نږدې یوه میاشت وړاندې یوې وېجاړونکې زلزلې د ختیځو ولایتونو ګڼې برخې ولړزولې، خو د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزار او د څوکۍ ولسولۍ دېوه ګل درې یې تر نورو ډېرې ولړزولې چې له امله یې زرګونه انسانانو ته مرګ ژوبله واوښته او ترڅنګ یې زرګونه استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.
دې زلزلې په مزار او دېوه ګل درو کې شاوخوا ۹۰ سلنه کلیوالي او غرییز سړکونه چې کابو ۸۰ کېلو متره کېږي وېجاړ کړي چې له امله یې زلزله ځپلي لا هم غرییزو سیمو کې خپلو کورونو، مالدارۍ او خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نه شي ورتللی او ژوند یې له جدي ننګونو سره مخ دی.
د کونړ د مزار درې د غازي اباد سیمې یو شمېر اوسېدونکي چې په وروستۍ زلزله کې ګڼ خلک مړه او ټپیان شول شکایت کوي، چې لا هم د څه باندې درې اوونیو په تېرېدو په دې سیمه کې د زلزلې له امله وېجاړ شوي سړکونه نه دي رغول شوي.
دوی وايي، د ګڼو خلکو کورونه، مالدارۍ او د ژوند نورې چارې یې غرییزو سیمو کې دي چې د سړکونو د خرابوالي له امله دوی خپلو سیمو ته نه شي ورتللی او د دوی پر وړاندې یې جدي ستونزې را منځته کړي دي.
د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د غازي اباد سیمې اوسېدونکی حضرت عمر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د زلزلې له وجې لارې خرابې شوې، همدا وجه وه چې زمونږ زخمیان ژر اوچت نه کړی شول، که لارې خرابې نه وای زمونږ تلفات به کم و، اوس هم لارې خرابې دي، څوک پورته ساحو ته نه شي تللی، د ډېرو خلکو کورونه پورته غرونو کې دي، خلک مالدارۍ باندې مصروف دي، درې هفتې تېرې شوې، خو لا هم سړکونه خراب دي او خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.»
دوی زیاتوي چې خراب سړکونه د دوی د ټپیانو او روغو کسانو پر وړاندې ستره ننګونه ده او نیوکه کوي چې طالبانو تر اوسه په دې برخه کې کارنده ګامونه نه دي پورته کړي.
زلزله ځپلي وايي، طالبانو خپل ټول تمرکز د اغېزمنو شویو په نوم له مرستندویه بنسټونو د مرستو را ټولونوې ته کړی او د دوی د ستونزو بنسټیز حل ته یې هېڅ پام نشته چې له امله یې د زلزله ځپلو ستونزې ورځ بلې ته په زیاتېدو دي.
د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د شُماش درې اوسېدونکی سیف الرحمان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «اصلي مشکلات زمونږ پاتې دي، سړکونه خراب دي، د طالبانو ټول پام دې ته دی چې څنګه له موسېساتو او کومکي ادارو مرستې را ټولې کړي، دا یوازې زلزله ځپلو ته نه ورکوي؛ په دې کې د دوی خپله ګټه ده، ځکه چېغې وهي چې مرستې وکړئ، ګنې زمونږ سړکونه خراب دي، خلک ورته له هر څه ډېر ضرورت لري، خو د دې مشکل د حل لپاره هېڅ قدم نه پورته کوي، وايي نن به پرې کار شروع کړو، سبا به پرې شروع کړو، خو عملي اقدام یې نشته دی.»
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ دېوه ګل دره چې په وروستۍ زلزله کې پکې د درنې مرګ ـ ژوبلې سربېره ځايي خلکو درانه مالي زیانونه لیدلي، لسګونه کېلو متره کلیوالي سړکونه په کې وېجاړ او د خلکو د تګ راتګ لارې یې تړلې دي.
خلک وايي، په دې دره کې د نږدې ټولو اوسېدونکو د ژوند څرخ پر مالدارۍ روان و چې زلزلې ترې مالداري اخېستې او هغه چې پاتې د سړکونو د خرابوالي له امله ورته رسېدنه نه شي کولی او دوی یې له جدي اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.
د دېوه ګل درې د اندرلچک سیمې اوسېدونکی صفت الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ ټول سړکونه خراب دي، مالداري مو ختمه شوې، زمونږ سپین ږیري او زنانه په کورونو کې ایسارې پاتې دي، ښکته ساحو ته د درملنې او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نه شي راتللی، ځکه سړکونه په ځېنو ځایونو کې چاودلي دي، ځېنو ځایونو کې غر را ښویېدلی او ځېنو ځایونو کې سړک په بشپړ ډول تخریب شوی، زمونږ ټول کار روزګار د سړک پر مټ روان و، خو اوس چې سړک خراب دی نور یې هم اقتصادي مشکلاتو سره مخ کړي یو.»
ځايي خلک وايي، د دغو ستونزو د حل په برخه کې د طالبانو ګامونه پرېکنده نه دي او غوښتنه کوي چې نړیوال مرستندویه بنسټونه دې په دې برخه کې بېړني اقدامات وکړي.
زلزله ځپلي اندېښنه لري که لېرې پرتو درو او سیمو ته غځېدلي سړکونه ونه رغول شي پاتې مالدارۍ به یې له منځه لاړه او د دوی سپین ږیري، عادي ټپیان او مېرمنې به به مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.
د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې د بادینزو د سیمې اوسېدونکی نصیر الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته په خپلو خبرو کې وویل: «که طالبان زمونږ د سړکونو د جوړولو لپاره کار نه کوي، باید موسېسات دې برخې ته مخکې شي، ځکه پاس درو کې ډېر زیات انسانان اوسېږي، سپین ږیري دي، زنانه دي، ماشومان دي، زخمیان دي په کورونو کې، که دا سړکونه جوړ نه شي، نو د ژمي په راتګ به زمونږ مشکلات یو په دوه چنده شي، ځکه باران او واوره وي، نو بیا په دې لارو کې تګ راتګ سخت دی او زمونږ خلک به د مرګ او ژوند تر منځ پاتې وي.»
بل لور ته کونړ کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست هم مني چې د زلزلې له امله یوازې د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل او د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې شاوخوا ۹۰ سلنه سړکونه چې کلیو او درو ته غځېدلي وېجاړ شوي دي.
طالب چارواکي وايي، په یو شمېر سیمو کې یې د وېجاړو شویو سړکونو د رغولو چارې پیل کړي، خو په خبره یې یې سړکونه په کافي اندازه تخریب شوي او په بشپړ ډول رغول به یې ډېر وخت ونیسي.
د کونړ د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رييس قدرت الله ابو حمزه وايي: « په دې دواړو درو کې ډېر زیات سړکونه خراب شوي، داسې ځایونه شته چې هلته د ماشینرۍ ورتګ هم بېخي ناممکن دی، هېڅ ممکنه نه ده چې هغه ساحې په عاجل ډول خلاصې شي، ځکه تر دې حده خراب شوي دي، ۹۰ فیصده کلیوالي سړکونه چې شاوخوا ۸۰ کېلو متره کېږي خراب شوي دي، مونږ ځېنو سیمو کې کارونه شروع کړي، خو دا چې ټول سړکونه به کله جوړېږي وخت ته ضرورت لري.»
نږدې یوه میاشت وړاندې (د ۲۰۲۵ کال د اګست ۳۱) د شپې نږدې دولس بجې زورورلې زلزلې د ختیځ ولایتونو ګڼې برخې ولړزولې چې د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې یوازې د دې زلزلې له امله په کونړ ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۰۵ تنه مړه او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د دې زلزلې له امله نږدې اووه زره استوګنیز کورونه، شاوخوا پنځه سوه هکتاره کرنیزه ځمکه تخریب او سلګونه څاروي هم له منځه تللي چې خلکو ته یې د ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم ور اړولي دي.
د میاشت په تېرېدو لا هم د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزلې د ټکانونو له وېرې خلک په ازاده فضا او د مرستندویه بنسټونو له لوري په جوړو شویو لنډمهالو مېشت غالو کې اوسېږي چې د خوراک ـ څښاک، درملو او نورو برخو کې له جدي ننګونو سر ټکوي او په دې برخه کې د طالبانو حکومت سربېره له نړیوالو مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنې لري.