اطلاعات روز: د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو لپاره د روغتيايي امکاناتو د کموالي او د خلکو د بېځايه کېدو د يادونې تر څنګ په دې سيمو کې د ثانوي کړکېچونو د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې نن (جمعه، ۲۷ د وږي) رسنيو ته لېږل شوی، ويلي دي چې د مېشت ځایونو د ګڼې ګوڼې او د ناپاکو اوبو له امله د حاد تنفسي عفونتونو او د نس ناستې (اسهالي) ناروغيو کچه لوړه شوې، په داسې حال کې چې ملاريا او شري لا هم فعال ګواښونه ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، ښځې او نجونې په ګڼ مېشتو کمپونو کې له زياتو امنيتي خطرونو سره مخ دي چې په کې د ناامنه تګ-راتګ او د خوندي ځای د کموالي ستونزې شاملې دي.
د روغتیا نړيوال سازمان ويلي چې د ژمي په رانږدې کېدو هغه کورنۍ چې په لرو پرتو او غرنیو سيمو کې د تودوخې له وسايلو پرته ژوند کوي، له زیات خطر سره مخ دي.
شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې، يوې وژونکې زلزلې د افغانستان ختيځ ولړزاوه. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې پېښه کې تنها په کونړ کې نږدې دوه زره کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې هغه څه چې د يوه حاد بيړني حالت په توګه پيل شوي وو، اوس د بېځايه کېدو په يوه کړکېچ بدل شوي او کورنۍ په لنډمهالو مېشت ځایونو کې له زياتېدونکو روغتيايي خطرونو سره مخامخ دي.
د دې سازمان په وينا، د زرګونو کورنیو لپاره چې د پرلپسې زلزلو او د ناخوندي ودانيو له امله خپلو کورونو ته د ستنېدو توان نه لري، شپږ د مېشتېدو ځایونه جوړ شوي دي.
روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې نږدې نيم ميليون کسان په زلزلهځپلو سيمو کې بېړنيو روغتيايي مرستو ته اړتيا لري.
د دې سازمان په وينا، د زلزلې پاتې شوي او سخت ژوبل کسان تر پېښې وروسته ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې پراخه رواني–ټولنيزه ګډوډي هم شته.
د روغتیا نړيوال سازمان ويلي چې د راتلونکو شپږو مياشتو پر مهال د مرستې رسونې لپاره تر ۶.۹ ميليونه ډالرو ډېرو پيسو ته اړتيا لري.