د طالبانو عدلیې وزارت په ننګرهار کې «د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټی» امارتي اعلان کړ

اطلاعات روز: د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په سره رود ولسوالۍ کې د «سید اسحاق ګیلاني ښارګوټی» امارتي تثبیت کړی دی. د طالبانو د محکمې د پریکړې له مخې، هغه کسانو چې په دې ښارګوټي کې ځمکه پیرلې باید د خپل زیان جبران لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.

د دغه وزارت له لوري نن (چهارشنبه، ۳۰ د تلې) په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ښارګوټی کابو پنځه زره او ۶۴۰ جریبه ځمکه لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو او له دولت څخه د یادې ځمکې د پیرودلو د نه‌ثابتیدو وروسته پرېکړه کړې، چې د دغه ښارګوټي ټوله ځمکه «امارتي» ملکیت دی.

د طالبانو یادې اختصاصي محکمې دغه راز پرېکړه کړې، چې د ځمکې متصرفین چې عمدتا پېرودونکي دي او ځمکه یې له اشخاصو څخه اخیستې، کولای شي د ځمکې د بیې اخیستو او د خپل زیان جبران لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.

د طالبانو د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې له دې وړاندې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ کې د «حاجي قدیر ښارګوټي» له یو زرو او ۲۳۲ جریبه څخه زیاته ځمکه «امارتي» اعلان کړې وه.

دا ځمکې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد او خیر اباد سیمو کې موقعیت لري.

ویل کېږي چې د ولسي جرګې پخواني غړي ظاهر قدیر او سید اسحاق ګیلاني په دې ځمکو کې شریکان وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه