د تېرو شپږو میاشتو پر مهال بلخ کې د ترافیکي پیښو له امله ۷۷ کسان مړه شوي

اطلاعات روز: په بلخ کې د طالبانو  امنیې قومندانۍ وايي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې په دې ولایت کې د ترافیکي پیښو له امله ۷۷ کسان مړه او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.

د دې قومندانۍ د شمیرو له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د بلخ په مرکز مزار شریف ښار او د دې ولایت د ولسوالیو په لویو لارو او سړکونو کې ۱۵۵ ترافیکي پیښې رامنځته شوي دي.

د دوی په وینا، چې په یادو پیښو کې لږ تر لږه ۷۷ کسان مړه او ۱۰۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د دې ترافیکي پیښو د لاملونو او د مخنیوي په برخه کې یې د عامه پوهاوي او نورو لازمو اقداماتو اړوند جزیات نه دي ورکړي.

افغانستان کې هر کال ګڼې ترافیکي پیښې د سلګونه کسانو ژوند اخلي او سلګونه نور ټپیان او معیوب کېږي.

غیرقانوني سرعت، خراب سړکونه او د ترافیکي نښو نشتوالی په هیواد کې د ترافیکي پیښو یو له اصلي عواملو ګڼل کېږي. خو په دې برخه کې تر اوسه عامه پوهاوی نه دی ترسره شوی او نه هم د سرعت کڼټرول لپاره جدي اقدامات ترسره شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه