د برياليتوب له پيالې تر هوايي بريدونو؛ ايا د پاکستان د ستراتيژيک عمق خوب سرچپه شوی؟

خالد محمدي

څلور کاله مخکې هغه وخت چې د پاکستان د استخباراتو پخواني رییس جنرال فيض حميد د کابل په «سرينا هوټل» کې د بريا د نښان په توګه د قهوې پياله پورته کړه، د هغه له خندا ډکه څېره د هغو پاکستاني جنرالانو د خوښۍ سمبول و چې د کابل سقوط يې د خپل زوړ خوب پوره کېدل باله — دا چې افغانستان د اسلام‌اباد د «ستراتېژيک عمق» په سيمه بدل شي. دوی باور درلود چې پر طالبانو اوږدمهالې پانګونې يې نتيجه ورکړې ده؛ نه يوازې د لويديځ له ملاتړه برخمن حکومت ړنګ شو، بلکې د ناټو او امريکا ځواکونه هم له افغانستانه ووتل.

خو هماغه د بريا پياله اوس د پاکستاني پوځ لپاره بل خوند لري. تر هغې صحنې څلور کاله وروسته پاکستاني پوځ لومړی ځل دا جرات وکړ چې د پنجشنبې په شپه (د ميزان ۱۷مه) د افغانستان پر پلازمېنې کابل هوايي بريد هدف وکړي. په عين وخت کې، د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا ولايت يو شمېر سيمې هم بمبار کړې. له تېرې څلور کلنې مودې راهيسې، يعنې له هغه وخته چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، پاکستان په داسې هېواد بدل شوی چې هر وخت وغواړي، د افغانستان په هره برخه بريد کولی شي. د پخواني حکومت پر مهال، د پاکستان پوځ يوازې پر ختيځو سرحدي سيمو د توپچي او راکټي بريدونو توان درلود، خو اوس یې د طالبانو د واکمنۍ تر سيوري لاندې څو ځلې د افغانستان هوايي حريم نقض کړی او دا ځل يې بريدونه د کابل تر زړه پورې غځولي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د دې هوايي بريد هدف د «تحريک طالبان پاکستان» مشر نور ولي محسود و، خو نوموړی له بريد څخه روغ پاتې شوی. طالب چارواکو تل دا رد کړې چې د «ټي ټي پي» مشران، قومندانان او غړي په افغانستان کې دي، خو اسلام‌اباد ادعا کوي چې دې ډلې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې پناه اخيستې ده. «تحريک طالبان پاکستان» ډله په ۲۰۰۷ میلادي کال کې جوړه شوه او اوس يې مشري د نور ولي محسود په لاس کې ده.

دې بريدونو ته په غبرګون کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خليلزاد  پر خپل «ايکس» حساب وليکل چې پر کابل د پاکستان بريد ظاهراً ناکام شوی دی. هغه وويل: «ظاهراً هغه څوک چې هدف بلل شوی و، په کابل کې موجود نه و. اسلام‌اباد به په بل ګام کې څه وکړي؟ نور بريدونه؟ پاکستاني الوتکو د کابل پر سر الوتنې کړې او چوپتیا یې ماته کړې.»

د افغانستان پر زړه او پلازمېنې دې برید طالبان د عامه نظریاتو له سخت فشار سره مخ کړي دي. ګڼ شنونکي باور لري چې طالبان د پاکستان له پوځي او استخباراتي ادارې سره د خپلې اوږدې تاريخي اړيکې له امله — چې له ۹۰مې لسيزې راهيسې روانه ده — د داسې تېريو په وړاندې ناتوانه دي.

د بريد پر مهال او وروسته، طالبانو د معلوماتو بهير د تل په څېر سخت کنټرول کړ او اجازه یې ورنه کړه چې کره معلومات رسنيو ته ورسېږي. په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ دا له اختناقه ډکه فضا د دې لامل شوې چې حتا داسې پېښې هم له رسنییو پټې پاتې شي لکه د القاعدې د مشر ایمن الظواهري پر هستوګنځای برید.

خو طالبانو د شنبې په شپه (د ميزان ۱۹مه) ادعا وکړه چې د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار او پکتيا له څو سيمو څخه يې د غچ په توګه د پاکستان پر خاوره برید کړی دی. طالبانو ويلي چې د پاکستاني پوځ څو پوستي يې نيولې او يو شمېر وسلې او تجهيزات يې ترلاسه کړي دي. طالبانو په خپرو شوو ويډيوګانو کې وښودله چې د دوی جنګيالي د امريکايي هاموي ټانکونو په وسيله د پاکستاني پوستو پر لور ډزې کوي. سره له دې چې دا ډله ادعا کوي دا انځورونه د وروستيو جګړو دي، خو پخوا يې څو ځله په ورته مواردو کې «جعلي» ويډيوګانې خپرې کړې دي.

تر دې بريدونو وروسته، د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي سخت غبرګون وښود. هغه دا بريدونه وغندل او خبرداری يې ورکړ چې اسلام‌اباد به د افغانستان په وړاندې هماغسې غبرګون وښيي لکه د هند په وړاندې. هغه وويل: «د اور او وينې هغه لوبه چې افغانستان پيل کړې، زموږ له زړې دښمنۍ سره ورته والی لري.» نوموړي زياته کړه چې دا ډول بريدونه «د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه» ده او پاکستان به ورته «مناسب ځواب» ورکړي.

په پکتیکا کې د پاکستان هوایي برید/طلوع نیوز

د جهادي ایډیالوژۍ ادامه

واک ته د طالبانو تر راتګ وروسته، د دې ډلې یو شمېر ایډیالوژیک جنګیالي چې له کوچنیوالي څخه بیا تر ځوانۍ پورې عقیدوي زده کړې کوي او په سر کې «جنت ته د رسېدو» خوب لري، اوس د جهاد کولو لپاره بل میدان لټوي. دا جنګیالي تیار دي چې د «شریعت پر بنسټ ولاړ نظام» د تحقق په خاطر خپل ژوند قربان کړي؛ هغه باور او جوړښت چې کلونه ورته تدریس شوی او اوس ورته دا زمینه تر سرحدونو هاخوا شخړې برابروي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې د بغاوت څپه، په ځانګړې توګه د هغو ایالتونو په سرحدي سیمو کې چې له افغانستان سره ګډه کرښه لري، ډېره شوې ده. د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ډله تر ډېره په قبایلي سرحدي سیمو کې فعاله ده او راپورونه ښيي چې د طالبانو یو شمېر ځواکونه په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي په لیکو کې جنګېږي. د افغانستان د طالبانو هغه جنګیالي چې غواړي پاکستان ته د جګړې لپاره ولاړ شوي، په دې تړاو د طالبانو دارالافتا دوه کاله وړاندې فتوا ورکړه چې باید له اجازې پرته له افغانستانه دباندې جګړې ته ولاړ نشي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هماغه مهال ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه بهر په جګړه کې ګډون د «امیرالمؤمنین» صریح حکم ته اړتیا لري.

د مجاهد دې څرګندونو یو مهم پیغام درلود: د مرکزي دارالافتاء له خوا له افغانستانه بهر جګړو کې د طالب جنګیالیو د نه ګډون په تړاو صادره شوې فتوا د دې ډلې د مشر پرېکړه نه ده او که اړتیا پېښه شي، «امیر» کولی شي بله فتوا ورکړي او بل حکم صادر کړي. په دې توګه، د فتوا د بیاکتنې او د مشر په فرمان د فتوا د بدلېدو امکان لا هم پاتې دی.

د ټي‌ټي‌پي او طالبانو تاریخی اړیکې له هغه مهاله راپیلېږي چې کله طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت او د هغه د لویدیځو متحدینو—یعنې امریکا او ناټو— پر وړاندې جګړه کوله؛ په هغه زمانه کې د ټي‌ټي‌پي یو شمېر قومندانانو او ځواکونو د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جګړه کوله. خو واک ته د طالبانو تر بیرته رسېدو، د «اشغال» تر پای ته رسېدو او د شریعت تر سخت تطبیق وروسته، د ټي‌ټي‌پي ټول ځواک او تمرکز پر پاکستان او په ځانګړې توګه پر قبایلي سیمو متمرکز کړی څو دې سیمو کې هم طالباني امارت راولي. 

د ټي‌ټي‌پي له خوا پرله ‌پسې فشارونو او د «د بلوچستان د ازادۍ پوځ» په څېر ډلو په سیمه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې د ځواک په اړه د پاکستان ادعاوې ننګولې دي. اوس مهال اسلام‌اباد له مالي محدودیتونو او اقتصادي بحران سره مخ دی او له همدې امله د پراخو ځپونکو او تصفیوي عملیاتو د کولو وړتیا نه لري او له همدې امله یاغي ډلې نورې هم ځواکمنېږي.

د پاکستان د خوب سرچپه کېدل

هغه څه چې دا مهال په افغانستان کې روان دي، دا څرګندوي چې دا هېواد نه يوازې د پاکستان د «ستراتېژيک عمق» په سيمه نه دی بدل شوی، بلکې د پاکستاني چارواکو په وينا، د «تحريک طالبان پاکستان» (ټي‌ټي‌پي) د فعاليتونو او عملياتو په مرکز بدل شوی دی. هغه مهال چې طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته داخل شول او جمهوري نظام ړنګ شو، د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان په خوښۍ وويل: «افغانانو د غلامۍ ځنځير مات کړ.» دا څرګندونه په هغه وخت کې له پراخو نيوکو سره مخ شوه، خو په عين حال د پاکستاني سياسيونو او پوځی جنرالانو د ژورې خوښۍ نښه هم وه.

د عمران خان حکومت هغه مهال په طالبانو پسې ځانګړې هيلې تړلې وې. د اسلام‌اباد تمه دا وه چې د افغانستان د طالبانو له نفوذ څخه په ګټې اخيستنې سره به وکولی شي د «تحريک طالبان پاکستان» (ټي‌ټي‌پي) جګړییز تحرکات مهار کړي او دا ډله به د جګړې له دوام څخه راوګرځوي. د همدې هدف لپاره، د ټي‌ټي‌پي د قومندانانو او د پاکستاني چارواکو ترمنځ د طالبانو د کورنيو چارو د وزير او د حقاني شبکې د مشر سراج‌الدين حقاني په منځګړيتوب د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې څو پړاوه خبرې-اترې وشوې. د دې خبرو په پایله کې څو میاشتنی اوربند هم وشو خو څو مياشتې وروسته ټي‌ټي‌پي اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت پر خپلو ژمنو نه دی ولاړ او يو ځل بيا يې د بريدونو د پيل اعلان وکړ.

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې ټي‌ټي‌پي له پاکستاني پوځ څخه غوښتي وو چې د قبایلي سيمو کنټرول دې دې ډلې ته وسپاري او دولتي ځواکونه دې له سيمې وباسي. دا غوښتنه د پاکستان حکومت رد کړه او له همدې امله ټي‌ټي‌پي د طالبانو د جګړې له تاکتيکونو—لکه وسلوال بريدونه، يرغمل نيونه، بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه—په ګټې اخيستنې سره د پاکستان د پوځ په وړاندې يو ځل بيا جګړه پيل کړه.

هماغه طالبان چې اسلام‌اباد يو وخت د افغانستان په معادله کې د خپلې بریا ورقه ګڼله، هغې ډلې ته یې پناه او «الهام‌» ورکړی چې د پاکستان کورنی امنيت په دوامداره توګه ګواښي.

طالبانو دا انځور خپور کړی و چې د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب له پاکستان سره جنګ رهبري کاوه/طالبان

طالبان او له هند سره نږدېوالی

د پاکستان حکومت په ښکاره ادعا کوي چې د «تحريک طالبان پاکستان» (ټي‌ټي‌پي) بغاوت او جګړه چې د دې هېواد چارواکي يې «د خوارجو فتنه» بولي، د پاکستان د پخواني رقيب هند په ملاتړ او لارښوونه کېږي.

