close

ریچارډ بېنت: د دیني مدرسو پراختیا سره د طالبانو د ایډیالوژۍ ريښې په غځیدو دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي، ریچارډ بېنټ د طالبانو له خوا د دیني مدرسو پراختیا ته په اشارې ویلي، جدي اندېښنه شته چې د دغه ډلې تګلارې د افغانستان د نسلونو، په ځانګړي ډول د نارینه‌وو او هلکانو تر منځ په یوه خطرناکه او توندلارې ایډیالوژۍ بدلې شي.

بېنټ دا څرګندونې د جمعې په شپه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې په یوه اړخیزه غونډه کې کړې دي.

د «فراگیر» په نوم د یوه بنسټ څېړنه ښيي چې له طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې افراطیت ډېر شوی دی.

په دې څېړنه کې له ۷۰۰ کسانو، چې ۶۰۰ ښځې هم پکې شاملې دي، د ۱۴ ولایتونو په کچه مرکې شوي او هغوی د طالبانو د تګلارو منفي اغېزو په اړه خبرې کړي دي.

د څیړنې د موندنو له مخې، ۷۶ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی احساس کوي چې د دوی ټولنه له ۲۰۲۱ راهیسې ډیره افراطي شوې ده.

ډېری ګډونوالو، په ځانګړې توګه ښځو، د طالبانو له لوري د دین د کارولو په اړه د خپلو سیاستونو د توجیه لپاره شک څرګند کړی دی. هغوی استدلال کړی چې د طالبانو کړنې د قرآن تحریف دی او د دې ډلې مشران له اسلامه ژوره پوهه نه لري.

دا څېړنه ښيي چې طالبانو هڅه کړې چې دین د خپلو سخت دریځو قوانینو او پالیسیو د توجیه کولو لپاره د وسلې په توګه وکاروي.

ریچارډ بېنټ په خپله وینا کې د دې څېړنې ځینو برخو ته اشارې کړې او ویلي یې دي چې طالبانو دین د وګړو د کنټرول لپاره د ځواک په وسیله بدل کړی دی.

د ده په وینا، دا په څرګنده توګه د هغو ښځو او نجونو په وضعیت کې لیدل کېږي چې د طالبانو د سیاستونو تر «یېغ» لاندې دي.

بېنټ زیاته کړې، چې ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو، لکه د تګ‌راتګ ازادي، زده‌کړو، کار، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی، په ټولنیز ژوند کې ګډون او عدالت ته له لاسرسی څخه محرومې دي.

هغه د طالبانو د «امر به معروف او نهی از منکر» قانون ته په اشارې ویلي، چې دغه قانون د طالبانو د کنټرول د ټینګولو لپاره د یوې حساب شوې ستراتیژۍ برخه ده چې د سخت‌ دریزۍ او ځپنې پر بنسټ ولاړه ده.

هغه ویلي، چې د «امربالمعروف» قانون هم د ظلم او زورونې نښه ده او هم د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي توپیر (آپارتاید) د عملي کولو وسیله ده.

د بېنټ په وینا، چې طالبان په زیاتیدونکي توګه د ټولنې مشران او د کورنۍ غړي د ښځو سره د ظلم او ناوړه چلند په ترسره کولو کې ښکیلوي، کوم چې د ده په وینا، دا کار ټولنې د ځان تنظیمۍ، ځان سانسور، ویرې او بې‌باوري په لور روانوي.»

د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ټینګار کړی، چې په دې ناوړه حالت کې د طالبانو عادي کول د ښځو او نجونو پر وړاندې د دې ډلې د جرمونو منلو، د اوږدمهاله معافیت پیاوړتیا، او سربیره پردې، د نړۍ په نورو برخو کې د ښځو ضد حرکتونو هڅونې ته لار هواره کړي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د پراخېدونکې ځپنې پر وړاندې مبارزه د یوې هراړخیزې تګلارې غوښتنه کوي، چې د نړیوال اصولي ملاتړ او ملي حساب ورکونې ترکیب وي. هغه د یو څېړنیز میکانیزم په رامنځته کولو، د جنسي اپارتاید د بشري جرم په توګه تعریفولو، او د مدني ټولنې په ملاتړ په ځانګړې توګه د ښځو په مشرۍ سازمانونو د پیاوړتیا د اړتیا یادونه هم کړې.