اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نهراج ولسوالۍ کې یو کس خپله مور او دوې خویندې وژلي او خپل پلار یې ټپي کړی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دا پېښه وړمه ورځ (سې شنبه، ۸ د تلې) د نهراج ولسوالۍ اړوند «شین باغ» سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچینې په وینا، چې دا پېښه د پلار او زوی ترمنځ د لفظي شخړې له امله رامنځته او بیا یې زوی پر خپلې کورنۍ ډزې کړي، چې په پایله کې یې مور او دوې خویندې وژل شوي او پلار یې ټپي دی.
سرچینې د دغو کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل، خو زیاتوي چې تورن کس د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
هلمند کې ځایي طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.