یونیسیف او یونیسکو: طالبانو ۲.۲ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې کړې دي

د یونیسیف او یونیسکو د ګډ راپور له مخې، طالبانو ۲۰۲۱ کال کې اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته تر اوسه شاوخوا ۲.۲ میلیونه تنکۍ نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي.

د راپور له مخې، هر کال شاوخوا ۳۹۷ زره ماشومان له زده‌کړو پاتې کېږي.

په راپور کې ویل شوي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې، تر ۲.۱۳ میلیون ډېر د ابتدايي ښوونځي عمر لرونکي ماشومان له ښوونځي بې‌برخې وو، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته، په لومړي سر کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې بندې کړې او وروسته یې دا بندیز پر پوهنتونونو او د روغتیايي زده‌کړو پر مرکزونو هم تطبیق کړ.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه