د هیواد په سویل هلمند او کندهار ولایتونو کې د برېښنا نشتوالی یوه تلپاتې ستونزه ده، چې له امله یې عام خلک له کړاو سره مخ دي. د کجکي بند د اوبو د کچې ټیټېدل، د برېښنا د تولید محدود ظرفیت او د زیربناوو نیمګړتیاوې یو له هغو عواملو بلل کېږي، چې د دې سیمو اوسېدونکي یې د اوږدو ساعتونو لپاره له برېښنا بېبرخې کړي دي.
د هلمند او کندهار اوسیدونکي وايي، چې د روان کال د سختې ګرمۍ په موسم کې د برېښنا نشتوالي د خلکو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او په وینا یې چې د برېښنا پرېکون نه یوازې د کورني ژوند پر آرامتیا اغېز کړی، بلکې د سوداګرۍ، تولیدي فعالیتونو او روغتیايي خدمتونو بهیر یې هم ګډوډ کړی دی.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکی نورالله چې د خپلې هټۍ مخې ته د تندي خولې په لاس پاکوي، وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې دوه ساعته برېښنا لري او هغه یې هیڅ درد نه دوا کوي، ځکه چې د برېښنا نشتوالی د دې سبب شوی چې یخچالونه ګرم پاتې شي او د پلور توکي زیانمن شي.
نوموړي وویل: «هره ورځ همدا حال وي، د ورځې یوازې دوه ساعته برق راشي، بیا ورک شي، په دوکانونو کې یخچالونه بند وي، د ګرمۍ له امله نه خوب کېږي او نه کار.»
دغه راز د کندهار ښار د شهرنو سیمې اوسېدونکی عبدالغفور بیا د برېښنا له بې نظمۍ سر ټکوي او وایي، چې د طالبانو په حکومت کې د برېښنا هیڅ مهالویش معلوم نه دی او دې چارې یې ژوند ګډوډ کړی دی.
نوموړی زیاتوي، چې تېر جمهوریت کې که څه هم برېښنا کمه وه، خو مهالویش یې معلوم و او دوی پر همدې اساس خپلې چارې تنظیمولې، خو اوس هرڅه نامعلوم دي.
عبدالغفور وویل: «برېښنا کله د شپې پر دولس بجې پرې کېږي، کله پر یوه بجه، تر سهاره ماشومان، زاړه او مریضان په ګرمي کې بېخوبه پاتې کېږي. پخوا موږ ته معلوم و چې د ورځې پر څو بجې برېښنا پرې کېږي او پر څو بجې راځي، خلکو به خپلې اړتیاوې د همدې مهالویش له مخې تنظیمولې، خو اوس وخت یې په بشپړ ډول نامعلوم دی.»
د دې ولایتونو اوسېدونکي ټینګار کوي، چې د برېښنا نشتون یوازې د اقتصادي زیانونو سبب نه کېږي، بلکې د خلکو روغتیا ته هم جدي خطر پېښوي. د دوی په خبره چې د ګرمۍ پر مهال ماشومان، زاړه او ناروغان له سختو کړاوونو سره مخ وي او ترڅنګ یې روغتیايي مرکزونه هم د دوامدارو خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راځي.
خلک غوښتنه کوي، چې د برېښنا د منظم وېش لپاره باید یو روښانه مهالویش جوړ شي او د کجکي بند د ظرفیت لوړولو په ګډون د برېښنا د زیربناوو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته شي.
د کجکي بند چې د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ د امریکا متحده ایالاتو په مرسته جوړ شوی، د سویلي ولایتونو لپاره د برېښنا، کرنې او اوبو مهمه سرچینه بلل کېږي.
د دې بند د دویم فاز په پرانیستلو سره د بریښنا د تولید ظرفیت له ۵۱ میګاواټو څخه ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شو، چې تمه کېده د هلمند او کندهار د بریښنا ستونزې به حل کړي، خو د وچکالۍ او د اوبو د کچې ټیټېدو له امله، دا بند اوس یوازې ۵۰ میګاواټه بریښنا تولیدوي، چې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه بلل کېږي.
د طالبانو د بریښنا شرکت مسوولین د برېښنا نشتون په کجکي بند کې د اوبو کموالی بولي. د هلمند برېښنا ریاست کې د مطیع الله په نوم د طالبانو یو کارکوونکی وایي، چې د کجکي بند د اوبو کچه له ۷۰ مترو څخه ۵۰ مترو ته راټیټه شوې، چې له امله یې د بند درې توربینونو څخه یوازې دوه فعال دي او ورسره برېښنا هم کمه شوې ده.
