close

نصیراحمد فایق: د طالبانو له خوا دین کې لاسوهنه یو بشپړ نسل له خپل مذهبي هویت څخه پردی کوي

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق خبرداری ورکړ چې د طالبانو له خوا دین کې لاسوهنه داسې پایلې لري چې د افغانستان له پولو هاخوا غځیږي او یو بشپړ نسل له خپل مذهبي هویت څخه پردی کوي.

هغه تېره شپه (جمعه، ۴ د تلې) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یوې غونډې ته وویل، چې د طالبانو هغه ادعا چې له اسلامه استازولي کوي، نه يواځې د افغانستان د وګړو، بلکې د اسلامي نړۍ د علماوو له سخت اعتراض سره هم مخ شوې ده.

فایق وویل: «په دین کې دا لاسوهنه داسې پایلې لري چې د افغانستان له پولو هاخوا پراخیږي او یو بشپړ نسل له خپل مذهبي هویت څخه پردی کوي.»

د هغه په وینا، چې د اسلام څخه د طالبانو تفسیر داسې ناسمې انګېرنې او خطرناک کلیشې رامنځته کوي چې د نړۍ په کچه د مسلمانانو ټولنې تر خپل اغېز لاندې راولي.

فایق ټینګار وکړ: «موږ باید روښانه ووایو چې د ښځو د حقونو سیستماتیک انکار، په شمول د زده‌کړو، کار او د تګ راتګ او بیان بنسټیزو ازادیو، د اسلامي قانون په هېڅ معتبرو تفسیرونو کې د توجیه وړ نه دی.»

د «فراگیر» په نوم د یوه بنسټ څېړنه ښيي چې له طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې افراطیت ډېر شوی دی.

په دې څېړنه کې له ۷۰۰ کسانو، چې ۶۰۰ ښځې هم پکې شاملې دي، د ۱۴ ولایتونو په کچه مرکې شوي او هغوی د طالبانو د تګلارو منفي اغېزو په اړه خبرې کړي دي.

د څیړنې د موندنو له مخې، ۷۶ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی احساس کوي چې د دوی ټولنه له ۲۰۲۱ راهیسې ډیره افراطي شوې ده.

ډېری ګډونوالو، په ځانګړې توګه ښځو، د طالبانو له لوري د دین د کارولو په اړه د خپلو سیاستونو د توجیه لپاره شک څرګند کړی دی. هغوی استدلال کړی چې د طالبانو کړنې د قرآن تحریف دی او د دې ډلې مشران له اسلامه ژوره پوهه نه لري.