close

د فقر او رواني فشارونو انعکاس؛ کندهار کې د جرمونو او ځان وژنو کچه لوړه شوې

که څه هم طالبان د واک ترلاسه کولو وروسته په ټول هېواد کې د خپلې څلور کلنې واکمنۍ یو لوی لاسته راوړنه د امنیت ټینګښت بولي، خو د اقتصادي ستونزو ډېرښت، بېکاري، د عوایدو کموالی، د ورځنیو اړتیاوو د لوړو بیو فشارونه، محدودیتونه او د قانون د حاکمیت کمزورتیا هغه مهم عوامل دي چې د جنايي او ځان وژنو پیښو ګراف یې لوړ کړی دی.

په همدې لړ کې سویلي ولایتونه او په ځانګړي ډول کندهار، چې د طالبانو د واکمنۍ مرکز ګڼل کېږي، هم له دې ستونزې خوندي نه دی او د دې ولایت د ښار له ګڼ مېشتو کوڅو نیولې تر لېرې پرتو ولسوالیو پورې، هره ورځ بېلابېل جنايي جرمونه ترسره کېږي، چې د خلکو پر ورځني ژوند یې منفي اغېزې کړې دي.

په دغو جنايي جرمونو کې وسله‌والې غلاوې، د خلکو وهل ټکول، د موټرو تښتونې، انسان‌تښتونې او وژنې شاملې دي او ترڅنګ یې د کورنیو ترمنځ د شخړو پېښې هم زیاتې شوي، چې ډېری یې په وسله‌والو نښتو بدلېږي او مرګ ژوبلې هم له ځان سره لري.

د اطلاعات روز له لوري د راټولو شویو شمیرو له مخې په یوه اونۍ کې ۱۶ کسان یوازې په کندهار کې ورک شوي، چې له ډلې یې يې ډير شمير پیدا شوي، ځينې یې وژل شوي او یو شمیر یې بیا انسان تښتوونکو د پیسو په بدل کې بیرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د کندهار عام اوسيدونکي وايي، چې سره له دې چې طالبان په ښکاره د امنیت د ټینګښت خبره کوي، خو د اقتصادي ستونزو او د عدالت د نه تطبیق له امله جنايي پېښې په پراخېدو دي.

 د کندهار اوسېدونکي محمدويس وايي، چې نه یوازې د شپې مهال، بلکې د ورځې په رڼا کې هم د ښار په کوڅو کې د وسله والو ډلو له لوري د تاوتریخوالي ډکې پېښې ترسره کېږي، چې د خلکو پر ورځني ژوند یې منفي اغېزې کړې دي.

نوموړی زیاتوي، چې له یوې خوا طالبان سوداګرو او نور عامو خلکو  ته اجازه نه ورکوي چې خپل امنيت خپله وساتي، خو له بلې خوا بیا خپله طالبان دومره توان نه لري چې د خلکو د امنيت ساتلو کې خپل مسووليت ادا کړي.

نوموړي وویل: «په دې ورستۍ اوونۍ کې جنايي پيښې، غلاوې او شکونئ بيحده زياتې شوي، وسله وال غله د خلکو کورونو او دوکانونو ته ورځي او هلته قیمتي شيان د وسلو په زور اخلي موږ د طالبانو د مسوولينو څخه غوښتنه کوو چې جدي پاملرنه وکړي.»

د کندهار ښار د شپږمې ناحيې اوسيدونکی عطاالله چې دوې مياشتي مخکي يې غلو يو ورور تښتولی و او وروسته يې ورته د ۳۰۰ زره افغانيو په بدل کې خوشې کړ، وايي له دې ويرې چې انسان تښتونکي يې ورور ته زيان ونه  رسوي په پټه خوله يې ورته پيسې ورکړي او  هغوی يې ورور خوشې کړی دی.

د هغه په څيره کې چې مايوسي له ورایه ښکاري، وايي فزيکي امنيت شته خو اقتصادي ستونزو اصلي امنيت له منځه وړی او هره شيبه دا ويره شته چې يو پيښه به وشي.

نوموړي وویل: «شاوخوا دوه میاشتې مخکې غلو زما ورور تښتولی و، او وروسته یې د ۳۰۰ زره افغانیو په بدل کې خوشې کړ. د دې لپاره چې انسان تښتوونکي زما ورور ته زیان ونه رسوي، ما په پټه خوله پیسې ورکړې او هغوی هغه خوشې کړ.»

د کندهار ښاریان وایي، چې کندهار کې د طالبانو پولیس د مجرمینو په نیول کې پاتې راغلي او ښاریان د پخوا په څیر ارام ژوند نه لري

دغه راز د هیواد د نورو ولایتونو سربیره په کندهار کې هم د ځان وژنې پیښې زیاتې شوي او تر ډیره دغه ځان وژنې د ذهني ناروغيو، بې‌کاريو، اقتصادي، کورنیو او ټولنیزو ستونزو څخه سرچینه اخلي.

د اطلاعات روز له لوري د راټولو شویو شمیرو له مخې، د روان ۲۰۲۵ کال د جون مياشتې له پیل څخه د همدغه کال د اکسټ مياشتې تر ۳۱ نېټې پورې په کندهار کې ۹ کسانو ځان وژنې کړې دي.

په سویلي حوزه کې یوې سرچینې چې د ځان وژنو او جنایي جرمونو ارقام راټولوي اطلاعات روز ته وویل، چې د ځان وژنو دغه ټولي پيښې د اقتصادي ستونزو له امله شوي دي.

د سرچینې په وینا: «په تېرو ۳ مياشتو کې چې زموږ سره تاييد شوي کوم ارقام دي، شمير يې په کندهار کې ۹ تنو ته په زابل کې ۲ تنه او په ارزګان ولايت کې ۳ تنه دي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې ځان وژنې کړي، په دغه کسانو کې ځوانان او د پاخه عمر لرونکي خلک شامل دي.»

همدارنګه کندهار کې یو شمېر مدني فعالان په وروستیو کې د جنايي پېښو له ډېرېدو شکایت کوي او وايي، تر هغه چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته پاملرنه ونه شي، کاري فرصتونه رامنځته نه‌ شي او د ښار په کچه د خوراکي توکو بیې کنټرول نه شي، وېره شته چې د جنايي جرمونو کچه به ورځ تر بلې لوړه شي.

په دې ولایت کې یو تن مدني فعال، چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې نه دی یاد شوی په دې اړه وویل: «په تېرو پنځو میاشتو کې د جنايي پېښو کچه په کندهار کې نږدې ۳۰ سلنه لوړه شوې ده د دې لوی لامل اقتصادي فشارونه او د کار نشتوالی دی خلک د بېوزلۍ له امله د جرمونو پر لور هڅول کېږي او دا د ټولنې لپاره خورا خطرناک وضعیت دی.»

دی زیاتوي چې د ټول ولایت په کچه داسې هېڅ خوندي ځای نشته چې د جنايي پېښو، غلاوو او نورو ورته ستونزو له ګواښ څخه خوندي پاتې وي.

 د ده په وینا: «که د خلکو د ژوند اقتصادي ستونزې حل نه شي او د بېکارۍ لپاره جدي تدابیر ونه‌نیول شي، تمه مه کوئ چې د جنايي جرمونو ګراف ټیټ شي، بلکې برعکس لا به هم لوړېږي.»

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د حبیب الله په نوم  ۵۶ کلن سړی چې يوه نيمه مياشت مخکي يې د کور مخته وسله والو غلو يو ۲۶ کلن زوی وژلی اوبیا يې موټر سايکل ورڅخه تښولی وايي، چې د طالبانو  امنيتي ادارو ورسره ژمنه وکړه چې د هغه د زوی قاتلين پیداکوي، خو زياتوي د ۶ مياشتو تيرېدو سره لا هم د هغه د زوی قاتلين نه دي پیدا شوي.

نوموړي وویل: « زما ۲۶ کلن زوی یې د کور مخې ته وواژه او بیا یې موټر سایکل هم ورڅخه یووړ، طالبانو امنیتي ادارو راته ژمنه وکړه چې د زوی قاتلان به پیدا کړي، خو شپږ میاشتې تېرې شوې او تر اوسه یې قاتلان نه دي نیول شوي.»

په کندهار کې د ځان وژنو اصلي لامل اقتصادي ستونزې په ګوته شوې دي

خو، په کندهار کې طالب چارواکي پر ځای د دې چې د خلکو امنیت ټینګ کړي او بوختیاوې ورته پیداکړي خبريالانو، رسنيو او د ټولنيزو رسنيو پر کاروونکو بنديزونه لګولي چې د ځان وژنو او د جنايي پيښو خبرونه دې نه خپروي.

طالبانو ويلي، دغه ډول خبرونو خپريدو ته ځکه اجازه نه ورکوي چې نور خلک بیا د رامنځته شوو پيښو تقليد کوي او دغه ډول پيښې لا ډيريږي.

د طالبانو د حکومتولۍ په تېرو څلورو کلونو کې د نړیوالو بندیزونو، د مرستو د بندېدو او خپله د طالبانو د بې شمیره محدودیتونو امله، د افغانستان اقتصاد له سختو بحرانونو سره مخ شوی دی. کندهار چې د هېواد یو سوداګریز او کرنیز مرکز بلل کېږي، هم د همدې بحرانونو تر اغېز لاندې راغلی او خلک یې له اقتصادي اړخه سخت ځپل شوي او له همدې کبله جنایي جرمونه او د ځان وژنو پيښې زیاتې شوې دي.