د بشري حقونو څار: طالبان د نیول شویو هزاره خبریالانو سره بد چلند کوي

اطلاعات روز: د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه په یوه نوي راپور کې ویلي، چې طالبان د قومي لږکیو، په ځانګړې توګه هزاره خبریالانو سره ناوړه چلند کوي.

دغه راپور چې نن (پنجشنبه، ۱ د لړم) خپور شوی، د یو هزاره خبریال په حواله ویل شوي، چې طالبان هزاره خبریالانو ته د «دښمن» خطاب کوي.

یو بل هزاره خبریال د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د ده د نیول کیدو پر مهال پر هغه ملنډې وهلې او ویل یې: «یو هزاره هلک جرئت کړی چې زموږ پر ضد خبرې وکړي؟ موږ د امریکایانو پر وړاندې جګړه وګټله، ته فکر کوي څوک یې؟ ته زموږ لپاره هیڅ نه یې! هر وخت چې وغواړو تا وژلی شو.»

د بشري حقونو څار سازمان زیاته کړې، چې طالبانو یو بل هزاره خبریال ته ویلي: «ک په پښتو ژبه دې خبرې کولی شوی، نو جرم به دې کم و.»

راپور کې راغلي، چې افغانستان کې هزاره خبریالان د ډیرو محدودیتونو سره مخ دي ځکه چې د طالبانو استخبارات د هزاره ګانو په سیمو کې ډیر فعال دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې ځینې خبریالان چې د طالبانو په محکمو کې برات ورکړل شوی، ښایي د ډلې له خوا د شکنجې او بد چلند سره مخ شي.

د بشر حقونو څار سازمان د یوه هزاره خبریال له قوله ویلي: «ما مدافع وکیل نه درلود. هیڅوک د خبریالانو د وکیل کېدو جرئت نه کوي. زه د طالبانو پر ضد د پروپاګند په تور محکوم شوی وم او دوی ګواښ وکړ چې حتا که زه برات هم واخلم، ښایي ووژل شم.»

د بشر د حقونو د څار سازمان په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د رسنیو پر دفترونو، د خبریالانو پر کورونو د چاپو او د هغوی د شکنجې او ناوړه چلند اصلي عاملان دي.

دې سازمان ویلي، چې طالبان خبریالان د «جاسوسۍ، د مخالفو ډلو سره د اړیکو، نړیوالو یا جلاوطنه رسنیو، او د داعش د خراسان څانګې او د طالبانو د داخلي اختلافاتو په اړه د راپور ورکولو» په تور نیسي.

د بشر د حقونو د څار د راپور له مخې، د طالبانو غړي د رسنیو پر دفترونو او د خبریالانو پر کورونو د چاپو پر مهال د هغوی کمپیوټرونه او مبایلونه ضبطوي او د هغوی اړیکو او پیغامونو ته لاسرسی پیدا کوي.

دغه سازمان ویلي، چې د افغانستان دننه د خبریالانو اړیکه له هغو رسنیو سره چې په تبعید کې فعالیت کوي، خطرناکه ده، ځکه طالبان دا رسنۍ د خپلو مخالفینو اړوند او د خپل واک پر وړاندې ګواښ ګڼي.

په هرات کې میشت یو خبریال ویلي: «کله چې په بهر کې میشتې رسنۍ یو انتقادي راپور خپروي، چارواکي په افغانستان کې دننه له خبریالانو څخه پوښتنې کوي. دوی زموږ په اړه شک لري او فکر کوي چې موږ راپورونه لیږلي دي.»

په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو هغه خبریالان سخت شکنجه کړي چې دوی یې د جلاوطنه رسنیو سره د کار کولو په تور نیولي او ژمنه یې ترې اخیستې چې بیا به ورسره کار نه کوي.

یو خبریال د بشر د حقونو د څار سازمان ته ویلي: «په ۲۰۲۳ کال کې زه له دوو نورو خبریالانو سره یو ځای د جاسوسۍ او د امارت [طالبانو] پر ضد د خبرو کولو په تور متهم شوو. موږ مجبور شوو یو لیک لاسلیک کړو چې نور به دا کار نه کوو.»

هغه زیاته کړې: «دوه اونۍ وروسته، دوی موږ بیرته راوغوښتلو او مستقیم زندان ته یې بوتلو. د استخباراتو یو لوړ پوړي چارواکي شکنجه کړم. هغه زما په سر پلاستیکي کڅوړه واچوله ترڅو زه ساه وانخلم. دوی زه پر مخ ووهلم … زما لاسونه او پښې یې وتړلې. دوی زه څو ځلي خفه کړم … هره شپه یې له یو ساعت څخه ډیر وخت لپاره شکنجه کولم. موږ یې د امریکایانو زامن بللو او تور یې پورې کاوخ چې موږ له جلاوطنه رسنیو سره کار کوو.»

د بشري حقونو څار سازمان ویلي، چې طالبان معمولاً بندیان په څپېړو او سوکانو شکنجه کوي، او ځینو خبریالانو ویلي چې دوی دومره سخت وهل شوي چې غاښونه او د مخ هډوکي یې مات شوي دي.

دې سازمان زیاته کړې، چې طالبانو یو شمیر خبریالان په دُرو وهلي او ویلي یې دي چې که دوی د ژورنالیستانو په توګه کار کول بند کړي نو خوشې به شي.

یوه خبریال د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي، چې د طالبانو له زندانونو څخه خوشې شوي ځینې بندیان د سختو شکنجو په پایله کې «دوامداره رواني ستونزو» سره مخ شوي.

د دې راپور له مخې، خبریالان نه شي کولای د طالبانو د محکمو د غونډو، د دې ډلې د داخلي اختلافاتو او هغو موضوعاتو په اړه راپورونه جوړ کړي چې د طالبانو د رسنیز سیاست پر خلاف ګڼل کېږي، او که داسې راپورونه جوړ کړي، نو نیول کېږي او سزا ورکول کېږي.

د بشري حقونو څار ادارې دا هم ویلي، چې افغان خبریالان د جبري ورکیدو قربانیان دي، او د دوی کورنۍ د دوی له نیول کیدو وروسته د اونیو لپاره د دوی د برخلیک څخه بې خبره پاتې کېږي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې ټینګولو راهیسې پر رسنیو او خبریالانو پراخ محدودیتونه لګولي او څو ځله یې د رسنیو پر دفترونو چاپې وهلي، د رسنیو فعالیتونه یې درولي او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې نیولي دي.

دغه راز، طالبانو د رسنیو د خپرونو پر منځپانګه څارنه نوره هم زیاته کړې او په ډېرو ولایتونو کې یې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول هم منع کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه