close

د کابل-جلال اباد پر لویه لار جلا ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي، چې دکابل-جلال اباد پر لویه لاره د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ (جمعه، ۵ د تلې) د کابل-جلال اباد پر لویه لار «تنګي» سیمه کې د کرولا او ټوډي موټرو تر منځ شوې چې له امله یې یو کس مړ او څلور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره دغه راز په همدې ورځ د سروبي ولسوالۍ بازار ته څېرمه د یو کرولا او سراچه موټرو ترمنځ د ترافیکي پېښې پر مهال یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي د یادې پېښې ټپيان ځایي روغتیايي کلینیک کې د لومړنیو خدمتونو له ترلاسه کولو وروسته د لا ښې درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې یوه بله سرچینه وایي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره «مشالې کمر» سیمه کې بله ترافیکي پېښه کې دوو موټرو تکړ کړی چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

سرچینه د یادو پېښو اصلي لاملونه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي بولي. عام خلک وایي، چې چلوونکي باید د کابل-جلال اباد پر لویه لاره له غرنیو او سختو لارو د تېرېدو پر مهال ډېر احتیاط وکړي، ترڅو د داسې پیښو مخنیوی وشي.