ریچارډ بینټ: طالبان اعدام د خلګو د کنټرول او ویرې خپرولو لپاره کاروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي وایي چې طالبان په عام محضر کې له اعدام څخه د خلګو د کنټرول او وېرې خپرولو لپاره استفاده کوي.

ښاغلي بینټ نن (چهارشنبه، ۳۰ د تلې) د یوې اعلامیې د خپرولو له لارې په بادغیس کې په عام محضر کې د یوه کس اعدامېدل غندلي دي.

ده ویلي چې د اعدام سزا په هر ځای کې اندیښمنوونکې ده، مګر په افغانستان کې چیرته چې قضایي نظام د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او خپلواک او قانوني بهیر پکې نشته، دا سزا په ځانګړې توګه اندیښمنوونکې ده.

ښاغلی بینټ ویلي: «د اعدام سزا ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکې ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ویلي: «دا سزا بیرته نشي اخیستل کېدلای، په غالب ګومان په ناعادلانه توګه پلې کېږي او د جرم مخنیوی هم نشي کولای.»

ریچارډ بینټ همدا راز ویلي: «زه د افغانستان له ډي‌فاکتو چارواکو (طالبانو) غواړم چې سمدستي ټول اعدامونه ختم کړي او د اعدام سزا د بشپړې لغوې په موخه لومړی ګام واخلي او د دې سزا د نه ورکولو اعلان وکړي.»

طالبانو د تېرې اونۍ د جمعې په ورځ د بادغیس د مرکزي ښار قلعه نو په لوبغالي کې د یو شمېر خلګو په شتون کې یو کس اعدام کړ.

په ۲۰۲۱ کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا د دې ډلې یوولسم اعدام دی.

دې ډلې تر دې وړاندې په فراه، غزني، لغمان، جوزجان، بادغیس او نیمروز کې د سلګونو نندارچیانو په شتون کې ۱۰ تنه اعدام کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه