close

د انټرنېټ پرې کېدل؛ د افغانانو پر اقتصاد، زده‌کړو، نوښت او راتلونکي وژونکی ګوزار

انټرنېټ او په ځانګړې توګه نوري فایبر د معلوماتو د لېږد تر ټولو چټکه او باوري شبکه ګڼل کېږي، چې د نړۍ په کچه د زده‌کړو، سوداګرۍ، بانکي او دولتي چارو د پرمخ وړلو لپاره مهمه وسیله ده او دغه تکنالوژي د لوړ سرعت او ټیټو لګښتونو له امله د انټرنېټي خدماتو تر ټولو اغېزمنه سرچینه بلل کېږي. خو، د طالبانو له لوري د انټرنېټ پرې کیدل افغانستان کې د ورځنیو چارو ترڅنګ سوداګریزې راکړې ورکړې، زده کړې، رسنۍ، بانکي او دولتي چارې سختې اغیزمنې کړي، چې ډیری خلک د طالبانو یاد اقدام د حیرانتیا وړ بولي او زیاتوي چې دا داسې کړنو تکرار هیواد د تیارو پر لور بیایي.

افغانستان چې د طالبانو د حاکمیت په تېرو څلورو کلونو کې د فقر او اقتصادي اړخه سخت ځپل شوی، د نږدې ۵۰ ساعتونو لپاره د غږیزو اړیکو او انټرنېټ پرې کیدل د خلکو ژوند نور هم اغیزمن کړ او افغانان نه یوازې د مخابراتي خدمتونو په برخه کې؛ بلکې  انلاین زده کړو او ازموینو، رسنیو، سفر، کار، انلاین کاروبار، سوداګریزو راکړو ورکړو، او حتا د نړیوالو مرستو پروګرامونو په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ او اقتصادي ضربې یې لیدلي دي.

د کندهار سپين بولک ولسوالۍ چې د افغانستان يوه له مهمو سوداګريزو ولسواليو څخه ګڼل کېږي، دغلته ميشت سوداګر وايي، چې د انټرنيټ پرې کيدو له امله يې هره څه ګډوډ شوي دي.

یو تن سوداګر نصرت احمد وايي، چې د بولدک په ګډون د افغانستان  په نږدې هر ګمرک کې ټول سيستمونه فلج دي، سلګونه کانټينرونه بار ولاړ دي او زرګونه ټنه مالونه د يوه نامعلوم برخليک سره مخ دي.

نوموړي وویل: «دلته د سپين بولدک څخه نيولي تر تورخم او ټول صفري نقطو کې په سلګونه بار موټرونه ولاړ دي ټول سيستمونه فلج دي دغه مالونه د يوه نامعلوم برخليک سره مخ دي پر هرې لارۍ چې په دې نقطو کې بند پاتې دي د ورځې تر ۳۰۰۰ افغانيو لګښت راځي که ډير پاتې شي دغه مالونه ډير له منځه ځي.»

همدارنګه د بهر څخه د صادراتو او وارداتو ورهاخوا په کور دننه په ټولو ولايتونو کې چې انټرنېټي خدمتونه بندېدو سره په صرافیو کې د حوالې خدمات په ټپه دريدلي او د بانکي خدماتو سيستمونه هم له کاره لويدلي دي.

د هلمند اوسيدونکی سعيدالله عزیزي وايي، چې د پیسو اخيستلو لپاره بانک ته ورغلی، خو د بانک ساتونکي د داخلیدو اجازه نه ده ورکړې او په وینا یې چې هر کس ته ویل کیدل چې سيستم غيرې فعال دی او دوی نه شي کولای چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

هغه زياتوي، چې ټوله هستي او نيسي يې په بانګ کې پرته ده او په خبره يې که ډير وخت يې پیسې بانک کې پاتې شي فقر کولو ته به اړ شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «په بانکونو کې د انټرنېټ له بندېدو وروسته زموږ ورځنۍ مالي چارې په ټپه درېدلې دي او خلک له ستونزو سره مخ شوي دي، که دا حالت دوام وکړي ډېرې کورنۍ به د ورځنۍ اړتیاوو پوره کولو کې له ستونزو سره مخ شي.»

دغه راز د انټرنېټ پرې کیدو سره په پلازمینه کابل کې هم چوپتیا خوره شوې وه او نږې ټول کاروبارونه په ټپه ولاړ وو.

کابل کې یو شمیر سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو له لوري د غږیزو اړیکو او انټرنېټ پرې کیدو له امله دغلته د صرافۍ مارکیټونه، بانکونه، سیاحتي شرکتونه، انلاین کاروبارونه، هوایي پروازونه او ټولې هغه چارې چې په انټرنېټ یا هم د ټیلیفوني اړیکو له لارې حل کیدې په ټپه ولاړې وې.

عام افغانان د طالبانو پریکړو اندیښمن کړي او وایي، چې د طالبانو حکومتولۍ په خپل هیواد کې له ژوند کولو ستړي کړي دي

ورته مهال کندهار کې دانلاین توکو د انتقالي شرکت يو مسوول چې موږ يې د امنيتي ستونزو له امله په راپورکې نوم رحمت الله ياد کړی وايي، تر هغه وروسته چې په کندهار ولايت کې نوري فایبر انټرنيټ بند شوی ورځني عايد يې د ۵۰۰۰ افغانيو څخه ۲۰۰۰ افغانيو ته رالويدلی دی.

نوموړی وايي، چې دا مهال ورسره د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې سلګونه کسان په انلاين ډول کار کوي او له دې لارې پلورل شوي توکي له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لېږدوي. د ده په وینا، د توکو د لېږد ټول بهیر د قوي انټرنېټ په مرسته سمبالېږي، خو اوس دغه پروسه له ستونزو سره مخ شوې او که دا ستونزه هواره نه شي، ټول کسان به یې له بېروزګارۍ سره مخ شي.

هغه وویل: «د انلاین سوداګرۍ لپاره زموږ سیستم یوازې د قوي انټرنېټ په شتون کې کار کوي، خو اوس هر څه ودریدلي دي که دا ستونزه ژر حل نه شي، زموږ سلګونه کارکوونکي به بې کاره پاتې شي.»

همدارنګه د انټرنېټ په وسیله د انلاين کاروبارونو او اړتياوو ورهاخوا د افغانستان په ډيرو ښارونو کې نجونې او هلکان د انټرنېټ پرې کیدو سره له زده کړو محروم شوي دي.

مولوي عبدالعزیز چې په کندهار کې د يوې دیني مدرسي مدرس دی، وایي چې هر سهار د یو ساعت لپاره انلاین زده کړې ورکوي، خو په وینا یې چې د انټرنېټ پرې کیدو سره یې شاګردان له زده کړو محروم شوي دي.

دغه دیني عالم وویل: «زه هره ورځ د ديني زده کړو لپاره یو ساعت انلاین درس ورکوم، چې د افغانستان ترڅنګ په نورو هېوادونو کې میشت افغانان هم ګډون کوي، که په افغانستان کې انټرنېټ بند شي، ټول انلاین زده کړو مرکزونه به په بشپړه توګه وتړل شي.»

په همدې حال کې د تکنالوژۍ برخې متخصصين د طالبانو  دغه پريکړه د افغانستان د مالي نظام د سقوط په معنا بولي او وايي، که طالبان خپلې دغه «سرناخلاصې» پريکړې عملي کولو ته دوام ورکړي، په راتلونکو مياشتو کې به هېواد د ناوړه پایلو سره مخ شي.

په کندهار کې د تکنالوژۍ د برخې یو تن انجنیر عبیدالله اڅکزی (مستعار)، وايي، چې د طالبانو له لوري د انټرنېټ پرې کېدل په عمومي ډول د افغانستان د خلکو پر ژوند ناوړه او منفي اغېزې لري او په وینا یې دغه پرېکړه به پر برېښنایي حکومتولۍ، شفافیت او حساب ورکونې، نويو ټکنالوژیکي پرمختګونو، نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ، زده کړو، امنیتي برخې، بانګدارۍ او د ژوند پر ټولو اړتياوو ژور اغېز وکړي.

دی وايي، چې که د انټرنېټ پرې کیدلو پريکړه په افغانستان کې دوام ومومي، نو ټول ډيجيټل خدمتونه به د دوو  لسيزو وړاندې دودیزو طریقو کارونې ته ولاړ شي؛ هغه څه چې زیات وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري او د پراخ فساد کولو  ته پکښي زمينه برابريږي.

بلخوا بیا طالبانو په ښکاره ډول په افغانستان کې د انټرنېټ د پرې کیدو په اړه  ډير وضاحت نه دی ورکړی، خو د دوی د يو شمير ولايتونو وياندويانو په خپرو شویو اعلاميو کې ويلي، چې د دوی مشر هبت الله اخوندزاده له «منکراتو» څخه د مخنیوي په موخه دغه پریکړه کړې او د دوی حکومت هڅه کوي چې د نوري فایبر انټرنېټ لپاره بديلې لارې پیدا کړي.

خو، اسوشیټیډ پریس د طالبانو له قوله راپور ورکړی، چې دې ډلې په افغانستان کې پر انټرنېټ په بشپړه توګه بندیز رد کړی او ویلي یې دي چې د نوري فایبر پخواني تارونه زاړه شوي او اوس بدلېږي.

اسوشیټیډ پریس په وینا، چې د طالبانو یوه اعلامیه چې د پاکستاني ژورنالیستانو په ګروپ کې خپله طالب چارواکو خپره کړې د دغه ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې پکې ویل شوي، چې د انټرنیټ سرتاسري پرې کېدنه د «نوري فایبر د زړو تارونو» له امله ده او اوسمهال تبدیلېږي.

ده ویلي: «چې هغه ټولې اوازې چې زموږ په اړه خپرېږې چې پر انټرنېټ مو بندیز لګولی دی، سمې نه دي.»

د تکنالوژی د برخې پوهان او عام افغانان د طالبانو د حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د يوه پرمختللي افغانستان لپاره دې د بندیزونو پر ځای خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او اجازه دې ورکړي چې د نړۍ له هر پرمختګ څخه خبر شي.

په افغانستان کې انټرنېټ لومړی ځل په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د لومړي نظام تر سقوط او د جمهوریت تر رامنځته کېدو وروسته عام شو او له هغه وروسته د ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۶ کلونو پورې د هېواد په لویو لارو د «Optical Fibre Cable Backbone Ring» پروژه پلې شوه چې د افغانستان د نښلولو لپاره مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان د نوري فایبر پر مټ له اوو نقطو د سیمې له هېوادونو سره نښلول شوی او له همدې لارو هېواد ته انټرنېټ واردېږي. د شمیرو له مخې افغانستان کې ټولټال ۲۶ میلیونه فعال سیمکارتونه شته چې شاوخوا ۱۳ میلیونه یې د انټرنېټ د استفادې لپاره کارول کېږي.