close

نورستان کې د غر ښویېدنې له امله دوه کسه مړه او درې نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ولایتي مسوولین وایي، چې د کونړ – نورستان عمومي سړک جوړونې پروژې پر کار کوونکو غر ښویېدلی چې له امله یې دوه کار کوونکي مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وایي، دا پېښه نن (چهارشنبه، ۲ د تلې) یوولس بجې د نورستان مرکز پارون په «چتراس» سیمه کې را منځته شوې.

نوموړی وایي، د ژغورنې ډله سیمې ته رسېدلې او د ډبرو لاندې شويو کسانو پر ژغورنې بوخته ده.

صمیم زیاتوي، دا د پېښې لومړني جزیات دي او ښايي ارقام نور هم لوړ شي.

د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په تړاو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

نورستان د هېواد یو له غرییز ولایتونو دی چې وخت ناوخت د غره ښویېدنې له امله ځایي خلکو ته درانه تلفات اوړي.