کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې طالبانو «ډېورنډ کرښې» ته څېرمه د «دوکلام» سیمې له مېشتو خلکو د خپلو کورونو د پرېښودو غوښتنه کړې.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (سې شنبه، ۲۲ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې لا هم پاکستاني پوځیان او طالبان یو بل ته ګوته په ماشه دي او هره شېبه د جګړې احتمال موجود دی.
سرچینه وايي، د طالبانو له خبرداري وروسته شاوخوا دیرش کورنۍ له کورونو وتلي او په سیمه کې وضعیت جنګي بڼه غوره کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د جګړې په لومړۍ ورځ یو ځايي اوسېدونکی ټپي شوی و او د خلکو یو شمېر کورونه هم په مرمیو او توپونو لګېدلي دي.
تر اوسه په دې تړاو کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولینو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې د یکشنبې په شپه طالبانو د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د هېواد په اتو ولایتونو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه وکړل او ویې ویل چې دا بریدونه یې پر کابل او پکتیکا د پاکستاني جیټ الوتکو د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
طالبانو ویلي چې په دې بریدونو کې یې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي، ۳۰ نور یې ټپیان کړي او د هغوی له شلو زیاتې امنیتي پوستې یې وېجاړې او نیولې دي؛ خو پاکستاني پوځ بیا خپل لور ته د ۲۳ عسکرو وژل کېدل او د ۲۹ نورو ټپي کېدل منلي او ادعا یې کړې چې تر ۲۰۰ زیات طالب جنګیالي او د هغوی اړوند کسان یې وژلي دي.
