close

هلمند کې د کور نفقې پسې سرګردانه بې سرپرسته میرمنې

د لښکرګاه ښار په سخته ګرمي کې یوه د منځنۍ عمر میرمن له خپلو ماشومانو سره د سړک غاړې ته په دې تمه ناسته ده، ترڅو تیریدونکي کسان د خیرات په نوم څو افغانۍ ورکړي. د هغې مخې ته چې په یوه زوړ لوښي کې څو افغانۍ پرتې دي، له ټیټ غږ یې اورېدل کېږي؛ «خیر او خیرات وکړئ، یتیمان مې را تر غاړې دي د ماښام د ډوډۍ وس نه لرو». دا یوازې د یوې ښځې کیسه نه ده، بلکې دغلته د ډېرو بې‌وزلو ښځو او نجونو ګډ فریاد دی، چې د طالبانو د محدودیتونو له کبله دې حال ته رسیدلې دي.

په دې وروستیو کې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په کوڅو، بازارونو او جوماتونو کې د دغسې ښځو شمېر په څرګند ډول ډېر شوی او دا ښځې، چې زیاتره یې د خپلو کورونو سرپرستانې دي، د سختو اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او د طالبانو له لوري پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو له امله اړې شوي، څو د خپلو کورنیو د ساتنې لپاره له خلکو مرسته وغواړي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکې او د پنځو ماشومانو مور ۳۵ کلنه زرمینه چې په ښار کې خیرات ټولوي، وایي چې نه طالبان او نه داسې څوک لري چې مرسته ورسره وکړي، نو له همدې کبله مجبوره ده له خلکو خیرات ټول او خپل ماشومان پرې وساتي.

نوموړې وویل: «زما خاوند درې کاله کېږي په ایران کي بندي دی، په کور کي بل د کار او روزګار څوک نه لرم، د ماښام په ډوډۍ مو وس نه رسیږي پنځه تنه عیال راترغاړې دی بل کار نشته، دولت زموږ سره مرسته نه کوي مجبوره یم خلکو ته لاس وغځوم چې عیال ته مې یو نفقه پیدا کړم.»

زرمینه یوازینۍ ښځه نه ده، چې د خپل ژوند ترخې کیسې شریکوي، بلکې په لښکرګاه کې په سلګونو ښځې د ناچارۍ له امله فقر ته اړې شوي او اوس هم د شپې د لسو بجو پر مهال، د ښار د هوټلونو مخې ته د ښځو، ځوانو نجونو او ماشومانو ګڼې ډلې لیدل کېږي، چې د سخت غربت له امله تر ناوخته له خلکو خیرات غواړي.

۲۸ کلنه فرشته چې د معیوبه پلار او کورنۍ سرپرستي ور ترغاړي ده، د خپلې ناچارۍ کیسه داسې کوي: «په کور کې یو سپین ږیری پلار او سپین سرې مور لرم، ورونه مې کوچنیان دي کار نه شي کولای، کور مو په کرایه دی په ښار کې بل کار هم نشته د شپې تر ناوخته دغلته د خپل ورونو سره  خیرات ټولوم چې د ماښام خوراکه او د کور کرایه پیدا کړو.»

نوموړې دغه راز په هلمند کې د ښځو د روان وضعیت په اړه هم اندیښمنه ده او وایي، چې د ښځو لپاره د کار او زده کړو زمینه نشته او د لوږې سره مخ کیدونکې ښځې یوازې په ښارونو کې له خلکو خیرات غوښتلای شي. 

فرشته زیاتوي، که حرفوی زده کړو زمینه ورته برابره شي غواړي خیاطي زده او خپل شخصي کاروبار ولري. 

هغې وویل: «غوښتل مې چې د خیاطۍ یا لاسي صنایعو زده‌کړې وکړم، خو په هلمند کې هیڅ زمینه نشته، که موږ ته د کار موقع برابره شي، زه به هیڅکله د خلکو څخه خیرات و نغواړم، خو د کور د کرایې او ماشومانو د ډوډۍ لپاره بله لار نه ده پاتې.»

په لښکرګاه ښار کې بې سرپرسته میرمنې سرو غرمو کې په دې تمه ناستې وي ترڅو خلک ورسره مرسته وکړي

د لښکرګاه ښار د مهاجرو سیمې اوسیدونکې ۳۴ کلنه زرغونه چې خیرات غوښتلو ته مجبوره شوې هم وایي، خیاطي کولای شي خو وسایل نه لري تر څو د خلکو جامې وګڼدي.

نوموړې وویل: «زه په کور کې د ګنډلو لږ تجربه لرم، خو نه ماشین لرم، نه څوک په دغه برخه کی زموږ سره مرسته کوي، که موږ ته د کار فرصت پیدا شي، هېڅکله به خلکو ته د فقر لاس اوږد نه کړو.»

د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونو د دوی اقتصادي وړتیاوې کمزورې کړي او ډېری ښځې، چې پخوا یې د کورنۍ د ملاتړ لپاره کار کاوه، اوس فقر غوښتلو ته اړمنې شوې دي.

لښکرګاه ښار کې دوکان پر دوکان ګرځېدونکې فقر غوښتونکې بوډۍ میرمن چې په ښار کې په مامورې مشهوره ده، وایي د طالبانو تر راتګ وړاندې په یوه ښوونځي کې ملازمه وه، خو اوس یې ژوند سخت او د ناچارۍ څخه له خلکو خیرات غواړي.

