په داسې حال کې چې د افغانستان باګرام هوایي اډې ته د امریکایي پوځیانو د بیرته راستنېدلو خبره ګرمه ده، دا موضوع طالبانو ته هم په یوه لوی جدي سرخوږي بدله شوې ده. که څه هم د طالبانو چارواکو او ویاند څو ځلي ویلي چې دوی باګرام د افغانستان یوه داسې برخه ګڼي چې هیڅکله پرې معامله نه شي کولای، مګر په عین مهال کې له ځینو چینلونو داسې خبرې اوریدل کېږي، چې د طالبانو حد اقل یوه برخه چارواکي تیار دي چې په دې اړه له امریکا متحده ایالاتو سره مذاکرات وکړي، مګر په دې لړ کې مهمه پوښتنه د کېدونکو شونو مذاکراتو د منځپانګې په اړه ده چې له اوسه یې لا نه یوازې طالبان تر خپل منځ وېشلي بلکې د افغانستان د شاوخوا هیوادونو توند مخالفت یې هم راپارولی دی.
د امریکا له لوري د باګرام د بیرته نیونې د شونتیا په اړه حد اقل دومره ویل کېدلای شي چې ټرمپ یې په تړاو د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د یوه ابزار تر حده جدي دی او نوموړي د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پر مهال هم په دې اړه څرګندونې کړې دي او په پر له پسې توګه یې دا خبره کړې چې باګرام د امریکا لپاره مهم دی، نه یوازې دا چې د نوموړي په وینا د امریکا د سیال چین پر وړاندې ستراتېژیک موقعیت لري بلکې نوموړي دا هم ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هم په سیمه کې داسې یوې اډې او هلته پوځي حضور ته اړتیا ده. د نوموړي په وینا، په دې اړه له وړاندې لا له طالبانو سره خبرې پیل شوې دي. که څه هم د پوځي چارو شنونکي د ټرمپ پر ادعا شکمن دي او په عین مهال کې د یادو شویو موخو لپاره د دې اډې د اغیرمنې کارونې په تړاو هم شکونه لري، مګر له دې سره-سره د ځینو راپورونو او نښو پر اساس داسې ښکاري چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ په دې تړاو خبرې شوې دي او ممکن په راتلونکو میاشتو او کلونو کې په افغانستان کې دا د امریکا یوه داسې موخه وي چې باید تر لاسه یې کړي.
تر دې وړاندې ځینو روسي چارواکو او رسنیو هم ویلي و، چې امریکا او د ناټو غړي هیوادونه یو ځل بیا غواړي چې په یوه او یا بله بهانه بیرته افغانستان ته راستانه شي، خو روسیې د لوېدیځو ځواکونو د بیرته راستنېدو په تړاو خبرداری ورکړی و. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د روان کال د غویي میاشتې پر مهال اعلان کړی و، چې لوېدیځ یو ځل بیا «افغان لوبې» ته راستنېدل غواړي خو نوموړي افغانستان ته د ناټو د پوځي اتحاد د بیرته راستنیدنې په اړه خبرداری ورکړی و او دا یې د نه منلو وړ بللي و. همدا راز ځینو روسي رسنیو خبر ورکړی دی چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د «ځینو ځانګړو پوځي عملیاتو» پر کولو غور کوي او په عین مهال کې یې له طالبانو غوښتي چې باګرام اډه ورته وسپاري. د روسي چارواکو او ځینو رسنیو دې څرګندونو او په عین مهال کې د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په پام داسې ښکاري چې دا موضوع د خبرو پر مېز پرته ده او ښایي په تړاو یې طالبانو ته د انتخاب او نه انتخاب بدیلونه ورکړل شوي وي.
ځیني بهرنۍ رسنۍ او په عین مهال کې د طالبانو له منځه ځینې سرچینې وایي، چې هغوی امریکا ته د باګرام د اډې پر سپارلو سره وېشلي دي. د طالبانو مشر او نوموړي ته نږدې حلقه امریکا ته د اډې د سپارلو مخالفت کوي، مګر له ځینو راپورونو سره سم هغوی د دې مخالفت له کبله په مرګ هم ګواښل شوي دي او ښایي دا هماغه تهدید وي چې ټرمپ په څرګندو ټکو بیان کړ او ویې ویل چې که طالبان یې خبره ونه مني، نو بدې پایلې به ولري. د طالبانو له منځه سرچینې وایي، چې تر دې تهدید وروسته د طالبانو مشر په کندهار کې خپل مېشتځای هم بدل کړی دی. همدا راز ځینو طالب مشرانو خپل کورونه قطر ته لېږدولي دي او له دې سره-سره یې دفترونو ته تګ هم کم شوی دی. د طالبانو تر منځ له دې تحرکاتو ښکاري چې هغوی هم ښایي ځینې پټ او ښایي سخت سیګنالونه تر لاسه کړي وي او ښایي همدا وجه وي چې د طالبانو یو شمېر مشران هڅه کوي چې خپل مشر او هغه ته نږدې حلقې ته قناعت ورکړي چې له امریکا سره د باګرام د سپارلو پر سر هوکړه وکړي. خو د طالبانو له منځه سرچینو ویلي چې د طالبانو د مشر او د ده د نږدې حلقې او د طالبانو د کابل مېشتو وزیرانو تر منځ پر یو لړ موضوعاتو (ښایي همدا موضوع هم پکې شامله وي) خبرې ترینګلې شوې دي او داسې ویل کېږي چې تر منځ یې بد او رد الفاظ هم تبادله شوي. د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر له وخته پر هغو طالب چارواکو شکمن دی چې له قطر سره نږدې اړیکې لري.
