اطلاعات روز: له هلمند څخه ځایي سرچینې وایي خبر ورکوي چې د پاکستان پوله ساتونکو ځواکونو اووه ځوانان هغه مهال په ډزو وژلي چې هغوی غوښتل د بهرامچې ولسوالۍ په یوه سرحدي سیمه کې پاکستاني لوري ته واوړوي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه نن (دوشنبه، ۲۱ د تلي) مازدیګر مهال رامنځته شوې خو سرچینې د وژل شويو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو دومره ویل شوي چې ټول د هلمند ولایت اوسېدونکي وو.
بل لور ته له سیمې ځیني ځایي خبریالان راپور ورکوي چې دا کسان لومړی د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوي او وروسته وژل شوي دي.
تر اوسه د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. د یادې سیمې اوسېدونکي وایي چې له دې لارې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر ځوانان د کارپه موخه پاکستان او ایران ته له قاچاقي لارې سفر کوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم افغانان د ایراني او پاکستاني پوله ساتو له لوري هغه مهال وژل شوي چې یادو هیوادونو ته یې له غیر قانوني لارو د اوښتو هڅه کوله.
