یونیسف: ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان یو ساده متن نه‌شي لوستلای

یونیسیف او یونیسکو په یوه ګډ راپور کې چې د افغانستان د زده‌کړو او روزنې وضعیت څېړي، د زده‌کړې د کچې ټیټېدل د اندېښنې وړ بللي دي او ویلي یې دي چې له ۹۰ سلنه څخه ډېر لس کلن ماشومان یو ساده متن نه‌شي لوستلای او دا د نړۍ یو له تر ټولو سختو زده‌کړییزو بحرانونو څخه دی.

په دې تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې د افغانستان د زده‌کړو نظام له بې‌سارو خنډونو سره مخ دی.

یونیسیف او یونیسکو ویلي، سره له دې چې په تېرو دوو لسیزو کې زده‌کړو ته لاسرسی پراخ شوی و، خو د طالبانو محدودوونکو پالیسیو، د پانګې سخت کموالي او پرله‌پسې بشري بحرانونو د پرمختګ ډېره برخه بېرته پر شا کړې او نابرابري یې زیاته کړې ده.

د راپور له مخې، میلیونونه ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، لا هم له زده‌کړو بې‌برخې دي او د زده‌کړو کیفیت او عمومي اهمیت ورځ تر بلې کمېږي.

راپور زیاتوي، د کوچنیوالي زده‌کړې (اي سي سي اي) لا هم په جدي توګه نه دې پرمختللې شوې او له درو تر پنځو کلونو عمر لرونکي چې په لومړنیو زده کړو کې شامل شوي، تر یوې سلنې کم دي.

یونیسیف ویلي، د دوی شریکان د لوبو پر بنسټ د زده‌کړو ماډلونه ازمويي، خو د دې ماډلونو پراختیا او د پالیسیو اصلاح دوامداره بودجې ته اړتیا لري.

د دې ادارې په وینا، د کوچنیوالي وده هم له بودجوي کمښت سره مخ ده. د څو شاخصي ټول‌پوښتنې (ایم آی سي ایس) د ۲۰۲۲–۲۰۲۳ کلونو پایلې ښيي چې له درو تر پنځو کلونو ماشومانو څخه یوازې ۲۹ سلنه سم لور ته روان دي.

په راپور کې راغلي، د لومړنیو ښوونځیو د نوم‌لیکنې وده هم درېدلې ده. د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د لومړنیو ښوونځیو د زده‌کوونکو شمېر ۶.۷۷ میلیونه ته رسېدلی دی.

راپور زیاتوي، د هلکانو ګډون ورځ تر بلې د فقر او د کورنیو غوښتنو له امله اغېزمن شوی، په داسې حال کې چې نجونې د طالبانو له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د زده‌کړې د مدیریت معلوماتي سیستم (اي ایم آی ایس) شمېرې ښيي چې له دوو میلیونو زیات هلکان په منځنیو زده‌کړو کې شامل دي، خو نجونې تر شپږم ټولګي وروسته په بشپړ ډول له زده‌کړو محرومېږي.

یونیسیف او یونیسکو ویلي، منځنۍ زده‌کړې هم له اوږدمهاله بودجوي کمښت، د مسلکي ښوونکو له نشتوالي او ناکافي ښوونیزو تاسیساتو سره مخ دي.

راپور څرګندوي چې نږدې نیمایي ښوونځي خوندي ودانۍ نه‌لري، ۷۹ سلنه ښوونځي برېښنا نه‌لري او ډېر یې د اوبو، فاضلاب او یا هم د امنیتي دېوالونو له نشتوالي سره مخ دي، چې دا حالت نجونې ښوونځیو ته له تلو زړه‌توري کوي.

یونیسیف او یونیسکو په پای کې ویلي: «د زده‌کړې پایلې لا هم د اندېښنې وړ ټیټې دي. تر ۹۰ سلنې ډېر لس کلن ماشومان یو ساده متن نه‌شي لوستلای چې دا د نړۍ یو له تر ټولو سختو زده‌کړییزو بحرانونو څخه دی.»

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه