اطلاعات روز: د روسیې، ایران، چین او پاکستان چارواکو د افغانستان په اړه په یوه څلور اړخیزه غونډه کې په دې هیواد کې دننه او یا یې هم په شاوخوا کې د امریکا د نظامي اډې له بیا جوړونې سره مخالفت وکړ.
دا غونډه چې پرون (پنجشنبه، ۳ د تلې) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې شوې وه، په ګډه اعلامیه کې یې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا د نظامي اډې بیا جوړول د سیمې د امنیت لپاره زیانمن دي.
په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیي لاوروف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د چین او پاکستان ډیپلوماټانو برخه اخیستې وه.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې دا هیواد هڅه کوي چې په افغانستان کې باګرام هوایي اډه بیرته تر لاسه کړي.
ښاغلي ټرمپ پرون یو ځل بیا وویل چې د ده د حکومت چارواکي د باګرام په تړاو له طالبانو سره خبرې کوي.
خو طالبانو د باګرام پر سر له امریکا سره مذاکرات رد کړي او ویلي یې دې چې پر دې موضوع «خبرې نشي کېدای».
د روسیې، ایران، چین او پاکستان چارواکو په خپله څلور اړخیزه غونډه کې د ناټو غړي هیوادونه د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول بللي او له دې هیوادونو یې غوښتي چې د دې وضعیت مسوولیت ومني.
دوی ټینګار کړی چې د ناټو غړي هیوادونه باید د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ودې لپاره فرصتونه ایجاد کړي، پر افغانستان یو اړخیز بندیزونه ختم کړي او د افغانستان باندینۍ پانګه د افغانستان د خلګو د ګټې لپاره ازاده کړي.
د دې څلورو هیوادونو چارواکو ویلي چې د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانستان د مسلې په ډیپلوماټیک حل کې مرسته کوي.
روسیې، چین، ایران او پاکستان د وروستیو څلورو کلونو پر مهال له طالبانو سره په پراخه کچه تعامل کړی او د دې ډلې متحدین ګڼل کېږي.
د دې هیوادونو چارواکو په دې موده کې په ځلونو غوښتنه کړې چې طالبان باید په نړیواله ټولنه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
مګر له دې سره-سره له دې څلورو هیوادونو څخه تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او درو نورو هیوادونو لا هم د طالبانو د رسمیت پیژندنې اقدام نه دی کړی.