د تورخم دروازه د لسمې ورځې لپاره لا هم تړلې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي، لس ورځې کېږي چې د تورخم دروازه لا هم د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن (چهارشنبه، ۳۰ د تلې) اطلاعات روز ته وویل، چې د ستونزې هوارېدو لپاره یې هڅې روانې دي، څو د تورخم دروازه له دواړو لوریو پرانېستل شي.

سرچینه زیاتوي پاکستان لوري ډاډ ورکړی چې یاده لاره به په نږدې ورځو کې لوموړی د ټرانزیټ او بیا به یې د مسافرو پرمخ په عادي ډول پرانېزي.

د سرچینې په خبره د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې تلې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د نښتو وروسته د تورخم دروازه د پاکستان له لوري هر ډول تګ‌راتګ پر مخ وتړل شوه او لا هم هماغسې تړلې ده.

په ورته مهال تورخم کې سلګونه ناروغان، مسافر او بار وړنکې موټرې چې له تازه مېوو او سبزیجاتو بار دي او پاکستان ته د اوښتو هیله لري، د لارې پرانېستو ته شېبې شماري او له طالب او پاکستاني لوري غواړي، څو ژر‌ تر ژره یاده دروازه پرانېزي.

تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو پر مهال پاکستان د تورخم دروازې په ګډون له افغانستان سره ټولې ټرانزیټي لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړلې.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره ډېر کله د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه جګړه کېږي، چې تر ډېره یې زیان ملکي وګړي او سوداګر ګالي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه