close
Photo: MfaIran

روسیه، ایران، چین او پاکستان: په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ لپاره جدي امنیتي ګواښ دی

اطلاعات روز: د روسیې، ایران، چین او پاکستان چارواکو د افغانستان په اړه په یوه څلور اړخیزه غونډه کې «په افغانستان کې له ترهګرۍ څخه د پېښ امنیتي وضعیت» په تړاو اندیښنه ښوولې ده.

دا غونډه پرون (پنجشنبه، ۳ د تلې) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګیي لاوروف، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي او چینایي او پاکستاني ډیپلوماټانو په ګډون ترسره شوې.

د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي: «د داعش، القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت، تحریک طالبان پاکستان، جیش العدل، د بلوچستان د خپلواکۍ د پوځ په څېر ترهګرې ډلې په سیمه کې د نورو ترهګرو ډلو چې په افغانستان کې میشتې دي، په څېر د سیمې او نړۍ په وړاندې جدي امنیتي ګواښ دی.»

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې «له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د نړیوالو تعهداتو د عملي کولو لپاره اغېزناک، عیني او د درک وړ اقدامات وکړي او ټولې ترهګرې ډلې له منځه یوسي او د ترهګرو ډلو د افرادو د جذب، د مالي منابعو د ټولونې، وسلو د تر لاسه کولو او ورسره د همکارۍ مخه ونیسي.»

د روسیې، ایران، چین او پاکستان چارواکو همدا راز له طالبانو غوښتي چې «په افغانستان کې له ترهګرۍ سره اړوند هر ځای او روزنځای باید په خپله د (افغانستان) په خاوره کې له منځه یو وړل شي.»

دې هیوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره پر دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دې چې «افغانستان (طالبان) باید له ترهګرۍ سره د مبارزې، په برابره او غیر تبعیضي توګه د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو او د ګاونډیانو، سیمې او تر دې هاخوا نړۍ په وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارولو په تړاو جامع اقدامات وکړي.»

دوی همدا راز له صنعتي نشیي توکو لکه متامفتامین سره د مبارزې او همدا د تاریاکو د بدیل کښت د ترویجولو لپاره له طالبانو سره د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې ده.

د روسیې، ایران، چین او پاکستان چارواکو په دې غونډه کې «په افغانستان کې د یوه داسې پراخ بنسټي حکومت د جوړولو پر ارزښت ټینګار کړی چې د دې هیواد د ټولو قشرونو د ګټو او ارمانونو منعکسوونکی وي».

دوی همدا راز د ټولو قومي او مذهبي ډلو د حقونو د تأمین او زده کړو، اقتصادي فرصتونو او بنسټیزو ازادیو ته د ښځو د لاسرسي غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې دا موضوعات په افغانستان کې له سولې، ثبات او رفاه سره مرسته کوي.

دې څلورو هیوادونو همدا راز د افغانستان د کډوالو مسلې ته هم اشاره کړې او له طالبانو یې غوښتي چې داسې شرایط باید رامنځ ته کړي چې افغانستان ته د کډوالو راتګ ته زمینه برابره کړي.

دوی له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې له ایران او پاکستان څخه له راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

روسیې، چین، ایران او پاکستان د وروستیو څلورو کلونو پر مهال له طالبانو سره په پراخه کچه تعامل کړی او د دې ډلې متحدین ګڼل کېږي.

د دې هیوادونو چارواکو په دې موده کې په ځلونو غوښتنه کړې چې طالبان باید په نړیواله ټولنه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

مګر له دې سره-سره له دې څلورو هیوادونو څخه تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او درو نورو هیوادونو لا هم د طالبانو د رسمیت پیژندنې اقدام نه دی کړی.