اطلاعات روز: د هیواد له نورو ولایتونو سربېره د ختیځ ځېنې سیمې هم په دې وروستیو کې وچکالۍ ځپلي چې له کبله یې للمي ځمکې په شاړو دښتو بدلې شوې دي.
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ «دولتزیو» سېمې یو کروندګر داد محمد وایي، د باران نشتون او وچکالي له امله نورو سیمو ته په کډه کولو اړ شوي دي.
د هغه په خبره سږ کال یې د سیمې کروندګرو په سلګونه منه غنم پر خپلو ځمکو کرلي وو، خو د اوبو او باران نشتون له امله هیڅ فصل زرغون نه شو او ټولې خوارۍ له خاورو سره خاورې شوې.
داد محمد وویل : «زمونږ ځمکې په باراني اوبو ابادې وې، خو سږ کال هیڅ باران ونه شو او همدا لامل و؛ چې په ځمکو کې کرل شوي فصلونه مو له منځه لاړل مالي تاوان سره بزګران زیات مخ شول ځکه غنم مو په ځمکو کې شېندلي وو خو باران ونه شو او غنمو وده ونه کړه.»
د ګوشتې ولسوالۍ د للمي ځمکو کروندګر هم ورته شکایت کوي او وایي، نږدې درې کاله کېږي چې له خپلو للمي ځمکو یي د وچکالۍ له امله هیڅ حاصلات نه دي ترلاسه کړي.
د دې ولسوالۍ د «کاټي» سیمې کروندګر شمس الحق وایي، سږ کال د بارانونو نشتون له امله یې کرل شویو کښتونو هېڅ د زرغونېدو چانس پیدا نهکړ.
شمش الحق زیاتوي: «دلته خو نورې اوبه نشته ټولو کروندګر باران ته په انتظار وي، که چېرې د هر فصل د کر پر وخت باران وشي نو ټول خوشاله وي، خو څو کاله کېږي چې فصلونه په ځمکو کې د کرلو په موخه اچوو خو د باران او اوبو نشتون له امله نه زرغونېږي.»
له ننګرهار سربېره په لغمان ولایت کې هم کروندګر وچکالۍ ځپلي او په لویه کچه له مالي زیانونو سره مخ شوي دي.
د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ کروندګر اسحاق خان وایي، وروستۍ وچکالۍ دومره ځپلي چې د کروندګرو سترګې یې یوازې باران ته په انتظار وي.
دا بزګر چې د خپلې ۱۲ کسېزې کورنۍ سرپرستي کوي اندېښمن دی، چې د کرنیز محصول د نه لرلو پر مهال به څه ډول د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ په پیدا کولو بریالی شي.
اسحاق خان زیاته کړه: «دلته خلک صدقې، نفلي روژې او لمونځ کوي چې باران وشي، ځکه له څاه ګانو د ځمکو لپاره اوبه وباسو نو په ۱۵۰ متره ژوروالي کې هم اوبه نه ورکوي او لګښت هم پرې ډېر راځي نو للمي ځمکې په باران ابادې وي او که باران ونه شي نو بزګران له مالي زیان سره مخ دي.»
په همدې حال کې د کرنې برخې کارپوه عارف الله باغوان اندېښمن دی، که مرستندویه بنسټونه په دې بحراني وضعیت کې د کروندګرو ملاتړ ونه کړي نو ناوړه پایلې به ولري.
هغه د کرنېزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو پر مدیریت او دغه راز د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو د توزیع په برخه کې د بزګرانو پر لاسنیوي ټېنګار کوي.
باغوان زیاته کړه: «لومړی خو په کار دا ده چې د للمي ځمکو د خړوبولو لپاره چک ډېمونه جوړ شي ځکه اوس وخت کې بارانونه په خپل وخت نه کېږي، نو که چېرې باراني او سېلابي اوبه مهار شي او د اړتیا پر مهال ترې ګټه واخیستل شي، نو د للمي ځمکو د کروندګرو ستونزه حل کېږي؛ دغه راز داسې تخمونه باید کروندګرو ته ورکړل شي چې د وچکالي په مقابل کې مقاوم وي.»
بلخوا د ننګرهار د کرنې ریاست طالب مسوولان هم مني چې ګوشته، لعل پوره، چپرهار، سره رود، بټي کوټ، اچین، مومندره او یو شمېر نورې ولسوالۍ وچکالۍ ځپلي دي.
د یاد ریاست لپاره طالب ویاند اجمل سبحاني وايي، په زیاتره ولسوالیو کې یو شمېر د للمي ځمکو کروندګرو د باران کمښت او سختۍ وچکالۍ په پایله کې خپل محصولات له لاسه ورکړي او هیڅ حاصل یې نه دی ترلاسه کړی.
سبحاني زیاته کړه: «د وچکالۍ ستونزه ټولشموله ده خو د ننګرهار زیاتره ولسوالۍ هم ځپلې دي او خاص ډول د للمي ځمکو بزګران ځکه له مالي زیان سره مخ شوي، چې دوی په ځمکو کې د کرلو په نېت فصلونه اچولي، خو بیا د اوبو نشتون له امله زرغون شوي نه دي. مونږ د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په ځېنو ولسوالیو کې د اوبو کوچني چک ډېمونه جوړ کړي او هڅه کې یو دا لړۍ ټولو ولسوالیو ته وغځوو چې د اوبو کمښت پر مهال ترې بزګران د ځمکو خړوبولو لپاره ګټه واخلي.»
د نوموړي په خبره اقلیمي بدلون، د بارانونو کمښت او د هوا ګرمیدل د دې لامل شوي چې کروندګر ونه شي کولای له خپلو کرنیزو ځمکو په ځانګړي ډول له للمي ځمکو د اړتیا وړ حاصلات ترلاسه کړي.
ننګرهار او لغمان د هیواد له هغه کرنېزو ولایتونو څخه دي چې زیاتره وګړي یې په کرنه بوخت او د عاید یوازینۍ سرچینه یې له ځمکو ترلاسه کېدونکي حاصلات دي.