طالبانو اعلان کړی چې د پاکستان په «غوښتنه او ټینګار» د نن (چهارشنبه، د میزان ۲۳مه) د مازیګر له ۵:۳۰ دقیقو څخه د دواړو خواوو تر منځ اوربند نافذ شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس لیکلي چې دې ډلې خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی چې «د مازیګر له ۵:۳۰ وروسته تر هغه وخته اوربند مراعت کړي، څو چې برید پرې نه وي شوی».
هغه دا نه ده څرګنده کړې چې دا اوربند به تر کومې مودې دوام وکړي.
خو پاکستاني رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا ویلي چې اوربند به د ۴۸ ساعتونو لپاره د دواړو خواوو تر منځ نافذ وي.
د طالبانو او پاکستان تر منځ سرحدي نښتې د همدې اونۍ د شنبې په شپه پیل شوې وې او نن یې یو ځل بیا زور اخیستی دی.
په دې نښتو کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي. د نښتو په لومړۍ شپه پاکستان د خپلو ۲۳ سرتېرو وژل کېدل او طالبانو د خپلو نهو سرتېرو وژل کېدل تایید کړل.
