عام وګړي، ناروغ لرونکي او سوداګر: د تورخم دروازه دې ژر تر ژره بېرته پرانېستل شي

اطلاعات روز: د تورخم دروازې د تړل کېدو نږدې یوه اوونۍ پوره کېږي چې د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د تورخم دروازې په بندیدو سره یو شمېر عام وګړي، ناروغ لرونکي او سوداګر وایي، چې د دې دروازې د خلاصېدو په تمه دي او تړل‌کېدو یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی ثواب خان چې له څو ورځو راهیسې د تورخم لارې د خلاصېدو په تمه دی، د لارې د تړلي پاتې‌کېدو له امله د ویزو د مودې پای ته ‌رسېدو، د ناروغانو د وضعیت خرابېدو په اړه شکایت کوي او له طالب او پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي چې د تورخم لار دې ژر تر ژره پرانېزي.

ثواب خان زیاته کړه: «شپږ ورځې مې وشوې چې له خپل ناروغ سره دلته په جلال اباد ښار کې په یوه کرایه اطاق کې اوسېږم، د همدې تورخم خلاصېدو په تمه یم چې نن به خلاصه شي او سبا به خلاصه شي په همدې راباندې یوه اوونۍ پوره شوه؛ زما په شان زیاتره ناروغ لرونکي نورو مسافرو وېزو کې وخت کم دی که خلاصه نه شي نو ستونزې به لاپسې زیاتې شي غوښتنه کوو چې تورخم دې خلاص شي.»

ناروغ ‌لرونکي نوین الحق ساپی هم ورته شکایت کوي او وایي، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د یادې دروازې بېرته پرانېستلو په تمه دي.

د هغه په خبره په ډېرو ستونزو یې د ځان او مېرمنې لپاره د پاکستان ویزې ترلاسه کړي، خو دا مهال د دروازې تړلو له کبله اړ دی چې د لارې تر خلاصېدو، همدلته شپې وکړي.

ساپی زیاتوي: «زه له کندز ولایت څخه راغلی یم مېرمن مې ناروغه ده او په ډېرې سختۍ مو د پاکستان وېزې اخېستي، نن مو تقریبا شپږ ورځې پوره کېږي چې د تورخم دروازې د خلاصېدو په تمه یو خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي؛ د زیاتره خلکو اقتصادي حالت خراب دی او دلته په پاتې کېدو پرې لګښت لوړ راځي، نو طالبانو او پاکستان  ته په کار ده چې دا تورخم دروازې ستونزه ژر حل کړي.»

بلخوا سوداګر صابر زاخېل وال وایي، د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل کېدو اقدام نه ‌یوازې مسافرو، بلکې سوداګرو ته هم لوی مالي زیان اړولی دی.

نوموړی وايي، پاکستان هر ځل په یوه او بله پلمه د تورخم، سپین بولدک، غلام خان بندر او یو شمېر نورې ترانزیټي لار تړي چې له کبله یې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.

زاخېلوال زیاته کړه: «د تورخم لارې تړل کېدو له امله د افغان سوداګرو تازه مېوې او ترکاري چې په موټرو کې بار دي زیاته برخه یې خوسا شوې، دغه راز د تورخم هغه غاړې ته هم د افغان سوداګرو په سلګونه له توکو بار موټرې ولاړې دي هر کانټېنر باندې ۱۲۰ ډالر ډیټینشن جریمه راځي.»

اطلاعات روز ته یو شمېر سرچینو دغه راز ویلي، چې د تورخم دروازې د تړلي پاتې‌کېدو له امله د پولې دواړو غاړو ته زرګونه کسان بند پاتې دي، چې په کې ناروغان، ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې له اوربند وروسته د تورخم دروازې د خلاصولو لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ هڅې روانې دي؛ خو تر اوسه یې مثبته پایله نه‌ده لرلې.

بدلون زیاته کړه: «په دوحه کې چې له پاکستان سره کومه هوکړه شوې نو ډېره تمه دا هم ده، چې دا هوکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي لارو د خلاصېدو لپاره لاره هواره کړي او د سوداګرۍ وزارت او پانګوالو له لوري هڅې پیل شوي چې دا لارې خلاصې شي.»

بلخوا د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی، چې د سپین بولدک دروازه به تر راتلونکو درېیو ورځو د سوداګرۍ پرمخ پرانیستل کیږي.

پاکستان نږدې یوه اوونۍ وړاندې له افغانستان سره د تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندر په ګډون ټولې لارې د طالبانو پاکستاني ځواکونو ترمنځ د څو ورځو پرله پسې جګړو په غبرګون کې وتړلې.

پاکستاني لوري پر ډیورنډ فرضي کرښې کله نا کله د نښتو له امله ترانزیټي لارې تړي، چې هر ځل زرګونه مسافر، ناروغان او سوداګریز موټر دواړو غاړو ته ایسار پاتې وي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه