اطلاعات روز: د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره افغان سوداګرو ته په میلیونونه ډالر زیان رسیدلی دی.
د دغه خونې یو مسوول زلمی عظیمي وایي، اوسمهال له تورخم دې غاړې د سلګونه باروړنکو موټرو په درول کېدو سره د تازه مېوو او سبزیو لویه برخه خرابه شوې او افغان سوداګرو ته د ورځې شاوخوا پنځه میلیونه ډالره زیان رسېږي.
د نوموړي په خبره له دې وړاندې به هره ورځ په سلګونه افغان او پاکستاني لاریو پر تورخم لاره تګ راتګ کاوه، خو اوس دا کچه صفر ته راټېټه شوې ده.
عظیمي زیاتوي: «په تورخم کې همدا مهال سلګونه لارۍ چې په کې تازه مېوې انګور، مڼې، انار او دغه راز تازه سبزیجات رومیان، پیاز، بنډۍ او نور توکي بار دي؛ په خراب شوي او زیاتره تجارانو خپل دا مالونه په تاوان لیلام کړي دي نو هره ورځ له پنځه میلیونه ډالرو زیات زیان سوداګرو ته رسېږي.»
افغان سوداګر عبدالقاهر مومند هم د تورخم دروازې تړل کېدو اندېښمن کړی او په وینا یې چې تېرو څلورو ورځو راهیسې یې په توکو بار موټرې د تورخم دواړو خواو ته بند پاتې دي او وینا یې سوداګر نور د دې وضعیت د دوام له کبله له پاکستان سره له سوداګرۍ ستړي شوي دي.
نوموړی زیاتوي په ایسارو موټرو کې بار تازه مېوې او سبزیجات خوسا شوي او دا مهال چې افغانستان کې د تازه مېوو وخت دی، ډېری سوداګر مېوې پاکستان ته لېږدوي ځکه دغه هېواد یې ښه بازار ګڼل کېږي.
د هغه په خبره په تېرو څو ورځو کې یې نږدې یو میلیون افغانۍ زیان لیدلی او که لاره خلاصه نه شي دا زیان ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی.
مومند زیاتوي: «د تورخم لارې په تړل کېدو سره افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیان ډېر دی، ځکه اوس د تازه مېوې وخت دی او زیاتره موټرو کې تازه مېوې او سبزیجات خوسا شوي، یوازې زما څلور موټرو کې تازه مېوه خرابه شوې چې د یو موټر مال مو له نیم په کم قیمت پلورلی او که نوره هم ایسار شي دلته په موټرو کې ټول توکې خرابېږي نو غوښتنه کوو چې د تورخم لاره باید ژر خلاصه شي.»
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي، چې له تورخم سربېره سپین بولدک، غلام خان بندر او یو شمېر نورې ټرانزیټي لارې هم پاکستان پر افغان سوداګرو تړلې دي.
د الکوزي په خبره له دې وړاندې به له همدې لارو دواړو خواوو ته هره ورځ درې زره تجارتي موټرو تګ راتګ کاوه، خو له تېرو څو ورځو راهیسي دا چاره په ټپه درېدلې ده. نوموړی له طالب او پاکستاني لوري غوښتنه کوي چې ټرانزیټي لارې دې پرانيزي او سوداګري دې د سیاست ښکار نه کوي.
الکوزی زیاتوي: «د تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندر تړل کېدو هم افغان او هم پاکستاني سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي زمونږ د معلوماتو له مخې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د افغان سوداګرو توکي خراب شوي او میلیونه ډالره زیان یې لیدلی؛ له دواړو لورو غوښتنه کوو چې سوداګري له سیاست جدا کړي او د سوداګرۍ پرمخ دې لارې نه بندوي ځکه په دې کې دواړو خواوو سوداګرو ته تاوان دی.»
د هغه په وینا که څه هم د سوداګرۍ ګډې خونې د یادې لارې د خلاصېدو لپاره هڅې کړي، خو د وضعیت د ترینګلتیا له امله یې هڅې بې پایلې وې.
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم مني، چې د تورخم لارې په تړل کېدو سره له عام وګړو سربېره سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي. د هغه په وینا د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې او دوی تمه لري چې ژر به خلاصه شي.
بدلون زیاته کړه: «په تورخم او په ټوله کې له پاکستان سره په اوسني وضعیت کې ممکن د تورخم دروازې خلاصیدل یوه یا دوه اوونۍ وخت ونیسي، خو دا دروازه پاکستان تړلې او که خلاصه شي نو مونږ یې هرکلی کوو خو وضعیت ته په کتو ممکن وخت ونیسي.»
پاکستان روانه اوونۍ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دوی پر پوله ساتو ځواکونو د طالبانو له خوا له بریدونو وروسته له افغانستان سره ټولې ټرانزیټي لارې تړلې دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان تېر کال هم د نښتې له کبله د تورخم دروازه نږدې دوه میاشتې د ټرانزیټ پر مخ تړلې وه چې له کبله یې ګڼشمېر افغان سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي وو.
