اطلاعات روز: د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» راپور ورکړی چې ایران د روان میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې لږ تر لږه ۱۸۷ کسان، چې په کې ۱۰ افغان وګړي هم شامل دي، اعدام کړي دي.
دې بنسټ په یوه راپور کې چې پرون (چهارشنبه، ۹ د تلې) خپور شوی، ویلي چې د اعدام شویو کسانو په ډله کې د یوې افغانې ښځې په ګډون شپږ ښځې هم شاملې دي.
د «ههنګاو» راپور کې ویل شوي، چې د ۱۰ افغان اتباعو تر څنګ ۳۵ کُرد بندیان، ۲۳ لوري بندیان، ۱۵ ترک بندیان، ۱۴ بلوچ بندیان، اته ګیلک بندیان، څلور عرب بندیان، ۵۷ فارس بندیان او ۲۱ نور کسان چې د هغوی قومي هویت تر اوسه نه دی معلوم، هم په ایران کې اعدام شوي دي.
د دې راپور له مخې، د دې کسانو څخه ۹۲ د مخدره توکو اړوند جرمونو په تور او ۹۰ د قصدي وژنو په تور اعدام شوي دي.
«ههنګاو» زیاته کړې چې درې سیاسي فعالان او دوه مذهبي فعالان هم د هغو کسانو په ډله کې دي چې په سپټمبر میاشت کې په ایران کې اعدام شوي دي.
د دې بنسټ په وینا، دا شمېره د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په پرتله ۱۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې ایران کې د افغان اتباعو اعدامونه زیات شوي دي.
د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» مخکې راپور ورکړی و، چې ایران د روان کال له اتو میاشتو څخه په کم وخت کې لږ تر لږه ۴۶ افغان اتباع اعدام کړي دي.
طالبانو له ایراني قضايي چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې د اعدام شویو مجرمینو لپاره بدیلې سزاګانې په پام کې ونیسي، خو ظاهرا دا غوښتنه په پام کې نه ده نیول شوې.