close

سږ کال کندهار کې د انځرو حاصلات زیات، خو د بازار نشت د بڼوالو هیلې خاورې کړي

له کندهاره چې هر کال سلګونه ټنه انځر نورو هیوادونو ته صادریدل، سږ کال یې د صادراتو کچه په بېساري ډول راټیټه شوې او هغه بزګران چې خپلې هیلې یې په سږني حاصل پورې تړلې وې، د بهرني بازار د نشتوالي له امله له مالي ستونزو او ناهیلۍ سره مخ دي.

د دغه ولایت د شاولیکوټ، مېانیشین، نېش، خاکرېز، پنجوایي، ډنډ، ارغنداب او دامان ولسوالیو په شاوخوا ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انځرو باغونه شتون لري، چې هر کال ترې سلګونه ټنه حاصل راټولیږي. دغه حاصلات د وچېدو وروسته زیاتره بهرنیو بازارونو ته وړل کېدل، خو سږ کال د صادراتو کمښت د باغ لرونکو ترڅنګ لسګونو هغو کارګرو ته هم سخت زیان اړولی چې د ورځني مزد له لارې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسیدونکی ۵۱ کلن محمد اشرف وایي، چې سږ کال یې ټولې هیلې له انځرو سره تړلې وې، خو د بهرني بازار د نشتوالي له امله یې ارمانونه خاورې شوي دي. د ده په خبره، غوښتل یې د حاصلاتو له عوایدو د ځان او مېرمنې درملنه وکړي او د زوی د واده لګښتونه هم پوره کړي، خو د انځرو د بیو ټیټوالي له کبله دا ټولې هیلې نیمګړې پاتې شوې.

محمد اشرف زیاتوي، سږ کال د وچو انځرو د حاصلاتو کچه د تېر په پرتله زیاته ده، خو په ورته وخت کې د صادراتو نشتوالي بازارونه په ټپه درولي دي. د ده په وینا، د یو من (۴.۵ کیلو) وچو انځرو بیه چې تېر کال نږدې ۳۵۰۰ افغانیو وه، سږکال د حاصلاتو د ډېرښت او بازار د نشت له کبله تر ۱۰۰۰ افغانیو راټیټه شوې ده.

هغه وايي، سږ کال تر دې دمه د کندهار انځر پاکستان، هند او نورو اسیایي هېوادونو ته نه دي صادر شوي، په داسې حال کې چې تېر کال د همدې موسم تر نیمایي پورې شاوخوا ۵۰ سلنه حاصل بهرنیو بازارونو ته وړل شوی وو.

دغه بڼوال وویل: «دغه ته انتظار وو چې سږ کال انځر راټول کړو وچ یې کړو باره زه تلم پاکستان ته د دوا لپاره او کور والا مې عملیات کول هغه د پښتورګو ناجوړي لري، هغه د خپلې ناجوړۍ څخه بیخي په تکلیف ده، بل د زوی ولور مو ادا کړی و، ما ویل سږ کال چې مو انځرو ټول کړل واده به ورته وکړو دا څلور کاله کېږي کوزده مو ورته کړې بې واده ګرځي، هغه یو وار د انځرو بازار ولوېد، یو من انځر د ۳۵۰۰ افغانیو څخه راغلل ۱۰۰۰ یا ۹۰۰ افغانیو ته چې موږ خپل د جېبه لا پکې باقي شوو، اوس په ځان پسې حیران پاتې یو، دولت باید بازار ورته پیدا کړي چې بهر ته صادر شي.»

سږ کال له کندهار څخه په ډیر کمه اندازه انځر بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي

د شاولیکوټ بل بڼوال ۳۶ کلن علي احمد بیا وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د انځرو حاصلات زیات خو بازار یې پیکه دی.

نوموړی زیاتوي، چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ د کندهار څخه د انځرو او نورو مېوو پر حاصلاتو مستقمې او منفي اغېزې کړي، چې په خبره یې د هند هیواد د واګا بندر د بندښت له کبله د کندهار د انځرو باغدارانو او سوداګرو په میلیونونو ډالرو زیان لیدلی او د انځرو بیې په بېساري توګه راټیټې شوې دي.

د ده په وینا، چې تر دې مخکې زیات شمېر بڼوالو خپلې هیلې د انځرو له حاصلاتو او بازار سره تړلې وې، خو په خبره یې چې هغه ټولې هیلې یې اوس مړې شوي.

علي احمد وویل: «دلته بزګران او زمینداران بل عاید نه لري، نو چې هر ډول ضرورت او ناجوړي ولري د انځرو حاصلاتو ته یې معطله کوي، هغه چې ګورې د انځرو بیه هم را ښکته شوه، په باغو کې انځر وچ شوي، څوک نشته چې راڅخه وې پلوري، پخوا دلته تجاران پسې راتلل او انځر یې راڅخه رانیول اوس یې هلته مارکېټ ته موږ پسې ور وړو، خو نخرې لا دوی راباندې کوي، یو وایي، د واګا بندر بند دی نه یې رانیسم، بل راته وایي، انځر ارزانه شوي ته یې ګران خرڅوې، هر یو خبرې راته کوي، خو رانیسي یې نه، بیخي ورته مایوسه شوي یو.»

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې باغدارانو او سوداګرو سره د انځرو د بهرني بازار د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي او سوداګریزې اړیکې دې پراخه کړي.

د کندهار انځر د ځانګړي خوند او رنګ له امله په نړیوالو بازارنو کې زیات مینه وال لري، خو د لارو د بندیدو له کبله دغه انځر په کور پاتې دي او دې چارې سوداګر او بڼوال اندیښمن کړي دي

ورته مهال کندهار کې د انځرو سوداګر محمد غوث وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د انځرو حاصلات زیات، خو د بهرني بازار تقاضا کمه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د کندهار د وچو انځرو لومړنی مارکېټ هند ګنل کېږي، خو هغه هم د افغان صادراتو پر مخ بند دی او د خلاصون لپاره یې د افغانستان د تازه او وچې مېوې د سوداکرو او طالبانو هڅې ناکامه دي.

هغه وویل: «څو ځله د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو هیئت هند او پاکستان ته سفر کړی چې د واکا بندر د خلاصېدو په اړه معلومات وکړي، خو هیڅ ګټه یې نه ده ورکړې، دلته د انځرو سېزن پر تېرېدو دی بیا چې زاړه شي یا وخت پرې تېر شي تر دې یې هم بیه ښکته کېږي، یوازې انځر نه د ټولو شیان پرمخ د هند بازار بند دی، موږ اوس هیڅ مارکېټ ته لاسرسی نه لرو.»

په دې ولایت کې د انځرو یو بل سوداګر آغا لالی بیا وایي، چې د تېر په پرتله د انځرو کاروبار نږدې ۶۰ سلنه لوېدلی او د سوداکرو ترڅنګ یې باغ لرونکو ته هم زیان رسولی دی.

د دغه سوداګر په وینا، کندهار کې د انځرو د بازار سقوط ښایي د زیاتې مودې لپاره د کرنې او سوداکرۍ پر سکټور منفي اغېزې ولري.

نوموړي وویل: «زموږ د انځرو مارکېټ هم دغسې لوېدلی دی، طالبان باید د هند د حکومت سره کیني، دا موضوع یوازې د دوی په حکومتونو حل کېږي، که دا موضوع ژر تر ژره حال نه شي د هند سوداګر د ځان لپاره بدیلي لارې پیدا کوي، بیا مجبوره کېږو چې د انځرو کاروبار بیخي پرېږدو، اوس هر کال هند ته د میلیونو ډالرو انځر صادرېږي اوس دغه کاروبار سقوط شوی.»

د کندهار د شمالي ولسوالیو د اوسېدونکو اقتصادي تکیه تر ډیره د انځرو پر حاصلاتو ده

په همدې حال کې کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولان وایي، چې یاد ولایت کې پر ۱۵زره جریبه ځمکه د انځرو باغونه شتون لري چې ترې هر کال شاوخوا ۱۱۰۰۰۰ ټنه حاصل ترلاسه کېږي.

د کرنې د مسوولانو په وینا، چې دا باغونه د کندهار په شاولیکوټ، مېانیشین، نېش، خاکرېز، پنجوایي، ډنډ، ارغنداب او دامان ولسوالیو کې شتون لري او له قوله یې چې د دغو ولسوالیو د زیاتو اوسېدونکو تکیه پر همدې باغدارۍ ده.

دوی وایي، چې روان کال کې د کندهار انځر لږ اندازه پاکستان، هند او سعودي عربستان ته صادر شوي، خو په وینا یې چې د کال تر پایه یې د صادراتو د زیاتوالي احتمال شتون لري. دا په داسي حال کې ده، چې تېر کال له کندهار څخه ۲۸ زره ټنه وچ انځر چې ارزښت یې ۱۵۷ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیده بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي، خو سږ کال تر دې دمه یوازې د درې میلیونه ډالرو په ارزښت وچ انځر صادر شوي دي.