close
Photo: Sent to Etilaatroz

عصري زده کړو ته نه پاملرنه؛ ننګرهار کې دیني مدرسو ته د زده کوونکو ورتګ زیات شوی

د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې دیني مدرسو او دارالعلومونو ته له ښوونځيو د راګرځول شویو نجونو سربېره د نارینه زده کوونکو ورتګ ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی.

د ننګرهار اوسېدونکی رحمن الله وایي، چې د نوي ښوونیز کال په پیل سره ډلې ډلې د ښوونځيو زده کوونکي مدرسو او دارالعلومونو ته د نوملیکنې یا زده‌کړو لپاره ورځي. د ده په خبره طالبانو په دې وروستیو کلونو کې د ښوونځيو او پوهنتونونو پرځای دیني مدرسو او دارالعلومونو ته پاملرنه زیاته کړې او همدا لامل دی چې زیاتره زده کوونکي د ښوونځيو یا عصري زده کړو پر ځای دیني زده کړو ته مخه کوي.

رحمن الله زیاته کړه: «زیاتره ځوانان د خپل راتلوونکې په اړه اندېښمن دي او په دې نظر دي چې طالبان دیني زده کړو ته په عصري زده کړو لومړیتوب ورکوي، نو ځکه زیاتره د ښوونځيو زده کوونکې دارالعلومونو ته مخه کړې او دا چاره په دې وروستیو کې چټکه شوې؛ کورنۍ هم اوسني وضعیت ته په کتو خپل اولادونه هڅوي چې دیني زده کړې وکړي تر څو په راتلوونکي کې دولتي او نورو ادارو کې دنده واخلي.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی حیات الله اندېښنه لري چې طالبان په دیني مدرسو او دارالعلومونو کې ځوانان په خپل ذهنیت روزي او بیا یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

د هغه په وینا طالبان یادو مرکزونو ته د زده کوونکو د جلب او جذب لپاره له ډېر مهارت کار اخلي او هره میاشت د دیني مدرسو پر زده کوونکو یو اندازه نغدي او د خوراکي توکو مرستې وېشي.

 حیات الله زیاتوي: «په اوسني وخت کې چې د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب دی، نو طالبانو په دیني مدرسو کې د تازه زده کوونکو د جذب لپاره خوراکي او نغدي مرستې وېشي او دغه راز دوی ته داسې هم ویل کېږي چې تاسې به د مدرسې له فراغت سره سم په دنده ګمارل کېږئ، نو نوي ځوانان دوی په دې خبرو تېرباسي او هره ورځ ډله ډله ځوانان دیني مدرسو ته ورځي او نوملیکنه کوي.»

خلک اندېښه لري چې طالبان په دیني مدرسو کې زده کوونکې افراطیت ته هڅوي/ استول شوی

په دیني مدرسو او دارالعلومونو کې څه تدرس کېږي؟

د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې په یوه دیني مدرسه کې کم عمره هلکان او کمکي ځوانان کتارونه وړاندې وروسته ښورېږي او په یوه غږ د یو دیني عالم تر څار لاندې د قران کریم آیتونه تلاوت کوي.

محمد عثمان د دې دیني مدرسې یو زده کوونکی دی، چې سږ کال له دولسم ټولګي فارغ شوی او پلان یې درلوده، چې د انګلیسي ادبیاتو په برخه کې به لوړې زده کړې وکړي، خو د کورنۍ د ټینګار له امله اړ شوی، چې د پوهنتون د کتابونو پر ځای اوس دلته په عربي ژبه د قران کریم او نورو دیني علومو په زده کړه تمرکز وکړي په داسې حال کې چې د هغه په ګډون ډېری د ښوونځيو زده کوونکي په عربي نه پوهېږي.

محمد عثمان زیاته کړه: «ما غوښتل دولسم ټولګي له فراغت وروسته د کانکور ازموینه ورکړم خو پلار مې ټینګار کاوه، چې نور عصري علوم په درد نه خوري دارالعلوم ولوله چې دنده درته ژر پیدا شي؛ دلته اوس مونږ ته د ښوونځي په څېر د هرې ورځې خپل مضامین تدریس کېږي چې زیاتره یې عربي دي او دغه راز ځېنې د طالب مشرانو له لوري لیکل شوي کتابونه دي چې په کې د تېر جهاد کیسې او سرښندنې ذکر شوي، دغه راز صرف، نحو، احکام، حدیث، اسلامي امارت پېژندنه، د دوحې تړون، د فدایي ځوانانو سرښندنې او نور عربي کتابونه دلته تدریس کېږي او هم هره میاشت مونږ ته خوراکي مواد راکول کېږي.»

نوموړی دغه راز وایي، چې په تېرو کلونو کې دارالعلوم چا په نوم نه پېژنده او ښوونکي او ډېری کم زده‌کوونکي یې نارینه وو، خو په دې وروستیو څو کلونو کې په هره دیني مدرسه کې له هلکانو سربېره د نجونو لپاره هم ځانګړې څانګې پرانېستل شوي او ښځينه استادانې یې ګمارلې دي او هره ورځ له ښوونځي څخه د راګرځول شویو نجونو نوملیکنه کوي.

عام وګړي وایي، طالبان په ډېر مهارت سره دیني مدرسو ته جلب او جذب کوي/ استول شوی

اطلاعات رزو ته سرچینو وویل، په دغو دارالعلومونو/دارالحفاظونو کې تر ډېره کمکي ځوانان طالبان په خپل فکر د راتلوونکې لپاره په داسې ډول روزي چې د دوی پيروي وکړي.

په دارالحفاظ کې کمکي ځونان د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې نوملیکنه کولای شي چې د هلکانو لپاره د ږېرې پرېښودل او د پګړۍ په سرول او عمر پکې راځي او هغه هلکان چې دغو دارالحفاظونو/دارالعلومونو ته د زده‌کړو لپاره ځي، باید په پورتنیو شرایطو برابر وي.

د یو دارالعلوم زده کوونکی محمد انور وایي، دوه کاله کېږي چې له ښوونځي پاتی دی او اوس غواړي دارالحفاظ کې نوملیکنه وکړي، د هغه په خبره هغه زده کوونکې چې عمر یې له ۱۸ کلونو پورته وي نه شي کولای، نوملیکنه وکړي، خو همدا شمېر هلکان تېار دي په خپلو پېژندپاڼو کې عمرونه اصلاح یا ان تقلبي تذکرې جوړې کړي څو په دارالحفاظ کې ومنل شي.

محمد انور زیاتوي: «په دارالحفاظونو کې ځانګړي شرایط دي چې زده کوونکې په کې نوملیکنه کولای شي، د زده کوونکې عمر باید له ۱۸ کلونو کم وي، په سنت برابر وي او دغه راز اوس خلک زیاتره په تذکرو خپل عمر کموي چې اولادونه یې په دارالعلومونو کې ومنل شي؛ دلته هم لکه د ښوونځي په ډول تدریس ورکول کېږي، خو زیاتره تمرکز په دیني علومو او عربي ژبه وي هره پنج شنبه د امربالمعروف محتسبین راځي مونږ ته ځانګړی بیان کوي او دغه راز زموږ ظاهري څېرې هم تر نظر تېروي.»

خلک وایي، له باکیفیته زدکړو څخه په سیستماتیک ډول د نجونو او ښځو لېرې کول به ناوړه پایلې ولري/ اطلاعات روز

ایا په دیني مدرسو، دارالحفاظونو/دارالعلومونو کې نجونې هم زده کړې کوي؟

وروسته له هغه چې طالبانو ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه، په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر زیات شوی او نجونو هم دغه دیني مدرسو ته مخه کړې خو وایي، د د دیني مدرسو زده کړې راتلوونکی نه لري.

د یوې دیني مدرسې زده کوونکې نوریه (مستعار) چې د طب په برخه کې ترې زده کړې په نیمایي کې پاتې شوي، وایي دمګړۍ د نجونو پر وړاندې د ښوونځي، پوهنتون او ښوونیزو مرکزونو دروازې بندې دي او یوازې هغه ځای ته چې نجونې کولای شي او د تګ حق ورته لري، هغه مدرسې، دارالعلومونه یا هغه ځایونه دي چې دیني زده‌کړې پکې کېږي.

هغه وایي، مدرسې او دارالعلومونه هغه ځایونه دي چې دیني علوم په کې تدریس کېږي. له همدې کبله نجونې د بېکارۍ او ستړیا پر ځای دا ځایونه غوره کوي.

نوریه زیاتوي: «د طب پوهنځي د دویم کال محصله وم چې پر نجونو د زده کړو بندېز ولګول شو تقریبآ یو نیم کال وروسته مې تصمیم ونیوه، چې په یوه دیني مدرسه کې زده کړې پیل کړم دلته راته عربي کتابونه دغه راز نور دیني مسایل تدریس کېږي؛ نجونې بله لاره نه لري غیر له دیني مدرسو دلته اوس د کیمیا او بېولوژي او نورو طبي کتابونو پر ځای دیني مسایل زده کوم بس څه وکړو بله لار نه لرم.»

نوموړې د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي او پر دوی لګول شوي محدودیتونه دې لغوه کړي.

د دغې دیني مدرسې یوه ښوونکې ثنا حنفي (مستعار) چې له نږدې درېیو کلونو راهیسې یې د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته او د طالبانو تر څار لاندې د نجونو لپاره دیني مدرسه جوړه کړې وایي، له کله راهیسې چې پر نجونو د زده کړو بندېز لګېدلی؛ د دیني مدرسو شمېر زیات شوی چې ورسره پېغلو نجونو له منځنیو ښوونځیو څخه له ممانعت وروسته په ډېرېدونکي شمېر سره مدرسو ته مخه کړې ده.

هغه زیاتوي، له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د طالبانو راتلونکې پالیسي دا ده چې د مدرسو له لارې نجونو ته د دولسم ټولګي اسناد ورکړي.

نوموړې وایي، هغه نجونې چې غواړي د ایتونو معنا زده کړي جلا زده کړه کوي، او هلته یو ښوونکی متن د هغوی په محلي ژبه پښتو ورته توضیح کوي.

حنفي زیاته کړه: «دیني مدرسو ته هغه نجونې راځي چې له ښوونځيو او پوهنتونونو محرومه شوي، دوی ډېرې ښې زده کړې کوي ځکه د صنف په اصولو پوهېږې دلته نجونو ته د ښوونځي د مضامینو پر ځای عربي ژبه او دغه راز دیني مسایل ور زده کېږي د ورځې پنځه ساعته دلته په مدرسه کې وي.»

نوموړې زیاتوي چې په دې دیني مدرسو کې له قران کریم، تجوید، قاعده، حدیث، فقه، عربي، صرف، نحوه، کنز الدقایق، ریاض الصالحین، قدوري، فقه اکبر، نورالایضاح، سراجي، میراث، ابوالمنتهي، د فقهې اصول، حدیثو اصول او نورو دیني کتابونو سربېره د ښوونځيو د لیک لوست ځېنې کتابونه هم تدریس کېږي او دا چاره هر ورځ د ځانګړي مهال وېش له مخې دوام مومي.

د هغې په خبره په اوونۍ کې څو ځله د طالبانو د امربالمعروف محتسبین (نارینه) مدرسې ورځي او هلته پر نجونو د حجاب پر مراعات ټېنګار کوي.

دیني مدرسو ته له هلکانو سربېره د نجونو لېوالتیا هم زیات شوې او طالبان د دیني مدرسو زده کوونکي د بېلابېلو پروګرامونو له لارې هڅوي/ استول شوی

دیني مدرسو او دارالعلومونو ته د نجونو ورتګ داسې مهال زیات شوی، چې څه موده وړاندې العربیه رسنۍ راپور ورکړی و، چې د د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په دیني مدرسو کې هم د افغان نجونو او ښځو پر زده‌‌کړو بندیز لګولی دی.

په راپور کې راغلي چې ملا هبت الله د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو ته یې لارښوونه کړې، څو دا پرېکړه په مدرسو کې د نوملیکنې له محدودولو پیل اوکرار کرار یې په هېواد کې عملي کړي.سرچینه زیاتوي چې نوموړي دا پرېکړه په دیني مدرسو کې د عصري علومو د تدریس په غبرګون کې کړې ده.

طالبانو د خپلې څلور کلنۍ واکمنۍ پر مهال نجونې لومړی له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منعه کړې او ورپسې یې پوهنتونونو، ښوونیزو مرکزونو او دغه راز له دولتي او نیمه دولتي ادارو کې له کار منعه کړې دي.

افغانستان دا مهال نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی چې نجونه او ښځې په کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونو ګرځول شوې دي. د افغانستان د بشري حقونو مرکز له عصري زدکړو او ښوونځیو د نجونو ګرځول «له باکیفیته زدکړو څخه په سیستماتیک ډول» د نجونو او ښځو لېرې کول بللي دي.