اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې «ناپیژانده کسانو» یو سوداګر د چړو په ګوزارونو وژلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې وژل شوی سوداګر عبدالودود نومیده او جسد یې تېره ورځ (یکشنبه، ۶ د تلې) د لښکرګاه ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند «بشران هدیره» کې موندل شوی دی.
د دغه پیښې د عاملینو او د پیښې څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو د سرچینو په وینا چې یاد سوداګر لومړی وژل شوی او بیا یې جسد یاده سیمه کې غورځول شوی دی.
د سرچینې په وینا، عبدالودود د لښکرګاه ښار د غنمو منډيي کې کاروبار درلود او اصلاً د هلمند د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې په وروستیو کې یې د لښکرګاه ښار د بیټون سیمه کې ژوند کاوه.
تر اوسه د دې پېښې په اړه ځایي طالب مسوولینو څه نه دي ویلي او نه یې هم د وژنې انګېزه روښانه شوې ده.
هلمند کې په دې وروستیو کې پټې وژنې او غلاوې زیاتې شوي، خو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه کارنده ګامونه نه دي پورته کړي.