طالبانو نورستان کې د څه باندې ۱۴۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورلې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې د ۱۴۱ مېلیونه او ۴۲۵ زره افغانیو په ارزښت ۲۴۰ کېلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلې دي.

نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر وایي، دا ډبرې نن (چهارشنبه، ۳۰ د تلې) د نورستان په مرکز پارون کې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي.

سید رحیم عمیر زیاتوي، دا ډبرې چې کونزېټ، بیروج او د بیروج سېمپلې پکې شاملې دي د نورستان له مرکز پارون، واما او کانتیوا ولسوالیو څخه استخراج شوې وې.

نوموړی زیاتوي، چې د دغو ډبرو د عوایدو له درکه ۱۴ مېلیونه او ۱۴۲ زره افغانۍ د طالبانو حکومت خزانې ته جمع شوې دي.

دا طالب رییس وایي، د داوطلبۍ په دغو مراسمو کې ۲۵۰ کورنیو سوداګرو او پانګوالو برخه اخېستې وه.

په ورته مهال بیا د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو سوداګر شکایت کوي، چې د طالبانو په حکومت کې ورته مناسبې اسانتیاوې برابرې شوې نه دي، چې له امله یې دوی له جدي ننګونو سره مخ دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه