اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسولین وایې چې د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله ١٥ کسان ټپیان شوي دي.
د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایې چې زلزله نن ماسپښين (سې شنبه، ۱ د تلې) شاوخوا دوې بجې او شل دقیقې شوې چې پر مهال یې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په «ستن» او ځېنو نورو کلیو کې یو شمېر کورونه نړېدلې او له امله یې پنځلس کسان ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا ټپیان یې پر وخت حوزوي روغتون ته لېږدولي چې ډاکترانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
نوموړی زیاتوي زلزلې په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم مالي او ځاني زیانونه اړولي، خو دمګړی یې ارقام نه لري.
د زلزلې د څار نړیوالو ادارو د مالوماتو له مخې د ریښتر په کچه د زلزلې شدت ۴.۹ درجې و او لس متره ژوره وه.
په ټولنېزو رسنیو کې خلګو لیکلي چې دې زلزلې له ختیځو ولایتونو سره-سره د کابل ځینې سیمې هم لړزولې دي.
د یادونې وړ ده چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې ختیځو ولایتونو کې د مرګونې زلزلې له امله په زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي وو.