د باګرام د موضوع تر تودېدو وړاندې د طالبانو مشر په ټول افغانستان کې په تدریجي توګه د انټرنیټ د بندولو امر کړی و، له دې سره-سره یې پر یو لړ نورو شیانو لکه کرکټ، د اولمپیک پر عمومي کمیټې، ټلویزیون، ځیرکو موبایلونو او د چاپېریال ساتنې پر ادارو هم بندیز لګول غوښتل مګر په دې اړه یې شفاهي فرمانونه تر یوه حده د طالبانو د کابل مېشتو وزیرانو له لوري چیلنج شوي وو او ده خپل وزیران ننګولي وو چې تاسو د شریعت پر وړاندې ولاړ یاست. دا چې پر انټرنیټ بندیز یوه لویه پرېکړه وه او په مستقیمه توګه ترې اول طالبان او د هغوی ادارې اغیزمنې وې، پر وړاندې یې مخالفت جدي و او په عین مهال کې په هیواد کې فعالو سوداګرو او هیوادوالو هم پر له پسې شکایتونه وکړل. په دې توګه په تېرو څلورو کلونو کې په لومړي ځل د طالبانو د مشر فرمان تر پخوا په زیاته کچه وننګول شو او ورسره چې کله د باګرام خبره هم رامنځته شوه او ځینو طالب چارواکو له امریکا سره یوه جوړجاړي ته تمایل وښود، د طالبانو د مشر او له امریکا سره جوړجاړي ته د مایلو طالب چارواکو تر منځ د مخالفت دا سرحد ډېر پراخ شو او داسې ویل کېږي چې دواړه اړخونه په دې مخالفت کې تر یوه داسې حد پورې رسېدلي چې ښایي د خپلې خبرې د منلو او یا هم د ځان د دفاع لپاره وسلې ته لاس کړي.
د یوې سرچینې په وینا، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر دوه کاله وړاندې لا په غیر مستقیمه توګه خپل مشر هبت الله ته پیغام استولی و چې باید په یو لړ مسایلو کې تعامل وکړي، ځکه «د دوی نور هجرت کول، زندانونه تېرول او جګړه کول په وس نه دې پوره» مګر هبت الله پر خپل دریځ ټینګ ولاړ و او یو وخت یې په خپله یوه وینا کې د نړیوالې ټولنې په مخاطبولو سره وویل، چې یو «قدم هم درسره مخکې نه ځم». د ملا هبت الله همدا نه تغییرېدونکی دریځ او له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته د کابل مېشتو او قطري طالبانو تر یوه حده تمایل د کندهار او کابل د حلقو تر منځ د تېرو څلورو کلونو پر مهال یو دوامدار کشمکش پاتې شوی دی او ملا هبت الله یو ځل د کندهار د اوسني والي ملا شیرین او اوسني امنیې قومندان مولوي طالب په مشرۍ یو پلاوی کابل ته لېږلی و چې هلته د شریعت د تطبیق ارزونه وکړي او تر دې وروسته د ملا هبت الله ارزونه دا وه چې په کابل کې یو فیصد شریعت هم نه دی عملي شوی.
په دې توګه د طالبانو د بېلابېلو ډلو او د کندهار او کابل د دوو متفاوتو لیدلورو تر منځ واټن ورځ په ورځ زیاتېده چې له کبله یې دواړه اړخونه یوه Impasse ته رسېدلي وو او په دې وروستیو کې د باګرام د اډې د سپارلو موضوع پر دې اختلاف نور تېل وپاشل او دواړه اړخونه یې اوس د یوه-بل پر وړاندې په مخالفو سمتونو کې درولي دي. طالبانو ته که له یوه لوري د خپل واک او حیثیت د ساتنې لپاره تعامل غوره ښکاري، مګر بل اړخ دا د خپل روایت او دیني لیدلوري ماتې ګڼي او داسې معامله کول ورته پر خپله غاړه چاړه ایښودل ایسي. مګر یو شمېر طالبان پوهېږي چې دوی وړاندې پر دې لاره تللي دي او که بیا پرې ځي، نو پر وړاندې یې له پخوانیو تیاره تجربو پرته بل څه نشته. مګر که له امریکا سره یوې هوکړې ته رسېږي، پر خپل هغه دیني تقدس پښې ږدي چې تېر شل کاله یې د ځان د دفاع او د بل د وهلو لپاره کاراوه او نور به «طالب د دین ساتونکی» نه بلکې له «ترهګرۍ سره د مبارزې» په برخه کې به په باګرام کې د مېشتو امریکایي ځواکونو «همکار» وي. هر انتخاب خپلې پایلې لري، مګر د باګرام پر سر له امریکا سره هوکړه به نه یوازې طالبان وپاشي، بلکې له دوی به د «اشغال» او «دین ساتنې» روایت هم پردی شي او ښایي د یوې بلې ډلې داسې ابزار به وي چې د دوی ژوند به پرې ګواښي.
سرچینې
https://www.aljazeera.com/news/2025/9/19/afghanistan-rejects-us-return-to-bagram-airbase
https://tass.com/politics/1948159