اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره انټرنیټ او مخابراتو ته لاسرسی ازاد کړي.
دې دفتر نن (سېشنبه، ۸ د تلې) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د انټرنیټ بندېدو افغانستان په بشپړه توګه له نړۍ څخه پرې کړی دی.
یوناما د انټرنیټ د قطع کېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دې چې داسې بندیزونه پراخ او بېړني عواقب لري او په دې لړ کې پر مهمو مالي او بانکي سیستمونو پراخ او جدي اغېز لري.
د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي چې د انټرنیټ قطع کېدل د ښځو او نجونو انزوا زیاتوي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی محدودوي او د الوتنو او حوالو په برخه کې خنډونه ایجادوي.
یوناما ویلي چې د انټرنیټ پرې کېدل په افغانستان کې اطلاعاتو او د بیان ازادۍ ته لاسرسی نور هم محدودوي.
دې دفتر د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو او ازادیو نقض بللی دی او ویلي یې دې چې د انټرنیټ پرې کېدو ښوولې چې د انسانانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
یوناما ویلي چې د سپټمبر له ۱۶ د افغانستان په ډېری برخو کې انټرنیټ ته لاسرسی قطع او یا مختل شوی او اخیر هم د سپټمبر د ۲۹مې په شپه په کابل او ټول هیواد کې انټرنیټ او مخابراتو خدماتو ته لاسرسی په بشپړه توګه ختم شو.
یوناما ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ماموریت له مخې په فعاله توګه د افغانستان د خلګو د ملاتړ په برخه کې له طالبانو سره همکاري کوي.