close

یرغمل نیونه او باګرام؛ د طالبانو او امریکا پېچلې اړیکې

خالد محمدي

د امریکا متحده ایالات د طالبانو له بند څخه د هغو امریکایانو د خلاصون هڅې کوي چې طالبانو یرغمل نیولي دي. په همدې تړاو د بندیانو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي  ادم بولر په مشرۍ یو پلاوی د امریکا د سولې د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ملتیا د شنبې په ورځ (۲۲ د وږي) کابل ته ورسید. تر دې سفر څلور ورځې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د باګرام هوايي اډې د کنټرول د بیا اخیستو او په دې اډه کې د امریکا د پوځي حضور پر دوام ټینګار وکړ.

د امریکایي یرغملو د خوشې کولو او باګرام ته د بیرته ستنېدنې د موضوعاتو تر څنګ یو لړ نور مسایل لکه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د امریکا د ګټو د خوندي کولو څرنګوالی او د هغو ډلو پر وړاندې مبارزه ده چې د امریکا لپاره ګواښ ګڼل کېږي، د طالبانو له غوښتنو سره په ټکر کې دي. د طالبانو غوښتنې د دوی د حکومت په رسميت پېژندل، د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا، د بندیزونو لېرې کېدل، د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو ازادېدل او د اقتصادي مرستو ترلاسه کول دي.

غیر رسمي خو معنادار

زلمی خلیلزاد په رسمي لباس کې او په خندانه څېره د ارګ یو تالار ته ننووت او د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر یې په غیږ کې ونیوه. ورپسې ادم بولر په یوه بېل او غیر رسمي لباس کې راغی. بولر توره دریشي پر تن، خولۍ یې په سر وه او د امریکا د بیرغ لوګو لرونکی خړ واسکټ یې اغوستی و. نوموړي په دې خاطر داسې جامه اغوستې وه تر څو له طالبانو سره د امریکا د مستقیمو او رسمي خبرو برداشت رامنځته نه شي. دې لیدنې ځانګړې مانا درلوده ځکه چې تر څلورو کلونو وروسته یو ځل بیا امریکایي پلاوي له ملا عبدالغني برادر سره په مستقیم ډول لیدل. برادر هماغه څوک دی چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې د طالبانو له لوري د دوحې تړون له زلمي خلیلزاد سره لاسلیک کړ.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل تر سقوط وروسته برادر هیله لرله چې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا په توګه وګمارل شي، خو د حقاني شبکې د مشر سراج‌الدین حقاني مخالفت او له امریکا سره د برادر د اړیکو له کبله د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده بدګومانۍ د دې مخه ونیوله او په پای کې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په توګه وګمارل شو.

له دې سره-سره، برادر لا هم د امریکایي چارواکو لپاره یو مهم کس دی. ټایم مجلې په ۲۰۲۱ کال کې هغه د نړۍ د سلو اغېزناکو څېرو په ډله کې شامل کړی و. دې امریکایي پلاوي په خپل دې وروستي سفر کې د ملا برادر تر څنګ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر په اعلامیه کې راغلي چې ملا برادر له امریکا غوښتي چې د تقابل پر ځای پر تعامل تمرکز وکړي. په دې اعلامیه کې د ادم بولر له خولې ویل شوي: «امریکا او افغانستان د دوحې تړون ښه پلی کړی او هیڅ لوري له دې تړون څخه سرغړونه نه ده کړې.

ده په افغانستان کې شوي اقتصادي پرمختګونه وستایل او د امریکا او افغانستان ترمنځ د لا زیاتو اړیکو او تعامل پر پراختیا یې ټینګار وکړ.»

همدارنګه په دې اعلامیه کې ویل شوي چې ادم بولر د طالبانو او امریکا تر منځ د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده. که څه هم امریکایي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي، خو د امریکا په سیاسي کړیو کې د ملا عبدالغني برادر د ځانګړي ارزښت له امله د دې سفر اصلي تمرکز له هغه سره پر لیدنه و، څو پر طالبانو د امریکایي بندیانو د خوشې کولو لپاره زیات فشار واچول شي او د واشنګټن غوښتنې له یوه لوړپوړي طالب چارواکي سره شریکې شي.

د جمهوریت تر سقوط وروسته د ملا برادر او امریکایي پلاوي لومړنۍ لیدنه/ طالبان

د ملا برادر او امریکا د اړیکو ریښه

د طالبانو حکومت څو ځله لېوالتیا څرګنده کړې چې له متحده ایالاتو سره اړیکې او تعامل پراخ کړي او د بېلابېلو مناسبتونو پر مهال یې له واشنګټنه غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د طالبانو د مشرانو په منځ کې هم له امریکایي چارواکو سره لیدل د سیاسي ځواک د څرګندولو یوه بڼه ګڼل کېږي. هغوی د دې لیدنو انځورونه او ویدیوګانې خپروي څو وښيي چې د افغانستان په تړاو په پرېکړو کې مهم رول لري او له امریکا سره د دوی د اړیکو چینلونه فعال دي. دا چلند د جمهوري نظام د دورې یاد تازه کوي؛ هغه مهال هم د افغانستان چارواکو او سیاستوالو له امریکایي چارواکو سره د لیدنو انځورونه پر ټولنیزو رسنیو خپرول او خپل سیاسي اغېز یې څرګنداوه او ان ځینو د خپلو سیاسي سیالانو د ګواښلو لپاره د امریکا له نوم او ځواکه ګټه اخیسته. د ادم بولر په مشرۍ د وروستي امریکایي پلاوي تر لیدنې وروسته د ملا برادر پلویانو هم د دې مجلس انځورونه او ویډیوګانې په پراخه کچه پر ټولنیزو رسنیو خپرې کړې.

د ملا عبدالغني برادر او امریکا متحده ایالاتو اړیکه وروسته له هغه پيل شوه چې نوموړی د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په میاشت کې د پاکستان له زندانه خوشې شو. تر ازادېدو وروسته هغه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوول وټاکل شو او له امریکا سره یې د دې ډلې د خبرو مشري پر غاړه واخیسته. د دې خبرو پر مهال ملا برادر هڅه کوله خپل منځلاری تصویر وړاندې کړي او داسې ښکاره کړي چې طالبان له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره تیار دي. دا بهیر اخر د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د ده او زلمي خلیلزاد ترمنځ د دوحې د تړون په لاسلیکولو سره پای ته ورسېد؛ البته دې تړون د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو لاره هواره کړه.

ملا عبدالغني برادر د طالبانو له اصلي بنسټ‌ ایښوونکو څخه دی چې په ۱۹۹۴ کال کې یې د طالبانو د لومړي مشر ملا محمد عمر سره یو ځای د افغانستان په سویل کې دا ډله رامنځته کړه. نوموړي له هماغه پیله د طالبانو په سیاسي او پوځي جوړښت کې محوري رول درلود او د ملا عمر نږدې ملګری ګڼل کېده. د ۲۰۰۱ کال د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د برید پر مهال ملا برادر د طالبانو د دفاع وزیر ملا عبیدالله اخوند مرستیال و او وروسته د ډلې په جوړښت کې د ملا عمر تر مرستیالۍ ورسېد.

تر ۲۰۰۱ کال د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته برادر د دې ډلې د جوړښت په بیا منظمولو کې مهم رول ولوباوه. هغه د «کویټې شورا» جوړه کړه؛ هغه ارګان چې د طالبانو د بغاوتونو د تنظیم او د جمهوري حکومت او بهرنیو ځواکونو پر خلاف د بریدونو د همغږۍ په اصلي مرکز بدل شو.

په ۲۰۱۰ کال کې ملا برادر د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو. مګر طالبانو د ده په نشتون کې هم جګړې ته ادامه ورکړه او د کویټې شورا جوړښت ړنګ نه شو. تر اته کلن زندان وروسته د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په میاشت کې ملا برادر د امریکا په غوښتنه او د قطر په منځګړیتوب ازاد شو او وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.

د یوه یرغمل حساسه او ګران بیه تبادله

طالبانو په وروستیو کلونو کې د واشنګټن پر وړاندې د امریکایي وګړو له یرغمل نیونې د فشار په توګه کار اخیستی دی. دې تګلارې دې ډلې ته دا چانس ورکړی چې کله ناکله خپل مهم غړي له ګوانتانامو زندان څخه ازاد کړي.

له طالبانو سره یو مهم امریکایي یرغمل د جمهوري نظام پر مهال د هوانوردۍ ادارې پخوانی رییس او امریکایي تبع محمود شاه حبیبي دی. نوموړی وروسته د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د طالبانو له لوري ونیول شو. تر دریو کلونو زیاته موده کېږي چې د نوموړي د برخلیک په اړه معلومات نشته او طالبانو یې په افغانستان کې حضور رد کړی دی.

تیر جمهوريت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال/ خواله رسنۍ

حبیبي تر نیول کېدو مخکې له یوې امریکایي کمپنۍ «ای آر اېکس» سره کار کاوه چې په افغانستان کې یې انټرنېټي خدمات وړاندې کول. طالبانو ادعا کړې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) د همدې کمپنۍ د یوې کمرې له لارې پر هغه ودانۍ د توغندي برید کړی چې ایمن الظواهري پکې و. په دې برید کې الظواهري ووژل شو، خو طالبانو په کابل کې د هغه وژل کېدل رد کړي.

د طالبانو لپاره د محمودشاه حبیبي خوشې کول یا یې تبادله او ان د هغه په اړه د معلوماتو ورکول ډېر ستونزمن دي. د ځینو راپورونو له مخې نوموړی کندهار ته لېږدول شوی، چیرته چې د طالبانو مشر اوسي، تر څو د کندهار کړۍ د هغه پر دوسیه بشپړ کنټرول ولري او له امریکا سره د کابل میشتو طالبانو د هر ډول احتمالي معاملې مخه ونیسي. د حبیبي احتمالي تبادله د طالبانو لپاره بې‌لګښته نه ده. امریکا ته د هغه سپارل کېدای شي د طالبانو په منځ کې داخلي اختلافات او له القاعده سره تقابل رامنځته کړي.

طالبان اندېښنه لري چې د حبیبي په تبادله کېدای شي القاعده د طالبانو سیالې ډلې لکه داعش خراسان یا هم نورو سختدریځو ډلو ته تمایل پیدا کړي. دا سناریو د طالبانو د داخلي انسجام او په افغانستان کې یې د حیثیت لپاره جدي ګواښ راپیدا کولای شي. له بلې خوا، د طالبانو او القاعده اړیکې تل نږدې او ژورې وې. د طالبانو بنسټګر ملا محمد عمر د ۱۱ سپتمبر تر بریدونو وروسته د امریکا له پرله‌پسې ګواښونو سره-سره اسامه بن لادن امریکا ته و نه سپاره. همدې کار د امریکا پوځي برید ته زمینه برابره کړه او په پایله کې د طالبانو لومړنی حکومت نسکور شو.

ټرمپ او باګرام ته د ستنېدو پلان

په داسې حال کې چې د امریکایي یرغملو د ازادۍ خبرې روانې دي، ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (۲۷ د وږي) د بریتانیا له لومړي وزیرکی‌یر سټارمر سره په ګډ خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د باګرام هوايي اډې د کنټرول پر بیا اخیستو ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې طالبان باید د «ځینو شیانو» په بدل کې دا اډه امریکا ته وسپاري. ټرمپ زیاته کړه: «یو له هغو دلیلونو چې دا اډه موږ غواړو دا دی چې تاسو پوهېږئ، باګرام یوازې له هغه ځایه چې چین پکې خپلې هستوي وسلې جوړوي یو ساعت فاصله لري. نو پر همدې اساس داسې ډېر څه روان دي.»

ټرمپ څو ځله د بایډن د حکومت پر مهال د ټولو امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې، په داسې حال کې چې د دوحې تړون د ده د لومړۍ دورې په جریان کې لاسلیک شوی و او د بایډن پر مهال عملي شو. د باګرام په اړه د ټرمپ څرګندونې یوازې پنځه ورځې وروسته تر هغې مطرح شوې چې د ادم بولر په مشرۍ او د زلمي خلیلزاد په ملتیا یو امریکایي پلاوی کابل ته راغلی و. دا هم‌مهالي څرګندوي چې له طالبانو سره په تعامل کې د باګرام بیا کنټرول د امریکا د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

باګرام اډې ته د ټرمپ سفر او د امریکايي سرتیرو په منځ کې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني/ خواله رسنۍ

ټرمپ واک ته تر رسېدو وروسته د چین مهارول د خپلې بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب بولي او د باګرام چې د چین پولې ته نږدې موقعیت لري، تر لاسه کول د پکن پر وړاندې د فشار یوه وسیله ګڼي. په داسې حال کې چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته چین هڅه کړې چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د دې هېواد د معدني او ځمکنیو سرچینو په برخه کې خپل حضور زیات کړي.

باګرام هوايي اډه د کابل شمال ته د پروان ولایت د باګرام ولسوالۍ په سیمه کې موقعیت لري. د امریکا د شل کلن پوځي حضور پر مهال دا اډه په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر ټولو لوی پوځي مرکز و.

د امریکا پخواني ولسمشران لکه جورج بوش، باراک اوباما او ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال دې اډې ته راغلي دي. باګرام د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې حیاتي رول درلود او اوس د واشنګټن او پکن ترمنځ د جیوپولیټیکي سیالۍ یو اصلي محور ګرځېدلی دی.