نوموړي وویل: «د کجکي په بند کې د اوبو کچه ډیره ټیټه تللې تقریباً د ۷۰ مترو څخه ۵۰ متره راټیټه شوې چې د دغه له وجې پر هلمند او کندهار برېښنا د پخوا په پرتله کمه شوې ده او ځینې وختونه د تخنیکي ستونزو له امله د شپې بریښنا قطع کېږي چې بیرته په همهغه وخت زموږ د کاري ټېم لخوا ستونزه حل کیږي.»
هغه زیاتوي، چې دوی هڅه کوي د برېښنا وېش په عادلانه توګه ترسره کړي، خو د اوبو کموالي له کبله دوی اړ دي چې پر ځینو سیمو د شپې مهال برېښنا قطع کړي.
د ده په وینا: «موږ هڅه کوو چې هلمند او کندهار ته عادلانه برق ورکړو، خو دا چې اوس په کجکي بند کې اوبه لږ دي نو ټولو سیمو ته پر یوه وخت برق نه شو ورکولای په دغه خاطر ځینې وختونه د هلمند په یو شمیر سیمو باندې د شپې مهال برق قطع کېږي.»
بلخوا د هلمند د کجکي او سنګین ولسوالیو اوسیدونکي وایي، چې زیاتره وخت د شپې او ورځې بریښنا نه لري او د برېښنا شرکت یاده پریکړه غیرعادلانه ګڼي.
د سنګین ولسوالۍ یو اوسیدونکي سیدولي په دې اړه وویل: «موږ نه یوازې د شپې، بلکې ځینې وختونه د ورځې هم برق نه لرو که زموږ سیمې برېښنا نه لري، نو ولې نور ښارونه دې ولري؟ سنګین اوس د پخوا سنګین نه دی اوس لوی ښار ځینې جوړ شوی دلته هم خلک ګرمي په سر اخیستي خلک اوبو او برق ته اړتیا لري.»
که څه هم دغلته د برېښنا شرکت د دې پړیکړې پر خلاف خلکو په ښکاره ډول اعتراضونه نه دي کړي، خو په تکرار ډول یې د شپې مهال په دغه سیمو کې د برېښنا لینونه قطع کړي چې له کبله یې د لښکرګاه او کندهار ښاریان بې برېښنا شوي او ګڼې ستونزې یې جوړې کړي.
د هلمند د برېښنا ریاست یو کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د سنګین او کجکي ولسوالیو کي یو شمیر کسانو د اعتراض په توګه د برېښنا لینونو ته د ځنځيرونو په وسیله شارټي ورکړې، تر څو د شپې مهال پر لښکرګاه او کندهار ښارونو بریښنا قطع کړي.
سرچینې وویل: «څو شپې پرلپسې د هلمند په سنګین او کجکي ولسوالیو کي د برق لینونو ته محلي خلکو شارټي ورکولې چې د شپې به پر لښکرګاه او کندهار برق قطع شو، بیا به په ډیر تکلیف زموږ ټیم هغه ساحې ته تله او هغلته به یې دغه مشکل حلوه چې اکثره وخت به یې د موټرسایکل ځینځیرونه ورغورځولي وو او برق به یې قطع کړی و، طالبانو هم ډیر کوښښ وکړ چې دغه خلک ونیسي خو تر اوسه یې په دغه تړاو هیڅوک نه دي نیولي.»
نوموړی زیاتوي، چې دوی هڅه کوي برېښنا په عادلانه ډول وویشي، خو د اوبو کمښت د دوی لاسونه تړلي دي.
هغه وویل: «موږ هڅه کوو چې برېښنا په عادلانه ډول ووېشو، خو د اوبو کمښت زموږ لاسونه تړلي دي، د کجکي بند د شپې ۳۰ میګاواټه او د ورځې ۵۰ میګاواټه برق تولیدوي، چې د ټولو بسنه نه کوي، خلک باید پوه شي چې د لینونو قطع کول د ستونزې حل نه دی، بلکې نور تخنیکي زیانونه هم رامنځته کوي.»
دغه راز په سویل کې د برېښنا نشتوالي د صنعتي او تولیدي شرکتونو لپاره هم درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د کندهار د صنعتي پارک د پلاستیکي توکو د یوې کارخونې مالک وایي، چې د برېښنا نشتون له امله هره ورځ په لکونو افغانۍ له لاسه ورکوي.
هغه د نوم نه یادولو په شرط وویل: «که برېښنا نه وي، ماشینونه بند دي، کار نه شو کولای خو ډیر کله د تولید په جریان کي برېښنا پرې شي چې د دغه له وجې زموږ خام مواد خرابیږي، او موږ ته په زرګونه زره افغانۍ تاوان رسیږي له بده مرغه دا نو هره ورځ دغسې مشکل سره مخ یو، ځکه د برق د تللو وخت معلوم نه دی.»
په هلمند کې د پنبې د یوې تولیدي کارخونې کارکوونکی نثاراحمد هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وایي، چې د برېښنا د نشتوالي له کبله یې تولید د پخوا په پرتله کم شوی او ډیر وخت یې ماشینونه بند وي.
نوموړي وویل: «زموږ ټول کار په برق دی، دغه عادي جنراټوران زموږ ماشینونه نه شي چلولای بس که برق و زموږ کار روان دی کاریګرو ته معاش ورکوو او که برق نه و ماشینونه بند وي چې اوس اکثره وخت برقونه نشته په دغه خاطر مو د یوې میاشتې څخه ماشینونه بند دي او تولید ولاړ دي.»
دغه راز هلمند او کندهار کې د یو شمیر روغتیايي مرکزونو مسوولین بیا وایي، چې د برېښنا نشتون ناروغانو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې لویې ستونزې جوړې کړي او تر څنګ یې ځینې درمل بغیر له یخچاله نه شي ساتلی.
د لښکرګاه یو روغتون مسوول ډاکټر ناصر خان په دې اړه وویل: «د واکسینونو او درملو ساتنه د یخچال پرته ناممکنه ده، ۲۴ ساعته باید برېښنا ولرو که برېښنا پرې شي، ډير قیمتي درمل چې د مریض لپاره ډير حیاتي دي خرابیږي او د برېښنا پرته د ناروغانو ژوند په خطر کې واقع کېږي.»
که څه هم د برېښنا لپاره د طالبانو مسوولین د برېښنا د تولید کم ظرفیت په کجکي بند کې د اوبو کمښت یادوي، خو ډېری خلک باور لري چې اصلي ستونزه یوازې د اوبو کمښت نه دی، بلکې د مدیریت او د برېښنا د وېش په برخه کې بېنظمي لویه ستونزه ګڼي.
د هلمند یو اوسېدونکی حاجي عبدالسلام وايي: «موږ نه غواړو هر وخت برېښنا ولرو، لږ تر لږه دې یو منظم مهالویش جوړ کړي چې خلک پرې خبر وي، که برېښنا وي یا نه وي، موږ باید مخکې له مخکې پوه شو، نه دا چې ناڅاپي پرې شي.»
همدارنګه د برېښنا د اوسني بحران پر وړاندې ځینې کورنۍ او کاروباري کسان د لمریزې برېښنا ته مخه کړې، خو د یو متوسط کور لپاره د سولر سیسټم لګښت شاوخوا سل زره افغانۍ کېږي، چې د ډېرو لپاره د وس خبره نه ده.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د برېښنایي توکو یو پلورونکی رحمت الله په دې اړه وویل: «خلک د سولر سیستم اخیستلو ته راځي، خو چې قیمتونه وویني، بېرته ګرځي، د یو متوسط کور لپاره لږ تر لږه سل زره افغانۍ اړتیا وي دا چې اوس د خلکو اقتصاد ښه نه دی نو اکثره وخت یې نشي رانیولای.»
پر دې ټولو ستونزو سربېره، د هلمند او کندهار اوسېدونکي د بریښنا د لوړو بیلونو له کبله هم شکایت کوي. دوی وایي، که څه هم په ډېرو ورځو او شپو کې برېښنا نه لري، خو بیا هم د هرې میاشتې په پای کې ورته لوړ بیلونه راځي.
د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکی محمد رفیق وایي: «هره میاشت چې د بریښنا بیل راشي، د کورنۍ د لګښتونو سره یې برابرول ډېر ګران وي، موږ اکثره وخت برېښنا نه لرو، خو بیا هم بیلونه ډېر لوړ راځي، خلک حق لري چې پوښتنه وکړي، ولې د نه موجودې برېښنا بیلونه دومره لوړ راځي.»
د هلمند او کندهار اوسېدونکي وایي، د برېښنا نشتوالي نه یوازې د دوی ورځنی ژوند، بلکې روغتیايي خدمتونه، سوداګري او صنعتي سکتور یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. دوی زیاتوي تر څو چې د اوبو او برېښنا د مدیریت لپاره روښانه او عملي ګامونه وانخیستل شي، ښایي راتلونکی کلونه هم همداسې ناکراره او له ستونزو ډک ژوند تیر کړي.