هیواد ته په جبري ډول راشړل شوي پخواني نظامیان د طالبانو له لوري ځورول کېږي

ننګرهار او لغمان ته له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو په ډله کې پخواني نظامیان هم شامل دي او وایي د لوږې، بې روزګارۍ او وېرې ترمنځ ژوند کوي.

یو پخوانی نظامي نصیب الله (مستعار) چې تازه له خپلې شپږ کسېزې کورنۍ سره له پاکستانه رایستل شوی، د کډوالۍ ستونزو او په افغانستان کې د خپل نامعلوم راتلوونکي په اړه اندېښمن دی.

نوموړی د تېر جهموري حکومت پرمهال نظامي افسر و او د حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو تر وروسته د ځان او کورنۍ خوندیتوب په موخه پاکستان ته کډوال شو او هلته یې خپلې ۸-۱۰-۱۵-۱۷ کلنې لوڼې یې په یوازې سر پاللې دي.

نصیب الله زیاتوي: «د سقوط په لومړیو کې زه پوهېدم، که پاتې شم نو له کورنۍ سره مې وژل کېږم له خپل مجبوریته پاکستان ته کډوالۍ ته اړ شوم، نارینه اولاد هم نه لرم څلور لوڼې مې دي پاکستان کې مې د تازه سبزیجاتو په منډوي کې کار کاوه او په کرایه کور کې اوسېدم، په دې وروستیو پولیسو د شپې له خوا زمونږ په کور چاپه ووهله او زه یې له خپلې کورنۍ سره ونیولم، پنځه ورځې په حاجي کمپ کې وم او بیا یې د تورخم له لارې هیواد ته راستون کړم دلته اوس ځان خوندي نه احساسوم طالبانو له دې وړاندې هم زما په اړه پلټنه کړې وه او خپلوانو مې ویل چې کلي ته مه راځه چې طالبان دې نیسي په ډاډه زړه کار نه شم کولای او نه له یو ځای بل ځای ته په ډاډه زړه تللی شم ځکه هره لحظه د وېرې احساس کوم.»

نوموړی اوسمهال د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې په کرایه کور کې اوسېږي او له خپلې وېرې نه خپل اصلي کلي ته ستنېدای شي او نه هم خپل د اوسېدو ځای خپلوان او ملګرو ته ښایي. هغه اوس په دې هڅه کې دی چې بیا ځلي ایران او یا پاکستان ته پر قاچاقي لارو کډوال شي، ځکه چې دلته ځان خوندي نه احساسوي.

د عزیز الله په نامه (مستعار) یو بل پخوانی نظامي چې څه موده وړاندې له پاکستان راستون شوی اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په بهسودو ولسوالۍ کې د یو خپل په کور کې اوسېږي.

نوموړی په افغانستان کې د خپلو اولادونو د راتلوونکي په اړه اندېښمن دی او ان دومره ناهیلی شوی، چې هیڅ تمه نه لري چې یوه ورځ به د هیواد حالت بدل شي او هغه او کورنۍ به یې خپلو ارمانونو ته ورسېږي.

عزیزالله زیاته کړه: «پاکستان کې که هر څومره سخت ژوند و، خو ځان مې له امنیتي اړخه ډاډمن احساسوه او لوڼې مې په ښوونځي کې هم وې، خو دلته چې راغلی یم لوڼې مې له زده کړو محرومې دي او هره ورځ راته وایي؛ چې زمونږ ښوونځي به کله خلاصېږي دغه راز مې طالبان په چک پواینټونو کې ودروي او څه موده وړاندې یې زده د دوو ورځو لپاره په ولسوالۍ کې زنداني کړی هم وم راته ویل چې پخواني نظامیان ښه خلک نه دي بیا د قومي مشرانو په ضمانت له بنده خوشې شوم نو دلته په افغانستان کې ژوند ستونزمن دی او دا وضعیت ورځ تربلې په خرابېدو دی او هیڅ د ښوالي تمه نشته.»

نوموړی زیاتوي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایرانه راستانه شویو کډوالو کې نظامیان هم شامل دي، چې هیواد ته د راستنېدو پر مهال د طالبانو د استخباراتو له لوري له مقاومت جبهې، داعش او د دوی پر ضد د وسله والو ډلو سره د اړیکو لرلو په تور په یوه او بله پلمه ځورول کېږي.

عزیزالله وویل: «زما په ګډون زیاتره پخواني نظامیان چې هیواد ته راستانه شوي، د طالبانو استخباراتو تعقیب کړي او بیا یې له داعش، مقاومت او نورو ډلو د اړیکو لرلو په تور نیولي او زنداني کړي دي؛ په پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې مو پخواني نظامي ملګري د طالبانو له لوري وژل شوي طالبانو پر مونږ د ژوند کړۍ راتنګه کړې نه روزګار کولای شو، نه په مبایل چا سره په ډاډه خبرې کولای شو او نه له یو ځای بل ځای ته په ډاډه زړه تګ راتګ کولای شو.»

د راستنېدونکو کډوالو په ډله کې راستانه شوي نظامیان د طالبانو له تعصبي چلند شکایت کوي/ خواله رسنۍ

د ننګرهار تر څنګ په لغمان ولایت کې هم طالبانو پر پخوانیو نظامیانو د ژوند دایره راتنګه کړې او ان یو شمېر په کور نظربند شوي دي.

سید عباس یو له همدې نظامیانو دی چې نږدې څلور میاشتې کېږي له ایران راستون شوی. نوموړی وایي، د بېوزلۍ او تنګسیې له امله یې ماشومان او د کورنۍ نور غړي پر خوارځواکۍ اخته شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی څه موده وړاندې د طالبانو استخباراتو له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولی او یوه میاشت زنداني و، خو طالبانو له څېړنو وروسته معلومه کړې چې نوموړی بې ګناه دی.

سید عباس زیاته کړه: «هیواد ته راستانه شوي ټول کډوال له ستونزو سره مخ دي، خو په ځانګړي ډول نظامیان ځکه له زیات کړاو سره لاس او ګرېوال دي، چې دلته دوی روزګار نه شي کولای او نور بندېزونه هم پرې لګول شوي دي دغه راز مرستندویه بنسټونه چې کله مرسته کوي نو طالبان ورسره وي او هغوی چې پوه شي دا سړی پخوانی نظامي دی نو بیا ورسره د هیڅ مرسته نه کوي غوښتنه مو دا ده چې پخوانیو نظامیانو ته باید په سپک نظر ونه کتل شي او د مېرې مور چلند دې ورسره نه کېږي.»

د شریف احمد په نامه (مسعتار) یو بل نظامي هم ورته شکایت کوي او په خبره یې د طالبانو تر ولکې لاندې د کډوالو اداره یې کارونه ځنډوي او ډېر کله د دوی له هویت پېژندنې وروسته له بشري مرستو محرومېږي.

نوموړی د خپلې ۱۲ کسېزې کورنۍ لپاره اندېښمن دی او له اوښکو په ډکو سترګو وایي، چې اقتصادي ستونزو او کار نشتون له امله به څنګه د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې په پیدا کولو بریالی شي.

شریف احمد زیاتوي: «کله چې مونږ د تورخم له لارې هیواد ته راستنېدو نو هلته راڅخه د طالبانو کډوالو ادارې او استخباراتو ځېنو کسانو زمونږ چارې وځنډولې، مونږ سره د (پی.او.ار) کارت هم موجود و، خو راته یې وویل چې تاسې د مرستو د ترلاسه کولو حق نه لرئ بیا د طالبانو یو باروړنکي موټر کې زمونږ کډه تر دې ځایه راورسوله او دا پر ما لازمي کړه چې له دې ځایه به بل ځای ته کډه نه وړې که د کډوالو په نوم مرسته کېږي نو هم مونږ ترې محروم یو او بد چلند راسره طالبان کوي.»

د کډوالو په ډله راستانه شوي پخواني نظامیان ځان خوندي نه احساسوي/ خواله رسنۍ

په همدې حال کې د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن وایي، د بېرته راستنېدونکو ټولو ستونزو ته رسېدنه کوي او په دې برخه کې هیڅ تعصبي چلند نه کېږي.

عبدالرحمن زیاته کړه: «زمونږ اداره او نور مرستندویه بنسټونه له ټولو راستنېدونکو کډوالو سره له نغدي مرستو سربېره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرستې ترسره کوي، په دې کې له هیچا سره تعصبي چلند نه کېږي هغه که هر افغان وي چې هیواد ته راستنېږي مونږ یې لاسنیوی کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې، د راستنېدونکو کډوالو په ډله کې د تېر حکومت نظامیان او نور مسوولان هم شامل دي چې د پولیسو له لوري له نیول کېدو وروسته په جبري ډول هیواد ته راستنېږي.

دغه کډوال چې زیاتره یې د اوسېدو کورونه نه لري په دښتو او ډاګونو کې له سرپناه پرته د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي چې نه د خوړو لپاره څه لري او نه د څښاک پاکې اوبه.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه