close
خلیلزاد

خلیلزاد: امریکا او طالبان د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا او طالبان «د خپلو ملي ګټو د مخته وړلو» لپاره د ښو اړیکو په لټه دي.

ښاغلي خلیلزاد نن مازیګر (یکشنبه، ۶ د تلې) پر ایکس لیکلي چې «یو بېړنی خنډ د زندانیانو او یرغملو موضوع» ده.

ده ویلي: «دواړه لوري هڅه کوي چې دا خنډ ختم کړي او داسې ښکاري چې طالبان په دې پوه شوي دي چې کوم امریکایان ورسره دي، هغوی د یوې سرمایې پر ځای یو دروند بار دي.»

خلیلزاد همدا راز ویلي: «هغوی (طالبان) سم فکر کوي. له هیواده دباندې د امریکایي وګړو د ساتنې په تړاو د ټرمپ د حکومت سختدریځي سیاست او همدا راز له طالبانو سره د اړیکو د ساتلو هڅو په دې بدلون کې رول درلودلی دی.»

د امریکا پخواني ځانګړي استازي هیله ښوولې چې «په دې برخه کې به ژر پرمختګ وشي».

دا په داسې حال کې چې ښاغلي خلیلزاد ۱۵ ورځې وړاندې د یرغمل شویو په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي ادم بولر سره دویم ځل کابل ته سفر وکړ او د «زندانیانو د تبادلې» په تړاو یې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې.

کابل ته د دې پلاوي تر سفر وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو ویلي چې له طالبانو سره په خبرو اخته دی چې باګرام بیرته تر لاسه کړي.

که څه هم طالبانو د زندانیانو د تبادلې په اړه له امریکا سره خبرې-اترې تایید کړې دي، خو د باګرام په اړه یې له دې هیواد سره مذاکرات رد کړي.