سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښته؛ مجاهد: لسګونه ملکي وګړي مړه او ټپیان دي

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د کندهار سپین بولدک باندې د پاکستاني ځواکونو په برید کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ څخه زیات ټپیان دي.

هغه ایکس کې پر خپله پاڼه په ​​یوه پیغام کې لیکلي، چې نن (چهارشنبه، ۲۳ د تلې) سهار وختي پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي دي.

مجاهد لیکلي، چې د طالبانو ځواکونو پاکستان دې برید ته ځواب ورکړی او په پایله کې یې «ګڼ شمیر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي دي او اکثره نظامي تأسیسات یې هم له منځه وړل شوي دي».

د طالبانو ویاند ویلي، چې جګړه د سهار په ۸:۰۰ بجو کنټرول شوې، خو طالب ځواکونه په «لوړ مورال» د خپلې خاورې او حریم دفاع ته چمتو دي.

تر دې وړاندې بیا کندهار کې سرچینو وویل، چې جګړه د سهار په ۴:۰۰ بجو پیل شوې وه او د سهار له ۸:۰۰ بجو وروسته پای ته رسیدلې ده.

د سرچینو په وینا، د جګړې ښکیلو خواوو ته د تلفاتو سربیره، ملکي وګړو ته هم په جګړه کې مرګ ژوبله او زیانونه اوښتي دي.

کندهار ولایت کې روغتیايي سرچینې وایي، چې تر اوسه پورې د جګړې له ځایه ۲۵ جسدونه او له ۸۰ څخه زیات ټپیان کندهار ته لیږدول شوي دي.

دغه راز ځایي طالب چارواکي وایي، چې طالب ځواکونو سپین بولدک کې د دوستۍ په نوم دروازه په بمونو الوزولې او ادعا لري چې پاکستاني لوري ته  يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

اطلاعات روز د خپلو سرچينو څخه په ترلاسه کړو ويډيوګانو کې ښکاري چې د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستانیو پوځیانو جسدونه پراته دي، یو تن یې سخت زخمي دی او همدارنګه زیات شمیر نظامیان د جګړې ساحې څخه د وتلو په حال کې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه