اطلاعات روز: د خوړو نړيوال پروګرام ويلي دي چې د لوږې د کړکېچ په پراخېدو سره په افغانستان کې نږدې پنځه ميليونه ميندې او ماشومان په خوارځواکۍ سره اخته دي.
د خوړو د نړيوال پروګرام اجرايوي مرستيالې رانیا داکاش چې د کابل په شاوخوا کې یې يو روغتيايي مرکز کتلی، ويلي: «دلته لږ هيلې خو ډېرې غمګينې صحنې ليدل کېږي. نن په افغانستان کې نږدې پنځه ميليونه ميندې او ماشومان د خوارځواکۍ ښکار دي؛ هغه شمېره چې مخینه نه لري.»
د خوړو د نړیوال پروګرام د دې چارواکې په وينا، د خوارځواکۍ د پراخېدو لاملونه د ملګرو ملتونو د مرستو درېدل، سخته وچکالي او د شاوخوا دوه ميليونه کډوالو بېرته ستنېدل دي.
د امريکا له خوا افغانستان ته د مالي مرستو تر پرې کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو پروګرام په دې هېواد کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ شوی دی.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې سلګونه روغتيايي مرکزونه، په ځانګړي ډول د تغذيې ځانګړي مرکزونه د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوي دي.
دا په داسې حال کې چې له ګاونډيو هېوادونو په زیات شمېر کډوال راستنېږي او افغانستان تازه له ورانوونکو طبيعي کړکېچونو سره هم مخ شوی دی.