اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد د بلوچستان ایالت د مرکزي ښار کوټې په پښین اډه سیمه کې د نیمه پوځي ځواکونو پر مرکز په برید کې لس تنه وژل شوي دي او ۳۲ نور ژوبل دي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې دا برید نن (سېشنبه، ۸ د تلې) ترسره شوی او ځینو نورو رسنیو خبر ورکړی دی چې په وژل شویو کې څلور تنه پاکستاني امنیتي سرتېري دي او نور ملکي وګړي دي.
په عین مهال کې ډان ورځپاڼې زیاته کړې چې په ژوبلو کې د شپږو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
له رسنیزو راپورونو سره سم، تر چاودنې وروسته وسلوالو بریدګرو په سیمه کې ډزې هم کړې دي، خو د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم د پاکستاني امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون په ترڅ کې څلور بریدګر وسلوال هم وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د ګڼو امنیتي پېښو له امله د ګڼ شمېر وسلوالو بریدګرو د وژنې راپور ورکول کېږي او همدا راز د پاکستاني رسنیو له وینا سره سم، تېره ورځ هم د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان ولسوالۍ کې د یوې بمي چاودنې له امله نهه پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې په هیواد کې یې وسلوالو ته ځای ورکړی او هغوی په پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو طالبان دا تورونه ردوي.