هغې وویل: «زه مخکې د نجونو په مکتب کې ملازمه وم، کله چې طالبان راغلل بېکاره شوم یو څه وخت مې په کورونو کې د خلکو کالي مینځل، اوس هغه مزدوري هم نشته مجبوره یم په ښار کې وګرځم د خلکو څخه خیرات وغواړم، خو اوس د خلکو زړونه هم کلک شوي تر ماښامه یوازې ۵۰ افغانۍ پیدا کولای شم څوک مرسته نه راسره کوي اکثره وخت دغسې ناهیلې کورته ولاړه م.»

په همدې حال کې بیا د سوالګرو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو او د مرستې په نوم د دوی ټولولو د ښځینه سوالګرو شمیر کم کړی نه دی او د دې ډلې دا ډول سیاستونه د فقر د بنسټیزو لاملونو په له منځه وړلو کې بریالي نه دي تمام شوي او لا هم ګڼې ښځې د بې وزلۍ له امله د ښارونو په سړکونو او کوڅو کې خیرات غواړي.

لښکرګاه کې نیول شوې سوالګري شکایت کوي، چې طالبان د مرستې کولو په نوم نیسي او او زندان ته یې اچوي او بیا ورسره یوه افغانۍ مرسته هم نه کوي.

فاطمه چې طالبانو د خیرات غوښتلو له امله نیولې او زنداني کړې، وایي چې د خپلو ماشومانو د ساتلو لپاره اړه ده له خلکو خیرات وغواړي، خو طالبانو بیا ورته ویلي چې د نامحرمو څخه دې خیرات نه غواړي.

نوموړې خپله کیسه داسې کوي: «ما یوه هفته په زندان کې تېره کړه، طالبانو ویل چې ولې د نامحرمو خلکو څخه خیرات غواړې، خو زه کور کې کوچني یتیمان لرم، د کار څوک نه لرم، چې پیسې راته وګټي، مجبوره یم خیرات وغواړم، طالبانو یوه هفته بندي کړم، زما ماشومان په کور کې وږې تږي پاتې وو، دغومره څوک نه وو چې هغوی خبر کړي چې زه طالبانو بندي کړې یم، دا کومه مسلماني ده؟ څو وارې یې زموږ نومونه لیکلي، چې مرسته درسره کوو، موږ پر کور کینستلو خو یوه خاشه قدر مرسته یې نه ده کړې، اوس موږ مجبوره شولو چې خیرات ټول کړو، د دغه خیرات ټولو څخه بله لاره موږ ته نه ده پاتې.»

د لښکرګاه ښاریان وایي، چې په دغه ښار کې د شپې تر ناوخته ښځې او ماشومان ګرځي او له خلکو سوال کوي

بلخوا د لښکرګاه ښار اوسېدونکي او دوکانداران هم شته وضعیت اندېښن کړي او وایي، چې له یوې خوا د دوی خپله توکي نه پلورل کېږي، خو بلخوا بیا ورته سوالګرو ښځو د مجبورۍ لاس نیولی وي.

محمد ظاهر، چې د لښکرګاه ښار په مرکزي بازار کې دوکان لري په دې اړه یې وویل: «فقر بیخي ډیر شوی، د شپې تر ناوخته ښځې او ماشومان دوکان ته راځي د خلکو څخه پیسې غواړي، زموږ خپله سوداوې نشته نو ډېره مرسته نشو ورسره کولای، بس خپل وس ورسره کوو، خو دغه حالت ډیر دردونکی دی په دې کې پیغلې نجوني هم شته چې د شپې تر ناوخته د ښار پر سړکونو ګرځي خلک بد او رد ورته وایي.»

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو څو میاشتې وړاندې د ښار له کوڅو څخه ښځينه سوالګرې ټولې او زنداني کړې چې تر یو څه وخت پورې یې شمیر کم شوی و، خو په وینا یې چې په دې ورستیو کې یو ځل بیا د ښځينه سوالګرو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او له خلکو خیرات غواړي.

د ده په خبره، چې غربت په زنداني کولو نه بلکې اړمنو ښځو ته د کاري فرصتونو په برابرولو ورکیدلای شي.

دغه راز هلمند کې مدني فعالان وایي، چې د ښځینه سوالګرو زیاتوالی یوازې اقتصادي ستونزه نه ده، بلکې ټولنیز او اخلاقي اړخونه هم لري.

لښکرګاه ښار کې یو تن مدني فعال چې نه غواړي نوم یې خپور شي اطلاعات روز ته وویل: «کله چې ښځې او ځوانې نجونې د فقر غوښتلو ته اړې شي، د هغوی امنیت، عزت او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کېږي. په اوسني وضعیت کې خلک د دې ښځو له مجبوریتونو ناوړه استفاده کوي، موږ وینو هره ورځ ځوانې نجونې له خلکو خیرات غواړي او هغوی ډیر بد او رد ورته وایي خلک د ښځو د دې بې وسۍ څخه ډیره ناوړه ګټه اخلي.»

مدني فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین خبرداری ورکوي، که د ښځو لپاره د کار او زده‌کړې فرصتونه رامنځته نه شي، د فقر غوښتونکو ښځو شمېر به نور هم ډېر شي.