اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې که څه هم په افغانستان کې بچه بازي په رسمي توګه ممنوع ده، خو دا عمل لا هم دوام لري.
دا راپور چې پرون (دوشنبه، ۷ د تلې) خپور شوی، د یو شمېر څارونکو له خولې یې ویلي چې د طالبانو غړي په بچه بازۍ اخته دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې ویل شوي چې طالبان له واده دباندې اړیکې ته جسمي سزا ورکوي او له همدې امله د جنسي قاچاق قربانیان له خطر سره مخ دي.
څارونکو ویلي چې د بچه بازۍ قربانیان تر ډېره د طالبانو او ټولنیز ننګ له امله راپور نه ورکوي چې له دوی ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.
په دې راپور کې ویل شوي چې طالبان ماشومان او حتا ۱۲ کلن ماشومان استخداموي او استفاده ترې کوي.
طالبانو له ماشومو سرتېرو د ګټې اخیستلو ادعاوې رد کړې دي او ادعا یې کړې چې د دوی له قانون سره سم بې ږیرې هلکان جګړې او نظامي مرکزونو ته د تګ اجازه نه لري.
څارونکو راپور ورکړی چې د طالبانو غړي د هغوی په پېژندپاڼو کې په لاسوهنې کولو سره هغوی استخداموي.
طالبانو د خپلو ځواکونو تر منځ د پیژندنې او ماشومانو د ترخیص لپاره د «صفونو د تصفیې» په نوم کمیسیون جوړ کړی دی؛ مګر د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له راپور سره سم، طالبانو د ۲۰۲۴ کال پر مهال د هیڅ ماشوم سرتېري د پیژندنې او ترخیص راپور نه دی ورکړی.