اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په لومړۍ غونډه کې ویلي، چې دا هیواد په انزوا کې نه شي پاتې کېدای.
دا غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په څنډه کې ترسره شوې.
اسحاق ډار ټینګار کړی، چې «افغانستان نه شي کولی انزوا کې پاتې شي». هغه د اسلامي همکاریو د سازمان له غړو غوښتي، چې افغانستان ته بېقیدوشرطه بشري مرسته ورکړي، د سوداګرۍ او بانکي سیستمونه بېرته فعال کړي، سیمهییزې اړیکې پراخې کړي او د نړيوالو ژمنو د پلي کولو لپاره خبرې اترې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، اسحاق ډار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډلې سیمه ییزه سوله او امنیت ګواښي.
هغه له طالبانو غوښتي چې «د پولې هاخوا ترهګرۍ پر وړاندې معلوم او تایید وړ اقدامات وکړي».
هغه د اسلامي همکاریو د سازمان د کارپوهانو د کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز کړی، څو د افغانستان د ثبات لپاره یوه نقشه جوړه کړي، او ویلي یې دي چې دوامداره سوله صداقت، متقابل درناوي او سیاسي ارادې ته اړتیا لري.
پاکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو دا ډله د اسلام آباد د حکومت مخالفو ډلو ته په پناه ورکولو تورنه ده.
اسلام آباد په مکرر ډول له طالبانو څخه غوښتي چې د پاکستاني وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی، چې طالبان باید د پاکستاني حکومت او وسله والو ډلو ترمنځ یو انتخاب وکړي.