close
Photo: BNA

اسوشیټیډ پریس د طالبانو له قوله: د فایبر نوري تارونه زاړه شوي او تبدیلېږي

اطلاعات روز: اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د طالبانو له قوله راپور ورکړی دی چې دې ډلې په افغانستان کې پر انټرنیټ په بشپړه توګه بندیز رد کړی دی او ویلي یې دې چې د نوري فایبر پخواني تارونه زاړه شوي او اوس بدلېږي.

تر اوسه داسې کومه اعلامیه پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د ویاندویانو له پاڼو نه ده خپره شوې.

مګر اسوشیټیډ پریس خبري اژانس لیکلي چې طالب چارواکو د پاکستاني ژورنالستانو په ګروپ کې د درو جملو یوه اعلامیه خپره کړې.

د اسوشیټیډ پریس په وینا، په دې اعلامیه کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویل شوي چې د انټرنیټ سرتاسري پریکېدنه د «نوري فایبر د زړو تارونو» له امله ده او اوسمهال تبدیلېږي.

ده ویلي: «ده ویلي چې هغه ټولې اوازې چې زموږ په اړه خپرېږې چې پر انټرنیټ مو بندیز لګولی دی، سمې نه دي.»

د دوشنبې له مازیګر راهیسې په ټول افغانستان کې انټرنیټ او مخابراتي خدمات قطع دي. د ارتباطاتو دې قطع کېدو د خلګو ورځنی ژوند، بانکونه او مالي ادارې له خنډونو سره مخ کړې دي.