د پاکستان د دفاع وزيرخواجه اصف چې د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته يې د طالبانو د بيا واکمنۍ هرکلی کړی و، اوس د هغوی له سختو منتقدانو څخه شمېرل کېږي. هغه د جمعې په ورځ (د ميزان ۱۸مه) په خپل «ايکس» حساب کې د پاکستان د هوايي بريدونو دفاع وکړه او ویې ليکل: «که خوارج د افغانستان له خاورې زموږ مقدسې خاورې ته راځي او وینه تویوي، او که پاکستان اړ شي چې د دې وینې د حساب لپاره د افغانستان خاورې ته داخل شي، دا زموږ حق دی. تر اوسه کابل دا تضمين نه‌دی کړی چې د دوی خاوره به د هند تر ملاتړ لاندې شرارتونو له لوري زموږ پر ضد ونه کارول شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې يوه ورځ مخکې تر دې د پاکستان جنګي الوتکو پر کابل او پکتیکا هوايي بريدونه کړي وو. هم‌مهاله د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره هند ته رسمي سفر وکړ. د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا د نوموړي هرکلی وشو او ډيلي اعلان وکړ چې غواړي تر څلور کلنې وقفې وروسته په کابل کې خپل سفارت بېرته فعال کړي.

ښي اړخ ته د هند د بهرنیو چارو وزیر او چپ اړخ ته امیر خان متقي/د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت

پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په پيل کې فکر کاوه چې دا ډله به په سيمه‌ييزو اړيکو کې د اسلام‌اباد هند‌ ضد حساسيتونو ته پام وکړي؛ خو په وروستيو مياشتو کې طالبان په ښکاره ډول هند ته متمایل شوي. د طالبانو مشران باور لري چې له نوي ډيلي سره سياسي او اقتصادي اړيکې پراخول د پاکستان پر وړاندې د فشار په توګه د یوې وسیلې په توګه کارولای شي. دا ډول تګلاره د پخواني جمهوري نظام پر مهال هم ازمویل شوې وه او د هغه وخت د پاکستان له لوري د طالبانو د دوامداره ملاتړ يو لامل ګڼل کېده.

د طالبانو او هند د اړيکو زياتېدل د پاکستاني جنرالانو او سياست‌والو لپاره د خطر زنګ دی. هغوی اندېښمن دي چې طالبان به د نوي ډيلي ملاتړ او د «تحريک طالبان پاکستان» (ټي‌ټي‌پي) او نورې توندلارې ډلې د اسلام‌اباد پر وړاندې د فشار د وسيلې په توګه وکاروي. په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د يو شمېر قومندانانو او جنګيالو شتون دا اندېښنې لا زياتې کړې دي.

په همدې سفر کې اميرخان متقي پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د «افغانانو وړتیا» کمه ونه بولي او د شوروي اتحاد، امريکا او ناټو له برخليک څخه دې عبرت واخلي. هغه وويل: «موږ د پاکستان دا کار ناسم بولو. ستونزې په دې ډول نه حل کېږي… موږ د خبرو دروازه پرانيستې پرېښې ده. هغوی بايد خپله ستونزه پخپله حل کړي.» د متقي دا څرګند دريځ نه يوازې د طالبانو د بهرنۍ تګلارې د تدريجي بدلون نښه ده چې هند ته مخه کوي، بلکې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ژورې شخړې څرګندونه هم کوي—هغه اړیکه چې يو وخت پر ستراتېژيکې همکارۍ ولاړه وه، خو اوس له بې‌باورۍ، سيالۍ او متقابلو ګواښونو سره تړلې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ «د بريا له پيالې» بیا «د کابل پر زړه تر هوايي بريد» پورې د اړیکو تسلسل ښیي چې کومه اړیکه یو وخت «ستراتېژيک شراکت» بلل کېده، اوس د ړنګېدو لور ته روانه ده. اوس افغانستان چې د پاکستان د امنيتي سپر په توګه ګڼل کېده، اوس د جګړې، غچ او بې‌باورۍ په ډګر بدل شوی او دواړه خواوې—پاکستان او طالبان—يوبل ته د ملامتۍ ګوته نيسي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه