزناک دی؛ پر هغوی د زده‌کړې او کار، تګ-راتګ او پوښاک په برخه کې محدودیتونه او له ټولنیزو حقونو یې محرومیت د همدې دیني او قبیلوي ارزښتونو د بیا زېږونې د پروژې یوه برخه ده.»

ل. حمید زیاتوي: «طالبانو یو داسې کنټرول کوونکی او اقتدار غوښتونکی سیستم جوړ کړی چې په کې دین، تاوتریخوالی، قبیلوي جوړښت او ټولنیز ډار په یو وخت کې فعالیت کوي. دې نظام عدالت او کلاسیک قانون څنګ ته کړي او ټولنه په تاوتریخوالي او سزا ورکولو سره بیا رغوي. دیني مدرسې، پر میدانونو د مرګونو نندارتون، غیر قضایي محکمې او ټولنیز محدودیتونه ټول د یوې ایډیالوژیک ـ سیاسي پروژې اجزا دي چې راتلونکي نسلونه هم اغېزمن کوي او د طالبانو د قدرت دوام تضمینوي.»

هغه غیر قضایي او قضایي پېښې چې په هرات او نورو ولایتونو کې کېږي، د طالبانو د سزا ورکولو او د قوانینو د پلي کوونکو تګلارو یوه برخه ده. دا اقدامات، له یوې خوا په عامه میدانونو کې او له بلې خوا د دې ډلې په قضایي جوړښت کې ترسره کېږي او د افغانستان دننه او بهر یې بېلابېلې غبرګونونه راپارولي دي. د دې پېښو دوام ته په پام د محاکمې د بهیر، د وګړو د حقونو  او د دې تګلارو د ټولنیزو او سیاسي پایلو په اړه پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي.