سعودي عربستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ

اطلاعات روز: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سمدستي اوربند د هوکړې لاسلیک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د میکانیزمونو د جوړولو هرکلی کړی دی.

دې وزارت ویلي، چې هیله لري دا مثبت ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د پای ته رسیدو لامل شي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب په برخه کې د قطر او ترکیې د حکومت د ډیپلوماتیکو هڅو او رغنده رول ستاینه کړې.

د دې وزارت په وینا، چې د پاکستان او افغانستان د خلکو لپاره د ثبات او سوکالۍ په موخه د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

پاکستان او طالبانو د شنبې په شپه په قطر کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو ویاند وایي، چې د دوه اړخیزې هوکړې له مخې ‏دواړو خواوو سولې، یوبل ته احترام او د ګاونډیتوب ښو اړیکو ته په ژمنتیا تاکید کړی دی.

د هغه په خبره، دواړو خواوو د خبرو اترو له لارې د ستونزو او مسئلو د حل غوښتنه کړې او په کامل او معنادار اوربند توافق شوی دی.

د ذبیح الله مجاهد په خبره، طالبانو او پاکستان موافقه کړې، چې دواړه طرفونه به د یو بل په امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او تاسیساتو بریدونه نه کوي.

هغه زیاته کړې، چې راتلونکي کې به د قطر او ترکیې په منځګړیتوب سره یو میکانیزم را منځته شي، تر څو دوه اړخیزې ادعاوې وڅیړي او توافقنامه عملي کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف بیا له طالبانو سره د موافقې وروسته وویل، چې «له افغانستان څخه به د پاکستان خاورې ته د ترهګرۍ ځنځیر سمدستي ودریږي».

د هغه په وینا، چې د پاکستان او طالبانو د خبرو راتلونکی پړاو به د اکتوبر په ۲۵مه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي او په هغه کې به پر جزئي مسایلو بحث وشي.‏

د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې یوه اونۍ وړاندې پیل شوې.  په نښتو کې دواړو خواوو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نښته وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو اعلان وکړ، د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې چې پر کابل او پکتیکا ترسره شوي، دوی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر پوستو غچ اخیستونکو بریدونو ترسره کړي دي.‏

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه