پر سپین بولدک د پاکستان برید؛ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر تر ۱۵۰ تنو واوښت

اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې روغتيايي سرچينې وايي، چې نن سهار دغلته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې ۲۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۲۲ ډیر ټپیان دي.

د سپین بولدک په روغتیایي مرکز کې یوې سرچینې وویل، چې ډیری وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي او په مرميو او د هاوان په ګوليو لګيدلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د قربانيانو زياته برخه ښځې او ماشومان دي.

په ورته وخت کې تازه ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې د پاکستان د برید له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله تاییدوي او زياتوي چې په دغه نښته کې تر ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

مجاهد زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو نن (چهارشنبه، ۲۳ د تلې) سهار وختي یو ځل بیا د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي دي.

مجاهد لیکلي، چې د طالبانو ځواکونو پاکستان دې برید ته ځواب ورکړی او په پایله کې یې «ګڼ شمیر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي دي او اکثره نظامي تأسیسات یې هم له منځه وړل شوي دي».

د طالبانو ویاند ویلي، چې جګړه د سهار په ۸:۰۰ بجو کنټرول شوې، خو طالب ځواکونه په «لوړ مورال» د خپلې خاورې او حریم دفاع ته چمتو دي.

تر دې وړاندې بیا کندهار کې سرچینو وویل، چې جګړه د سهار په ۴:۰۰ بجو پیل شوې وه او د سهار له ۸:۰۰ بجو وروسته پای ته رسیدلې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه