خالد محمدي
کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو وغوښتل چې د باګرام هوايي اډه چین ته د نږدېوالي له امله د امریکايي ځواکونو په واک کې ورکړي، په کندهار کې سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده خپل هستوګنځای پرېیښی دی. په همدې وخت کې د طالبانو د استخباراتو لومړي مرستیال ملا تاجمیر جواد د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې خبرداری ورکړ، چې د طالبانو د حکومت د بقا لپاره د ځانمرګي برید کولو ته چمتو دی او دغه کار یې د ځان لپاره «افتخار» بللی دی. داسې ښکاري چې طالبان د عامه افکارو په اړه اندېښمن دي چې ګوندې دا ډله د امریکا د غوښتنو پر وړاندې نرمښت ښيي او له همدې امله هڅه کوي چې هم له امریکا سره د یوې سترې معاملې لپاره د خپل مشر امنیتي تدابیر زیات کړي او هم په تبلیغاتي کچه داسې ښیي چې انعطاف نه کوي او پر خپل دریځ کلک ولاړ دي.
په کندهار کې یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې ملا هبتالله اخوندزاده خپل مېشتځای منډيګک ماڼۍ د خپلو نږدې کسانو په سپارښتنه او د هوايي او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په تړاو د اندېښنې له امله پرېیښې ده. سرچینې زیاته کړې: «زیات وخت د طالبانو مشر په منډيګک ماڼۍ کې اوسي او ده ته نږدې کسان او د هغه مېلمانه د جمهوریت پر مهال د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق په مېلمستون کې وي. دا دواړه ځایونه په کندهار ښار کې ډېر خوندي ځایونه ګڼل کېږي ځکه چې شاوخوا یې د پولیسو قومندانۍ او نورې دولتي ادارې دي او په دې سیمه کې هر وخت کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وي.»
د سرچینې په وینا، د طالبانو د مشر د هستوګنځای او په دې سیمه کې هغه ته د نږدې کسانو د شتون له امله په دې سیمه کې د امنیتي کمرو نصبولو ته اجازه نشته او منډيګک ماڼۍ او د جنرال عبدالرازق مېلمستون ته غځېدلې لارې هم تړل شوې دي.
همدارنګه د طالبانو د واکمنۍ د تېرو څلورو کلونو پر مهال د منډیګک ماڼۍ او شاوخوا سیمې هیڅ انځور له دې امله نه دی خپور شوی چې د طالبانو مشر دلته مېشت وي. د دې سیمې امنیت د طالبانو د مشر د ځانګړې ساتونکې قطعې او د دې ډلې د استخباراتو له خوا ساتل کېږي.
د امیر ملاتړ او د ځانمرګي برید ګواښ
په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو ته ګواښ کړی چې د باګرام اډه بیرته ترلاسه کوي او هڅه کوي دا ډله دې ته اړه کړي چې له ده سره نوی تعامل وکړي، خو د طالبانو د استخباراتو لومړی مرستیال تاجمیر جواد لکه د پخوا په شان په سختو شرایطو کې هم د انتحاري ځواک په وسیله د طالبانو د مشر بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.
تاجمیر جواد د طالبانو له هغو پټو او مبهمو کسانو څخه دی چې نه غواړي ډېر انځورونه خپاره کړي او نه هم له رسنیو سره غږېدلو ته لېواله دی. په تېرو څلورو کلونو کې نوموړي ته منسوب څو غږیز کلیپونه خپاره شوي او تر اوسه یې کوم انځور هم نه دی خپور شوی.
نوموړي د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې خبرداری ورکړ چې امارت د طالبانو د «شهادت» او د هغوی د «وینو توییدنې» په نتیجه کې رامنځته شوی او ساتل شوی دی. تاجمیر جواد ټینګار وکړ چې ټول طالب ځواکونه حتا د ډلې لوړپوړي مشران باید د حکومت د دوام لپاره هر ډول «فداکارۍ» ته چمتو وي. هغه حتا اعلان وکړ چې چمتو دی د تېرو کلونو د جګړې په څېر په ځان پسې چاودېدونکي مواد وتړي او ځانمرګی برید وکړي.
تاجمیر جواد وویل: «لکه چې موږ د دې نظام د راوستلو لپاره په ځان پسې باروت وتړل او ځان مو چاودنه ورکړه، همداسې به د کافرانو، فساد او اشغال پر وړاندې د دې نظام د ساتنې لپاره او د هر هغه چا پر وړاندې چې دې نظام ته بد ګوري، په ځان پسې باروت تړو.»
هغه ټینګار وکړ چې که د اسلامي حکومت د دفاع او د «شرعي نظام» د ټینګښت لپاره اړ شي چې ځان وژونکي بریدونه وکړي، نو دا کار به په رضا او خوښۍ سره وکړي؛ «په خدای قسم، زه دا خوښوم چې د خداى په لار کې ذرې ذرې شم او دا مې خوښ دي چې د قيامت په ورځ د هغو استشهاديانو ترڅنګ واوسم چې د دې نظام د راوستلو لپار یې خپل ځانونه ذرې ذرې کړل او زما سر به د هغوی مخې ته لوړ وي. دا د ټولو مسوولینو او مجاهدینو فکر او انګېزه ده او هغوی ټول د شهادت ژمنه کړې.»
تاجمیر جواد په پکتیا کې د خپلې وینا پر مهال څو ځلي د «شهادت» پر اهمیت، د امارت پر استحکام او د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده پر بې چون او چرا اطاعت ټینګار وکړ. تاجمیر جواد د طالبانو په لیکو کې او په ځانګړې توګه د ځانمرګو تر منځ محبوبه څېره ده. پر ایکس له طالبانو سره تړاو لرونکي اکاونټونه په ډېرې لېوالتیا د نوموړي ویناوې خپروي.
د جمهوریت پر مهال ملا تاجمیر جواد په پکتیا کې د طالبانو د ټاکل شوي والي په صفت فعالیت کاوه او د حقاني شبکې له لوړپوړو غړو څخه و. ده هغه وخت د «الحمزه» انتحاري کنډک د انتحاري ځواکونو د روزنې مسوولیت درلود. دا روزنې د پاکستان د قبایلي سیمو په هغو برخو کې چې له افغانستان سره پوله لري ترسره کېدې او روزل شوي ځواکونه به د خپلو دورو تر بشپړولو وروسته د انتحاري بریدونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته استول کېدل.
تاجمیر جواد د «الحمزه» انتحاري کنډک او د طالبانو د «سرې قطعې» بنسټګر دی او د «فاتح ځواک» په نامه د ځانګړي کنډک مشري یې هم کوله. هغه د انتحاري ځواکونو او د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د روزنې په برخه کې پراخه تجربه لري. «فاتح ځواک» نومی کنډک چې له «سرې قطعې» او انتحاري ځواکونو څخه ترکیب شوی و، د افغانستان د حکومت تر سقوط شاوخوا یو کال مخکې جوړ شو. د دې ځانګړي واحد رهبري له پیله ملا تاجمیر جواد کوله.
د باګرام په تړاو د ټرمپ ګواښونه
په وروستیو ورځو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلي له طالبانو غوښتي چې د باګرام هوايي اډه بېرته ورکړي. هغه د شنبې په ورځ (۲۹ د وږي) پر خپل ایکس حساب خبرداری ورکړ: «که افغانستان د باګرام هوايي اډه هغو ته چې جوړه کړې یې ده یعنې د امریکا متحدو ایالتونو ته بېرته ورنه کړي، بدې پایلې به ولري.»
ټرمپ د جمعې په ورځ هم ټینګار وکړ چې امریکا باید د باګرام اډه نه وای پرېیښې او دا کار یې یوه ستراتېژیکه تېروتنه وبلله. همدارنګه هغه د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا له لومړي وزیر کیر ستارمر سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، چې له امریکا د طالبانو د غوښتنو په بدل کې واشنګټن غواړي چې دا ډله باګرام د امریکايي ځواکونو په واک کې ورکړي. ټرمپ په دې خبري ناسته کې د باګرام د ستراتیژیک موقعیت یادونه وکړه او ویې ویل چې دا اډه د چین له هغو تاسیساتو یوازې د یوه ساعت په واټن کې ده چیرته چې د هغوی اټومي وسلې تولیدېږي.
د ټرمپ څرګندونې د باګرام د ستراتیژیک اهمیت څرګندونه کوي او په سیمه کې د چین د نفوذ په تړاو د واشنګټن اندېښنې ښيي. سیمهییزې سرچینې وایي چې دا ګواښونه د طالبانو د امنیتي تدابیرو د سختېدو لامل شوي، په ځانګړې توګه په حساسو سیمو کې لکه د کندهار منډيګک ماڼۍ چیرته چې ملا هبت الله مېشت وي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یو ځل باګرام ته سفر کړی او له امریکايي سرتېرو سره یې لیدلي و. تر دې وروسته چې کله کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، دې ډلې څو ځلي په باګرام کې پاتې شوې امریکايي وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې کړي او ښایي دې کار باګرام ته د ټرمپ پاملرنه نوره هم زیاته کړې وي.
دا مهال د ټرمپ د تمې خلاف ولادیمیر پوتین په اوکراین کې جګړه نه ده درولې او چین هم خپلې اقتصادي، پوځي او ټېکنالوژیکې وړتیاوې زیاتوي. دا شرایط د دې لامل شوي چې ټرمپ د باګرام د اډې بېرته کنټرولول یو ستراتیژیک ضرورت وبولي، څو هم د چین پر فعالیتونو څار وکړي او هم د روسیې پولې ته نږدې وي، خو په پوځي توګه د باګرام نیول د امریکا لپاره سخت دي او زیات لګښت لري. له همدې امله واشنګټن هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو او معاملې له لارې دې اډې ته د لاسرسي لارې ومومي.
په همدې لړ کې د شنبې په ورځ (۲۲ د وږي) د یرغمل شویو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ یو امریکایي پلاوي کابل ته سفر وکړ. په دې سفر کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم و.
دې پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدنه او خبرې وکړې. که څه هم د دې لیدنو اصلي هدف د امریکایي بندیانو د ازادېدو په اړه خبرې بلل شوي، خو دا احتمال هم شته چې د باګرام هوايي اډې په اړه بحث شوی وي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ څو میاشتې وړاندې د امریکا د ملي امنیت له چارواکو غوښتي چې د باګرام د بېرته نیولو لارې-چارې وګوري.
د طالبانو غبرګون
کله چې ډونالډ ټرمپ په پرلهپسې ډول د باګرام د بېرته نیولو ګواښونه وکړل، د طالبانو حکومت په یوه رسمي اعلامیه کې دې دریځ ته غبرګون وښود. په دې اعلامیه کې له امریکا متحدو ایالتونو غوښتل شوي چې د دوحې د تړون پر اساس د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د «زور او ګواښ» له کارولو څخه ډډه وکړي او د دې هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
د طالبانو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «یو ځل بیا یادونه کېږي چې د تېرو ناکامو تجربو پر تکرار پر ځای باید د واقعیت او عقلانیت پر بنسټ حل لاره غوره شي.»
د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت په کابل کې په یو لړ رسمي مراسمو کې په مستقیم ډول د ټرمپ ګواښونو ته غبرګون وښود. هغه ټینګار وکړ چې طالبانو په ۲۰ کلنه جګړه کې د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې ښودلې چې له هېڅ «زورواکي او باج ګیرۍ» نه ډارېږي. هغه وویل: «دا چې زموږ د خاورې په تړاو او زموږ د یو موټې خاورې په اړه له چا سره معامله وشي، دا داسې څه دي چې هېڅ امکان نه لري او ناشونی کار دی.»
امریکا ته د باګرام اډې سپارل او دې هېواد ته د امریکایي پوځیانو بېرته راتګ د طالبانو د «جهاد» روایت او د «اشغال د پای» شعار چې کلونه د طالبانو د جګړې ایډیولوژیک بنسټ و، تر سختې پوښتنې لاندې راولي. په تېرو کلونو کې زرګونه طالبان د «اشغال» د ختمولو لپاره وژل شوي او اوس په باګرام کې د امریکا د بیا ځلي حضور په تړاو هر ډول توافق دا روایت زیانمنوي. د طالبانو د چارواکو توندې خبرې په ځانګړې توګه د تاجمیر جواد څرګندونې، ښایي د همدې لپاره وي چې د طالبانو او امریکا تر منځ تر احتمالي معاملې وروسته د انتشار او د طالبانو د هغه انځور د خرابېدو مخه ونیسي چې ځان یې امریکا ضد او پردی ضد ښوده.
د امیر په مېشتځای کې ډار
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د خپلو نږدې خپلوانو د یوې کړۍ او همدارنګه د هغو ځانمرګو له لوري ساتل کېږي چې ورته وفادار دي. هغه کندهار د نورو ولایتونو په ځانګړي توګه د کابل په پرتله د اوسېدو لپاره خوندي ځای ګڼي او له همدې امله تل په همدې ښار کې وي.
که څه هم طالبان اوس پر ټول افغانستان بشپړ واک لري، خو نه دي توانېدلي چې د هېواد هوايي حریم هم تر لاسه کړي. همدا ناتواني د طالبانو د مشر او د هغه د ساتونکې کړۍ یوه اندېښنه ده ځکه د هوايي او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو ګواښ لا هم جدي دی.
په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د بیا حاکمیت پر مهال ملا هبتالله ښودلې چې په حکومتولۍ او د «اسلامي شریعت» په تطبیق کې هېڅ ډول نرمي نه مني. هغه ان په یوه جنجالي څرګندونه کې ویلي چې که پر افغانستان اټومي برید هم وشي، بهرنیانو ته به غوږ ونه نیسي او د «اسلامي شریعت» له تطبیقه به شاته نه شي.
د طالبانو د مشر ساتونکې کړۍ چې د دې ډلې د استخباراتو لومړی مرستیال تاجمیر جواد هم پکې شامل دی، په شدیده توګه د هوايي او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه اندېښمنه ده چې کېدای شي د ملا هبتالله اخوندزاده پر وړاندې او د هغه پر مېشتځای ترسره شي. دا اندېښنه په ځانګړي ډول وروسته تر هغه ډېره شوه چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري په میاشت کې د القاعده پخوانی مشر ایمن الظواهري د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
طالبان ښه پوهېږي چې که امریکا وغواړي، د خپل پراخ پوځي او استخباراتي توان په وسیله د طالبانو مشر په نښه کولی او ترورولی شي. همدا ګواښ د دې لامل شوی چې د ملا هبتالله اخوندزاده شاوخوا امنیتي تدابیر تر ټولو لوړ حد ته لوړ شي او څرګنده نه ده چې نوموړی دا مهال چیرته مېشت دی.